
له ځانه مخکې مې په خدای تا ته دعا کړې ده
تا ته مې مخ کړی دی، خپل ځان ته مې شاه کړې ده
تا به زما د یادولو ګناه نه وي کړي
خو دغه چاره د ثواب په ژوند کې ما کړې ده
نن به راځې،نن به باران او سيلۍ دواړه راځي
نن مې دې زړه څه عجبيه غوندې درزا کړې ده
وخته ناځوانه! ته خبر يې چې تا څه کړي دي
ظالمه تا خو له ما ټوله دنیا غلا کړې ده
که زما نه يې د هر چا چې يې، همدا مې بس ده
لکه ډیوه دې زما خواوشا رڼا کړې ده
بس همدې ورځې ته به خدای دغه هنر راکاوه
چې مې خندا کې له هر چا پټه ژړا کړې ده
د بوډۍ ټاله دې شفق خو له تا رنګ اخيستی
کنه نو څوک وايي چې خاورو هم ځلا کړې ده
ايم ايس پي اې (قلع فتح الله) ۵ تلې ۱۳۸۹ سهار
17.09.2011
- نورګل شفق
څو کاله پخوا له ژونده مرور شوی وم، غمونه ډیر وو، خو د زړه خوالې لپاره مې څوک نه لرل، يو خدای و او يو زه، ځکه مې نو خدای پاک ته درې مخه يو ليک وليکه، زړه مې ټول په هغه لیک کې ورته کيښود، ښار کې مې يو قران شريف هديه کړ، پل خشتي جومات ته لاړم،ياسين شريف مې څو ځلې ولوست،وايي چې ياسين د قران زړه دی، د هغه زړه په منځ کې مې ليک ورته کېښود، څو رکعت...
29.02.2012
- نورګل شفق
خاموشي رانه چاپيره ده واللهشوره! نوره رانه تېره ده واللهزندګي به څومره لږه وه چې وې به... اوس...