
څنګه کړم بدله د زړګي دنیا
غوښه یم خو کاڼی به مې کړي دنیا
زړه مې لکه موم شي رانه وڅاڅي
څوک چې د يو چا له نړۍ وړي دنیا
سترګو ته مې چل د ژړا نه ورځي
زړه دی چې دننه ژړوي دنیا
ته چې وې نو روغه جوړه وي دنیا
ته چې نه یې، ړنګه بنګه وي دنیا
چېرې یې دنیا؟ دنیاګۍ چېرې یې؟
راشه چې زما دنیا هم شي دنیا
هلته شين اسمان راسره څه کوي
دلته دا ازغي ازغي ازغي دنیا
ما د ماښامي شفق ته وسپاره
تا ته مبارک شه ګلابي دنیا
۳۱ جولایی ۲۰۱۱
ماخوستن ۸:۴۶
سلام وطنداره راډيو دفتر نوی ښار کابل
05.07.2011
- نورګل شفق
لمره ژر راوخیږه، بې سيوري يم
نه د سپوږمۍ خپل او نه د ستوري يم
سترګې مې په خپل ځان پسې اړوم
وړی داسې لارې داسې لوري يم
سترګې د ډېوې مې ورکې کړي دي
خپلې دوه لېمې مې ورکې کړي دي
اې! دې وخت ته ووایﺉ چې څه دې کړې
اې! هغه شیبې...
13.08.2011
- نورګل شفق
وخته راوګرځه دنیا راوړهما ته مې بېرته خپله ساه راوړهزما له وجوده دې زه وړی يمههله ما راوړه، هله ما راوړه
ما نه د سترګو رڼا چا يوړه؟
ما ته د سترګو رڼا چا راوړه؟...