
نشته يمه، چيرې يم پيدا مې کړه راځه
شته مې کړه دروغ يمه ريښتیا مې کړه راځه
تا پسې مې وتي دواړه شونډې، پښې او زړه
ژونده مرور يمه پخلا مې کړه راځه
يمه چا د لمونځ غوندې مهال پسې ځوړند
وخته ناروا يمه روا مې کړه راځه
خيال کې دې تسپو غوندې دانه دانه يم پروت
لپه کې راټول لکه دعا مې کړه راځه
ژوند د شفق رنګ له شفق واخيسته اشنا
ومې سپړه، زده مې کړه، مانا مې کړه راځه
سلام وطنداره راډیو دفتر نوی ښار کابل (۱۴ وږې ۸۹ ـ د روژې ۲۶مه)
27.03.2011
- نورګل شفق
د پټنې(هندوستان ) د بانكې پور په كوڅو كې به سهار، ماښام په يوه نه يوه ځاى كې ښكاره شوه. ودريداى نه شواى، په ناسته به څكيده. كږه به ناسته وه او يو بل لور ته به ځنګيده او...
27.03.2011
- نورګل شفق
راشه سورونو ته مې تال راوړه
مرم هله ژر شه لږ مجال راوړه ...