غزل

ښکاريږي چې دا هم د پښتنې سيمې منظر دى

اسمان په وينو سور دى چا وژلى مازېګر دى

سور رنګ چې راڅرګند شو په رګونو د چينه کې
شوم پوې چې ښکته شوى تل د ځمکې ته پرهر دى

کوچۍ سره اوس مينه ستا ناشونې ده شپونکيه
ستا لاس کې دى ټوپک دهغې شين منګى په سر دى

ته تل وايې چې ولې راته لار کې نه درېږې؟
دا ځکه چې په دې کې ګرانه ستا د سر خطر دى

ماضي او مستقبل او حال چې واړه ورته ښکاري
ساېره! بس هم دغه د شاعر سړي نظر دى
    ١٦ -٧-٢٠٠٩ سعودي عرب الطاېف