نوی خط
طایرځلاند:
لکه یو ورک مسافر
دافریقا په یو ه تور ځنګل کې
کړي دښار لاره پیدا ،
یا سمندر کې بې بادبانه کشتۍ
چې ترېنه لاره دسا حل ورکه وي
په سمندر کې جزیره اومومي،
یا یوه چټه پیغله
له شل کلونو روسته
میړه یې راشي له زندانه کور ته ،
نو داسې حال کې دانسان حالت په څرنګه وی؟
له څو کلونو روسته
چې ټولې هیلې مې ویستلې وې دزړه له کوره
زما احساس ، زما جذبې له ناکامۍ ماتې وې
ماخپل ژوندون دچا په نوم نه کوه
نه مې بیا لارې دکوم لمر څارلې
نه تورې شپې مې د سحر شما رلې
په خوله خندل مې خو دننه په زړه مات ومه زه
دخپلو ټولو ناکامیو سره
داستړی ژوند مې په خندا تیروه
خو،
نن چې ستا خط له ډاک خانې نه راغی
له خپله حاله یې بې حاله کړمه
ماویل که خط پرانزم بیا یې وي څه لیکلی
خدایه خبر بیا به دې وی څرنګه تراخه لیکلي
بیا به مې زړه لره کوم زخم دنفرت راکوي
دلفافې دپرانستلو سره
ددغه نوي خط لیدلو سره
زما دپخو لاندې ازغي داظطراب راشنه شول
دزړه په سیمه زلزله د درد دڅړیکو راغله
هغه چې ما یې هیله نه درلوده
مایې په اړه فکر هم نه کوه
نن ستا په خط کې هغه څه وینمه
په سپینه پاڼه یې د زړه انځور و
خو دا انځور په قلم رسم نه و
دګلابي وینو له څاڅکو جوړ و
ستا دوجود دګلابي وینو له رنګه قربان
ستا دوفا په تقدس باندې ایمان لرمه
له لس کلونو نه لیدو باجود
ددغه ټولو فاصلو باوجود
زمونږ په پخو کې درواج دزنځیرو باوجود
زه خبر نه وم انشا
چې ته به اوس هم زما لارې څارې
2010/11/8 کابل انټرنیوز دفتر