غزل
امجد شهزاد
مونږه هره ورځې يو خبر لرۀ
مونږه دَ مُودو نه جنګ پۀ سر لرۀ
مرګ مو خپل ليدو خو وارخطا نۀ وو
دومره مو ايمان پۀ خپل نظر لرۀ
مونږه دَ تيارو به څۀ خاطر کوۀ
مونږه چې هر فکر لکه نمر لرۀ
مونږه همه ګير انسانيت منۀ
زړۀ کښې مو دېوال لرۀ نۀ ور لرۀ
مونږ دَ محبت باچاهي غوره کړه
مونږه سوچ دَ زور اؤ نۀ دَ زر لرۀ
مونږ دَ تشدد دَ فلسفې خلاف
مونږه خو بس دغه يو هنر لرۀ
مونږه خو خانان وو دَ احساس دَ کور
مونږ پۀ محبت باندې باور لرۀ
اوښکې مو ليدې نۀ شوې دَ بل پۀ مخ
خپل کۀ مو ګرېوان پۀ اوښکو تر لرۀ
مونږ ستړو ملګرو ته ايسار نۀ شو
مونږه پۀ سر ډېر اوږد سفر لرۀ
داسې خو بې څوکه نۀ ؤ دا اولس
دوي خو يو منظر، هم پس منظر لرۀ
څۀ به قلار ناست وو پښتانۀ چې وو
ګرم مو پۀ هر موسم سنګر لرۀ
وو کۀ دَ بارودو پۀ ډېرئ اودۀ
بيا مو هم ارمان دَ روڼ سحر لرۀ
سوز به مو ضرور وي پۀ سندرو کښې
څۀ نۀ څۀ مو داغ پۀ خُوږ ځيګر لرۀ
لاسو کښې دَ هرسړي ؤ سُور ګلاب
پټ ئې پۀ لستوڼي کښې خنجر لرۀ
يه امجده داسې وخت ته پاتې شُو
نن مو دَ خپل ځانه هم خطر لرۀ