غزل ‌

ځلاند

ورښکاره یې چې څهره کړله میراته
اینه دوخت په لاس کې شوله ماته

نیست خو نه یې ، هو په هست کې دې ګمان دی
ځان راوپیژنه څه یې کایناته ؟

دهجران دتجربې له پاره ګرانه
یو څه وخت زړه صبروو له ملاقاته

دهرچا سترګو کې زخم ټوکیدلی
پرهرونه دزړه وښایمه چاته

یو ګلاب داضطراب له زړه چاودونه
چې خوشبو شوه ، ځان یې وسپاره هواته