د مسائلو د حلولو زده کړه Problem Solving Training ------- ژباړن: نذير احمد ولسمل

د مسائلو د حلولو په موخه لاندني ټکي په نظر کي ونيسئ:

١- د موقعيت تشخيص:

په دې مرحله کي مرستي غوښتونکي ته د ستونزو د تشخيص لارښوونه ورکول کېږي، چي د ستونزو په وړاندي د تلواري عکس العمل پر ځاى په سړه سينه او معقوله توګه چلند وکړي. د ګلد فريد او ديويسون (١٩٧٦) د ويناوو پر اساس د اهميت وړ خبره دا ده چي د ستونزو د تشخيص کوونکو وړتياوو په واسطه بايد د ستونزو د راښکاره کېدو په وړاندي له سمدستي جواب او غبرګون څخه ډډه وسي .... هغه خلک چي د مسائلو په حل کي نه بريالي کېږي، معمولاً هغه تلواري کسان دي، چي که چيري سمدستي د مسئلې د حلولو په لاره کي کوم څرک په لاس ور نه سي، نو ډېر ژر له تلاښ څخه لاس اخلي. نو  دا ټکى د ستونزو د سرچينې او ماهيت په اړه د پوهېدلو او د حل په موخه د لارو چارو د تشخيص د وړتيا په اړه دئ.

٢ – د مسئلې تعريف:

په دې مرحله کي له مرستي غوښتونکي څخه غوښتل کېږي، چي خپله مسئله يا ستونزه په ځير او دقت سره تعريف کړي. معمولاً کله چي له مرستي غوښتونکو څخه د هغوى د ستونزو په اړه پوښتنه کېږي، نو په مبهمو او ناڅرګندو کلمو سره جواب ورکوي. لکه: "په دې وروستيو کي مي طبيعت ډېر خراب و". د دې له پاره چي ستونزي او مسائل په ښه توګه تعريف کړو، نو لازمه ده چي د ستونزي تاريخچه او د هغې کنټرول کوونکي عوامل وپېژنو.

٣- د بېلابېلو حل – لارو ټاکنه:

په دقت سره د مسئلې يا مشکل تر تعريف وروسته، و مرستي غوښتونکي ته توصيه کېږي، چي د فکري باران (هرڅه چي يې په فکر کي راځي) په طريقې سره ټولي هغه حل لاري په ګوته کړي، چي په ذهن کي يې راګرځي. فکري باران هغه طريقه ده، چي په هغې کي د انسان فکر په آزادانه توګه بېله کوم خنډ او محدوديت څخه کار کوي، او هر ډول حل لاري – که معقولي دي که نا معقولي (سمي دي که ناسمي) – پکښي خطور کوي. په دې طريقه کي د حل لارو پر شمېر باندي تاکيد کېږي، نه د هغوى پر څرنګوالي يا کيفيت باندي. ځکه چي که چيري د يوې ستونزي له پاره بېلابېلي حل لاري طرحه سي، يوه به يې پکښي سمه وي.

٤- تصميم نيونه:

د مسئلې د حل په لارښود کي دوهم ګام په ځيرکتيا او دقت سره د ټولو حل لارو ازمايښت دئ، چي غير معقولي او نا مناسبي حل لاري يوه په بلي پسې له مخه ليري، ترڅو په پايله کي مناسبي او منطقي حل لاري پيدا سي. د تصميم نيوني او د مناسبو حل لارو په تعينولو کي د ګټورتوب له مفهوم څخه کار اخيستل کېږي. د ګټورتوب مفهوم ياني د هري کړني د پايلي په اړه احتمالي وړاندوينه او د ستونزي يا مسئلې په وړاندي د دې کړنو او حل لارو اغېزمنتيا.

٥ – تائيد:

په دې مرحله کي بايد مشخصه سي، چي حل لاره تر پلي کېدو وروسته بريالۍ وه، که نه؟ که چيري انتخاب سوي حل لاري د توقع سره سم برياليتوب رامنځته نه کړ، د مسئلې د حلولو مراحل بيا له سره پيل کېږي، ترڅو چي په پاى کي يوه سمه او منطقي حل لاره پيدا سي.

د مسئلې د حلولو د لارښود طبي استعمال:

د ستونزو او مسئلو د حلولو لارښود د اوو کالو کښته کوچنيانو د روزني، د خطر سره مخامخ کوچنيانو، کمواکه کوچنيانو، د چپرکټ پر اروايي ناروغانو،  د سرخلاصو ځايونو څخه پر وېرېدونکو ناروغانو، هغو مېرمنو چي د واده په اړيکو کي ستونزي لري، روږدو کسانو، سګرېټ څکوونکو، او نورو باندي ازمويل سوى دئ، چي ښې او د قناعت وړ پايلي يې درلودلي دي.

ماخذونه:

١- سيف، علي اکبر. د کړو وړو تغير او معالجه (نظريې او کړه وړه)، ١٣٧٤، تهران

٢- بلاک، آلن اس، او هرسن، مايکل: د کړو وړو د معالجې لارښود، لومړى چاپ، ١٣٨٧