بریښنا د افغانستان شمال او جنوب کې
بریښنا چې د ژوند د لمړنیو اړیتاو څخه شمیرل کیږي، اوس اوس د افغانستان د خلکو واک کې ورکول کیږي - که څه هم زموږ میلیونونه هیوادوال به لا د څراغ بلیدل نه پیژني.
مخ تورن جنرال اسماعیل خان، په سپینو عالمانه جامو کې پټ خاین او غدار چې د خپل اداري ضعف تر څنګ په قومي تعصب او فاشیزم کې ګیر راغلی دی تر نن پورې ېې همدغه دوزخي لارې ته دوام ورکړ. د هیواد د شمال د لویو وړو ښارونو لپاره ېې د بریښنا د ویش پروژې په لار اچولي دي. د شمال په لرې پرتو سیمو کې ېې د کوچنیو سیندونو او ځړوبیو څخه په ګټې اخیستو د بهرنیانو مرستې متمرکزې کړیدي او په لویو ښارونو ېې د شمال څخه وارداتي بریښنا ویشلې ده. او الحمد لله ښه په بریالیتوب ېې کار روان دی.
موږ ددې مخالفت نه کوو چې په تخار کې ولې د بریښنا آسانتیا برابره شي. موږ دا هم نه وایو چې ولې په مزار او هرات کې په سلګونو تولیدي فابریکې د همدې انرژۍ له برکته فعالې دي - بلکه ددې کلک ملاتړ کوو او په فعالیت ېې ډیر خوشحاله یو.
خو، موږ پدې خفه، غصه او ګیله من یو چې، ولې دا خبره په کنړ، ننګرهار، پکتیا، کندهار، هلمند سیند، وردګ، روزګان .... کې نه کیږي. په بدخشان کې د اوبو بریښنا واړه بندونه جوړیږي خو په وردګ او لوګر کې امکان نه لري. په بامیانو کې د لمریزې انرژۍ تختې ویشل کیږي خو په هلمند او غزني کې نا شونې ده. په شمالي ولایتونو کې سلګونه فابریکې چالانې دي خو په جلال آباد، خوست، کندهار او غزني کې ورځ تر بلې فلج کیږي او په ټپه ودریږي.
خیر که زموږ کلي کورونه لږ نا امنه دي، دا سلګونه کیلومتره سړکونه چې جوړ شول د بریښنا پروژې هم هرومرو جوړیدای شي، د پیوستون زرګونه پروژې چې د هیواد د نورو برخو په څیر بشپړې او کارونې ته وسپارل شوې د اوبو بریښنا واړه بندونه او د لمریزې انرژۍ پروژې خو به هم هرومرو پلې شي.
خو نه، اصل فساد د خان په چلتار کې دی، هغه د خپل وزارت په دوران کې د زیاتره پروژو هوکړه یا خو نده کړې او بودیجه ېې د هیواد شمال ته لیږدولې ده او یا خو ېې د اندک خطر له مخې د پروژو کار پرچاو کړیدی.
نن که زموږ خلکو ته د کار زمینه برابره وای، د چلتار خان په وزارت کې زموږ سوداګرو ته بریښنا او د فابریکو د چالانۍ چانس ورکړ شوی وای زما سلګونه ځوانان به د جنګ لیکو ته نه تلل، بلکه هغوی به د یوې ډوډۍ حلالې لپاره په یوه فابریکه کې کار کاوه، کور کې به ېې د برق نعمت درلوده کورني مصارف او لګښت به ېې کم شوی وای، او پدې سره به ېې د ارامه ژوند سا کښلې وه - لکه نن ېې چې د شمال خلک تجربه کوي.
د فساد تعصب او نفرت څخه د پاک افغانستان په هیله