ملا ګل وزیر: مینه څه ته وايي؟؟ آیا مینه طبیعي کار دی که اکتسابي؟؟ آیا مینه ګناه ده؟؟ وایي از محبت خارها ګل میشود؟؟ تاسې په کې څه وایئ البته (کمال صیب او محمد سعید صیب به د بحث په جریان کې یوه یوه ټوټه د مینې ډک شعرونه هم اچوي) په آخر کې به زه ستاسو د بحث خلاصه لیکم...مننه
ذکریا شنیزی: مینه آسان کار نده ځان ته یو ژوندن غواړی=== مخ ته د لیلی کتل سترګی د مجنون غواړی. نو زما له نظره مینه یو اکتسابی کار ده، او ګناه لرل او نه لرل یی فکر کوم په نیت او مرام پوری اړه لری
Mullah Gul Wazir Wardak : مننه وروره خو زه ستا نه یوه پوښتنه لرم، مثلا یوه ورځ دې د یو چا مضمون په مجله کې ولوست، نه لیکوال پیژنې او نه هم ورسره بلد یې، همداسې دې د لیکوال سره مینه پیدا شوه، دیته لیواله شوې چې ویې ویني خبرې ورسره وکړې، آن تردې چې د ملګری او دوستی فکرونه یې کوې، څه فکر کوې چې دا کار طبیعي دی که اکتسابي؟؟؟
محمد الله کمال: خوب چې راشي بالښت نه غواړي ـ مینه چې راشي ښایست نه غواړي ـ مینه د زړه کار دی او اکتسابي نه ده ـ ماشوم چې له موره پیدا شي له مور سره یې مینه پیلیږي ـ ماشوم چې لږ غټ شي له خپل چاپیریال سره یې مینه پیل شي، چې لږ را ځوان شي د مینې په ژورو کې ورننوزي، چې لږ بوډا شي له ژوند سره د مینې په رازونو پوی شي، دا جهان په مینه ودان شوی دی او په نفرتونو وران شوی دی ـ ملاصیب په خدای باور وکړه چې همدا پوښتنه مې په زړه کې د سبا له پاره ساتلې وه، خو زموږ د زړونو د مینې راز یو دی، تاسو په مینه کې وار ړومبی کړ او زما د زړه مینه دې وګټله ـ مننه
Zakeria Shnizai خو زه بیا فکر کوم مینه کیدای شی دواړه رقمه و اوسیږی هم اکتسابی او هم فطری
Abdul Samad Fulad زما یو بیل نظر دئ چې شاید یواځې زما نظر وي او بل ملګرئ مې پیدا نه شي زه وایم چې واقعي مینه د روح د زړه کار دئ او جسم پکې رول نه لري او که چیرې جسم هم پکې رول پیدا کړي نو هغه مینه نه بلکې عیش او عیاشي ده چې جنسي غریزه پکې رول لري زما په نظر مینه ډیره سپیڅلې او مقدسه ده او تر ډیره یواځې په هجران کې وي خو په وصل کې نه خو دا زما خپل نظر دئ او ښايي تاسې به ېې مخالف وئ
ملا ګل وزیر: کمال صیب ستا د ښکلې شعر نه ډیره مننه، الله دې اجر درکړي، ته خو د شعر ویلو ډیر عالي استعداد لرې، ښکلي شعرونه وايي. فولاد صیب زه هم ستاسو سره موافق یم، مینه د زړه خبره ده، محبت د زړه خبره ده، خو په مینه او محبت کې باید ټول هغه اصول مراعات شي چې د الله دین بیان کړي، که چیرې مینه د اسلامي چوکاټ څخه بهر شي نو بیا مینه نه بلکې ستا په خبره عیاشي ده...د محبت کلیمه زموږ په دینی متنونو کې هم ډیره یاده شوې، الله جل جلاله ډیر وايي ان الله یحب الصابرین، ان الله لا یحب المسرفین، پیغمبر وايي ان الله جمیل یحب الجمال...دا خپله د دې کلیمې د اهمیت معنا ورکوي، زه خپله په دې باور یم چې کوم کارونه چې مینه کیږي په جنګ جګړو نشي کیدی...د اسلام ډیره برخه په مینه سره خپره شوې، خلو په مینه اسلام ته غاړه ایښې، نړیوال د مسلمانانو د اخلاقو نه متاثره شول، مینه یې ورسره پیدا شوه همدا وو د مسلمانانو دین یې قبول کړ...مننه د ټلو نه
فرحت راحت: اول خو بايد ووايم، چې مينه نه طبيعي ده او نه هم اکتسابي، بلکې مينه الهامي ده، ځکه د مينې ځاى زړه دى، زړه د انسان د بدن پادشاه دى، پادشاه دى، خو په سترګو ړوند دى او ټولې فيصلې يې ړندې وي او کله چې ترې پوښتنه وکړې، ته خو ړوند يې ته په مينه څه پوهيږې، تا خو په دنيا کې هېڅ هم نه دي ليدلي، نو بيا همدغه ړوند پادشاه درته وايي، ستا د عقل ظاهري مجوديت لري، ځکه ظاهري شيان ګوري او زما سترګې په ظاهره نه ښکاري، ځکه دغه سترګې د ظاهر لپاره نه، بلکې د حقيقت لپاره دي، په دې تمه چې د ملا صيب د زړه تند يو څه ماته شوې وي
ملا ګل وزیر: مننه وروره، ته وايي چې مینه الهامي ده، یعنې د انسان په وجود کې د الهام له لارې مینه را پیدا کیږي، که غلط شوی نه وم الهام د انسان په خیال او فکر کې د یوې فکریې را څرګندیدل دي چې سبب او مدرک یې مالوم نه وي، وایې رب تعالی خپلو مؤمنو بنده ګانو ته د ښو کارونو الهام کوي، د هغه نیت او فکر په ښو کارونو را غونډوي او دا یې په خیال کې پخوي چې د ښو کارونو کړنه ښه کار دی، طبیعي هم تقریبا ورته معنا لري، طبیعي هغه کارونو ته وايي چې په ترسره کولو کې یې د انسان اراده شامله نه وي، د انسان د تفکیر په هکله طبیعي او الهامي کیدای شي یوه معنا ولري، او په نورو څیزونو کې کیدای شي فرق وکړي...ستاسو نه مننه راحت صیب خو که د د غه مینې چې تا یې یادونه کړې یو ژوندی مثال لوستونکو ته وړاندې کړې ښه به وي...الهامي یعنې څرنګه مینه؟؟؟
نور بیا