د خوب لږوالی او ډیروالی د زړه د ناروغیو سره تړاو لری
په امریکا کې د نویو څېړنو له مخې هغه کسان چې په یوې شپې ورځې کې له اوو ساعتونو لږ یا ډیر خوب کوي ممکن د زړه په ناروغیو اخته شي.
د امریکا د ویرجینا ایالت د طب په پوهنتون کې چې کوم تحقیق شوی دی او د جولای په ۳۱ خپور شوی دی، پکې ویل شوې دي چې هغه کسان چې تر پنځو ساعتونو لږ خوب په څلوریشت ساعتونو کې کوي ممکن دماغي سکته وکړي یا یې زړه ودریږي.
د څېړنې له مخې هغه کسان چې نهه ساعته خوب کوي یا تر دې ډیر ویدیږي تر هغو چې اووه ساعته ویدیږي د زړه په ناروغیو ډیر اخته کیږي.
کوم کسان چې عمرونه یې تر شپیتو لږ دي او پنځه ساعته ویدیږي ډیر د زړه په ناروغیو اخته کیدای شي.
مخکنیو څیړنو څرګنده کړې وه چې لږ خوب ذهني تمرکز خرابوي خو په نوې څیړنې کې پر زړه د خوب د ډیروالي او لږ والي دقیق علتونه نه دې څرګند شوي.
لیمه وردګ
23.02.2011
- لیمه وردګ
کله چی دام المومنین حضرت عایشه رضی الله تعالی عنهاڅخه وپوښتل شول چی وخاوندته چی ښځه ئې په حیض کی وی څومره اجازه لری؟؟؟ نودمسلمانانومورحضرت بې بی عاشی رضی الله عنها ورته وویل: چی ټوله ورته حلال دی مګرنه شرمګاه۔ دحیض په حالت کی یوخاونددخپلې ښځ سره مجامعت (کوروالی) نشی کولای، اوددې څخه علاوه هرقسم تعلقات ورسره ساتلای شی ۔(تفسیر ابن کثیر) کله چی دحیض څخه وروسته ښځې خپله پوره صفایی (غُسل) نه وکړی بایدمجامعت ورسره ونشی داځکه چی دطب له نظره داتاوان لری، اوکوم اولادچی ئې پیداکیږ...
27.02.2011
- لیمه وردګ
موبایل روعتیا ته زیان لری
که څه هم موبایل ټېلفون اوس زموږ ورځني ژوند ته ننوتلی او تقریباً بې موبایله چاره نشته خو نوې ځېړنې ښیې چې له موبایل ټېلفون څخه زیاته استفاده او د اوږدمهال لپاره دهغه کارونه زیانونه لري او په ماشومانو کې د مغز سرطان رامنځته کوي . همدغه راز د موبایل مقناطیسي اغیزې د ماشومانو په حجروپرېوځي او د مغز په سرطان یې اخته کوي .دغه څېړونکي کورنیو ته خبرداری ورکوي چې...