کله چی دام المومنین حضرت عایشه رضی الله تعالی عنهاڅخه وپوښتل شول چی وخاوندته چی ښځه ئې په حیض کی وی څومره اجازه لری؟؟؟ نودمسلمانانومورحضرت بې بی عاشی رضی الله عنها ورته وویل: چی ټوله ورته حلال دی مګرنه شرمګاه۔
دحیض په حالت کی یوخاونددخپلې ښځ سره مجامعت (کوروالی) نشی کولای، اوددې څخه علاوه هرقسم تعلقات ورسره ساتلای شی ۔(تفسیر ابن کثیر)
کله چی دحیض څخه وروسته ښځې خپله پوره صفایی (غُسل) نه وکړی بایدمجامعت ورسره ونشی داځکه چی دطب له نظره داتاوان لری، اوکوم اولادچی ئې پیداکیږی هغه به د(پیس په ناروغی) اخته کیږی۔ (احیاء العلوم الدین، امام غزالی رحمة الله علیه)۔
چی دټوله طب ورباندی اتفاق دی چی په دې حالت کی (کوروالی) دډیروناروغیوسسب ګرځی۔ (حجة الله البالغه)
دحیض پرمهال دښځې سره جنسی اړیکی نیول حرام دی، البته که دمجامعت څخه ماسوی خاوندخپل دزړۀ تسکین راولی نوراوستلای ئې شی۔ (المغنی لابن قدامه)
دفطرت سلیم هم داتقاضاء ده چی کله ښځه لومړې داناروغې ده، اودوهم چټلې ده، نولېری کېدل پکاردی، داځکه په دغه وخت کی ښځه جسمااوروحاودې کارته اماده نه ده، چی ورڅخه لیرې کېدل ډېرښه دی۔(روانشناسی)
دپروفیسر(میسی) تجربې
په (The News) کی دده هغه څرګندونې اوتجربې چی دحیض په حالت کښې جماع (کوروالی) کولوباندی مشتملې دې په لاندی ډول سره دی:
ـ دحیض په حالت کی مجامعت کول، دنرجنسی نظام ختمېدای سی، چی بیاپه ډاکټرانوبه ګرځی اوهیڅ علاج اودارودرمل به ئې نه وی۔ ـ دځانګړې انداموپوستکی سخت ناهمواره کیږی، چی بیاپه دې مجامعت کی داسی خوندنه وی لکه په فطری جسم کی چی شتون لری۔ ـ دنرتناسلی اله کوچنې کیږی، چی علاج ئې ناشونی دی۔ ـ دښځې په عضومخصوص کی خارش اونرپه حساسیت (الرجی) اخته کیږی۔ ـ دحیض په حالت کی جماع دنردپراسټیټ غُدې غټوی، چی کله بولې بندی اویاهم دسوزک ښکارسی۔ ـ کله دحیض په حالت کی وینه دوېنې جریان دومره شدت ومومی چی کنترول ئې ډېروخت اودانسان دمرګ سبب ګرځی۔ (Islam and Sex for All)
دحیض په وخت کی جماع (کوروالی ) اودهغې تاوانونه
ـ دښځې په انداموکی ډېرسخت دردپیداکیږی، په بچدان کی سوخت اوسوزش پیداکیږی، چی کنترول ئې بیاناشونې دی۔
ـ ددې سره تخمدان په مکلمه توګه سره له مینځه ځی۔ ـ دحیض فاسدموادورحم ته ځی چی سخت سوخت اواتشک ورڅخه پیداکیږی۔ ـ کله دحیض په وخت کی ددې فاسدوموادواغیزې دنرو(خصیو) ته رسیږی چی هغه (عقیم) وچ ګرځوی۔ ـ دحیض دفاسدوموادوڅخه دنرتناسلې الې ته داسی ناروغې پیداکیږی چی علاج ئې ناشونې دی۔ ـ دحیض پرمهال کوروالی ، ښځه په مکمل ډول سره (عقیمه) وچه کوی، چی دتل لپاره ئې بیااولاد نه کیږیٍ (القران والتحقیق الجدید)
دانسان په وجودکی دوه قسمه افرازات شتون لری:
1ـ هغه قسم افرزات دی چی دژوندلپاره ضررې نه دی (Secretion) لکه هضم، تناسل، هامونونه او۔۔۔
2ـ داهغه قسم افرازات دی چی بایددبدن څخه خارج شی، داځکه چی داوانسان ته ضرررسوی (Excretion) لکه بولې، خوله، حیض اوداسی نور۔۔۔
داچی لوی خدای جل جلاله دحیض په حالت کښې مجامعت حرام کړیدی په دې ډېرې ګتې نغښتی دې، چی په دغه حالت کی دنراودښځې دواړولپاره دحیض په حالت کی جماع کول تاوانونه لری، اودلېرې والې په صورت کی بې شمېره ګټې لری۔ اوداچی موږالله جل جلاله موږمنع کړی یونوپه هغه کی داتاوانونه شته:
ـ درحم مخاطی غشاء دزخم په حالت کی وې، چی ورڅخه وینې، پاته هګې، مختلف النوع هارمونونه ، معدنی مواد اوزهرقاتل په شان نورموادورڅخه خارجیږی، چی دجماع په کولوسره ډېربدې پایلې لری۔ ـ په دغه حالت کی کوروالی کول دزیاتې وینې بهېدوسبب ګرځی چی درحم لپاره ددایمی تاوان سبب ګرځی۔ـ په دغه حالت کی ورحم ته په اسانۍ سره میکروب داخلېدلای شی، چی درحم دنورالتهاب عامل ګرځی، چی پاېلې ئې سخت درد اوتکلیف دی۔ ـ په دغه حالت کی کوروالې ددې سبب کیږی چی وینه دې بنده شی چی بیادپاړسوب ورڅخه موندل کیږی۔ ـ دحیض په وخت کی زیاتې ښځې ددرد احساس کوی چی د(کوروالۍ) سره نوردردونه هم اضافه کیږی۔ ـ دحیض په حالت کی ښځه جسمااوروحاودې کارته نه ده ماده، داځکه دادپلېتۍ ، دردونواوغیرسکون ښکارده، چی ښځه په روانې ناروغیواخته کیږی۔ ـ ښځه درحم په سرطان اخته کیږی۔ که دحیض په حالت کی ښځه حمل واخلی نواولادبه ئې نه نروی اونه هم ښځه (نرښځی)۔
(اعجاز القران)
دحیض په حالت کی کوروالې اودنرلپاره ئې پایلې ـ لکه څرنګه چی دحیض پرمهال پوره چټلې، موجوده ده نوځکه نردډېروناوړوناروغیوښکارکیږی۔ ـ دحیض په حالت کی کوروالی دنردکروموسوم فعالیت له مینځه وړی چی بیائی اولاد نه کیږی۔ ـ نرچی ددې چټلې پرمهال کوروالی کوی، ددې چټلۍ دتعفن په وجه په ناوړوروانې ناروغیواخته کیږی۔ ـ که نردحیض په حالت کی کوروالی کوی نود(پیس) په ناروغی اخته کیږی۔ ـ دنرتناسلې اله په ناعلاجه دپوستکې په ناروغيواخته کیږی۔
(Islam and Modern Medical Science)
په اسلامی پاکی مینه
ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر