د ټولګي څلور دیواله
یو شل دیرش يې زده کوونکي
ته واکټ ، مټ د خوار قوم
تصویرونه بوږنوونکي
ازانګي د الف ، با دي
شور او ځوږ د ماشومانو
یا تکرار د اله دی
یا کیسي د اتلانو
نرۍ لښته مي په لاس کي
په بل لاس کي مي کتاب دی
ما ښوونکي په ټولګۍ کي
شروع کړی اول باب دی
ګلالیو زده کوونکو
دا د نن ورځي سبق دی
(الف، آس ) دی (ب بابا) دی
(ت ده توره) (ټ ټوپک ) دی
ورشروع نوی سبق کړم
د دوی خولي زما په خوله وي
په یوه اواز يې وايې
که خوازه وي که تراخه وي
اخ بابا مې را په یاد شو
چې په سره اسپه به سپور وو
وو ملک د دغه کلي
د همت اواز يې خور وو
زما سترګي شي را ډکي
زما له توري وشي کرکه
زما بابا د توري ښکار شو
ده مې ویره له ټوپکه
زده کوونکي مي حال ګوري
راته ځير دي حق حیران دي
زده کوونکي څه پوهیږي
زده کوونکي ماشومان دي
بیا به خولي پري چوله نه کړي
که دوی پوه شي په دي باندي
چې دا ضد د بشریت دي
یا وژونکي د انسان دي