د نړۍ د بېلا بېلو کړکېچ ځپلو سیمو او هېوادونو نه انډونیزیا ته راغلي کډوال د دغه هېواد په مکاسار او جاکارتا ښارونو کې میشت دي. په دوی کې ډېری شمېر یې د افغانستان، عراق، ایران او سریلانکا دي.

د جون شلمه په مناسبت چې د کډوالو نړیواله ورځ ګڼل کیږی، د جاکارتا د ګایتي انسټیټیوټ په اندونیزیا کې د میشتو کډوالو په اړه مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کړل.

په دغه فلمونو کې د کډوالو وضیعت ته کتنه شوې. د هغوۍ ورځنې ژوند او د اندونیزیايی وګړو سره د هغوۍ ملګرتیا او اړیکې یې په تصویر کې کښلي چې د کلونو په لړ کې رامنځته شوي.

په دغه مستند فلمونو کې یو د افغان کډوال مصطفی او د هغه د ملګري یما په هکله دی چې دواړه په مکاسار ښار کې له کلونو راهیسې دې ته په انتظار دي چې د ملګرو ملتونو لخوا کوم دریم هیواد ته واستول شي.

مصطفی او یما دواړه د فوټبال مینوال دي. دوی وايی، د کار اجازه نلري، ښوونځیو ته نشي تلای او سفر هم نشي کولای، خو فوټبال ورته له دې ستونزمنو حالاتو څخه د تیښتې یوه لاره پرانستې ده او بوخت یې ساتلي.

دوی داسې وايي، د فوټبال لوبه زمونږ ډیره خوښيږي. دا زمونږ دپاره یوازی یو سپورت ندی بلکې داسې یوه بوختیا ده چی هره ستونزه او اندېښنه مو ورسره هیره شي. بس یوازي پر توپ او لوبو تمرکز کوو.