نس ناسته په ماشومانو كې د مړينې دويم عمده علت تشكيلوي، چې د بدن د اوبو او مالګو د ضاېع كېدو
امله رامنځته كېږي او همدارنګه د سوتغذي (خوارځواكۍ) لامل هم كېږي.
نس ناسته د نري (ابګين) غايطه موادو خارجېدو ته وايي، چې په ماشومانو كې يو معمول افت دى. يو ماشوم په كال كې د (3_5) د نس ناستې حملې تېروي. څرنګه چې په نس ناستې كې د مړينې واقعات ډېر زيات وي، نو يو شمېر ډېرې ساده لارښوونې كولاى شي د مړينې كچه راټيټه كړي، خو له بده مرغه ددې پرځاى چې د ناروغ ماشوم ضايع شوې اوبه او مالګې جبران شي، نس ناستې په يوه غلط مېتود د انتي بيوتيكو او نورو دواګانو له لارې درملنه كېږي، چې دا كار په يوه رواج بدل شوى دى او د ناروغ ماشوم د والدينو له خوا هم قابل د قبول ګرځي.
نس ناسته اكثراً د ګرمۍ په موسم كې چې د مكروبونو د ودې لپاره مساعد شراېط برابروي رامنځته كېږي، نوك ه چېرې په دې موسم كې اوبه او غذا له صحي شراېطو سره سم تهيه نه شي د نس ناستې لامل كېږي او همدارنګه تجربو ښودلې ده، هغه ماشومان چې د مور د شېدو په ذريعه نه تغذي كېږي، د هغو ماشومانو په پرتله چې د مور شېدې خوري، زيات په ناروغۍ اخته كېږي.
همدارنګه نوموړې ناروغۍ د يوې ټولنې له اقتصادي او اجتماعي شراېطو سره نژدې اړيكې لري، خو اكثراً ساده روغتيايي تعليمات ډېرې ښې نتيجې وركوي.
د نس ناستې لاملونه او د منځته راتلو مېكانېزم:
تقريباً په سلو كې (80) د ناروغۍ سبب ډول ډول ويروسونه او باقې پاتې يې بكترياوې، پرازيتونه او نور عوامل دي. د كولمو په جدار (ديوال) كې چې د مخاطې طبقې په ذريعه پوښل شوى ده، د Enterocyte په نوم حجرات موجود دي، چې وظيفه يې د غذايي موادو جذب او د مايعاتو افراز دى. كله چې دغه حجرات د ويروسونو په ذريعه په مستقيم ډول او د بكترياو د زهري موادو چې د Enterotoxin په نوم يادېږي، تخريبېږي، چې له تخريب شوو حجراتو څخه په زيات مقدار مايعات د كولمو داخل ته تويېږي، چې دغه عمل د افراز د زياتوالي (Hypersecretion) په نوم يادېږي. دغه نوموړي تخريب شوي حجرات په باالنفسهي ډول د (2_4) ورځو په موده كې ترميم كېږي، چې ورسره نس ناسته هم توقف كوي، خو دغه عمليه په سوتغذي ماشومانو كې ځنډېږي.
په نس ناستې كې عمده خطرات:
1_ له بدن څخه د اوبو ا ومالګې ضايع
2_ سوغذي
3_ له ډكو متيازو سره د وينې خارجېدل او Sepsis او وينې جريان ته د مكروب داخلېدل او تكثر يا زياتېدل.
د ناروغ ماشوم ارزيابي:
داخلي تاريخچه:
_ د ناس ناستې دوام د څومره مودې لپاره دى؟ او حاد دى كه مزمن (دوامدار) دى.
_ اّيا په ډكو متيازو كې وينه موجوده ده.
_ د ماشوم عمومي وضع څرنګه ده.
_ اّيا چمښلې شي.
_ ايا ماشوم خوبوړى دى
_اّيا اختلاجات (چاړان) موجود دى
_اّيا نور مشكلات ورسره يوځاى دي
_تبه
_ټوخى
_د غوږ درد
چې دا ټول د نس ناستې سبب كېداى شي.