داستادمحمدصدیق پسرلي شاعري له ګڼو ځانګړنو برخمنه ده، هم نازكخيالي په كې په څپو ده، هم حماسي ده، هم ژوند دى په كې او هم د لوړولو فكرونو او خيالونو لېږدونكې ،ولاندي غزلونوته يي ستاسودنظردمارغه الوت رابولم[هلال]
سترګي هم که نه وړي دنظرغوندي
خلاصې تڼۍ مه راځه دلمرغوندې
اورته یې دخپل هوس خړ مخی کړم
یو قدم پرواز هم دشررغوندې
چاوې لاس سورۍ نه ده مینادناز
غرق مي کړي له کیفه دساغرغوندې
وامي وریده زړه مګرښکالودنور
ویښ یې کړم له خوبه دسحرغوندې
پټ یې په سوداکي دوربل ښه یم
اخلم یې دزلفوباردسرغوندې
عشق مي دعالم په سمندرکي هم
ټولې ساتي پيڅې دګوهرغوندې
اوښکي مي رنګیني خاطرې دتا
نه مینځي دپيغلودګودرغوندې
خوښ مي شو پسرلیه طریقت دژوند
نیغه لارراښیي دمسطرغوندې
----------------------------
چي خولې یي دناکامو مچوخون په غاړه واخیست
ارام مي دزړه نوی شواخون په غاړه واخیست
اظهار دمحبت وم سوم په ستړي لارکي ستړی
دپښولویدلی وری په لاره شپون په غاړه واخیست
ښکلا که په هغومره لویي نازواخلي دمیني
څه پيټی دی یو خلی که جیحون په غاړه واخیست
دورکو لیونیانو په کیسه کي نه ووڅوک
تلاش دړنګو پلونو یي هامون په غاړه واخیست
ګلونه به خودوزي خاراوخس به روزل کیږي
ړندوچي مودسوی بڼ للون په غاړه واخیست
نازونه ورته پریږده چي ترمرګه یي کوهکن وړي
نازک تن دي شیرینې که ګلګون په غاړه واخیست
ژوندون ورباندي موږکړوپه اعدام باندي محکوم
وبال دفرصتونوکه ګردون په غاړه واخیست
پسرلیه له ایرونه به یي نه خوري بیا څوک
دځالوتحفظ موکه اورتون په غاړه واخیست
-----------------------------
څوک ورنه پوښتلای سی چي څه یي په زړه اوري ځي
نه ګوري چي چاته نازپه هسک اومڅکي پلوري ځي
ستاښایست مي هرښایست له سترګوغورځولی دی
اوښکې نه دي دامي له لیمونه ویلي ستوري ځي
یوپه تللی عمرپوري ما نه دی تړلی زړه
لمرهم چي تیریږي ورځ نوشاته شاته ګوري ځي
ورکه دومره ډيره هم راوستي نه ده زموږ نظر
ستوري په اسمان کي ګوښي ګوښي په ورک لوري ځي
پل درهنماپه پله که ږدي نو هم دیده یي ږده
پټي سترګي پټي خولي په نورو پسي سیوري ځي
هڅي که مویوزړه سوي منزل ته رسیدلای سو
سین ته وررسیږي چي نیزو نه پرله پوري څي
هرځای پسرلیه عبارت غوندي وي توریو کي
داهغه معنی ده چي ترپښولاندي يي توري ځي
----------------------
قفس ته كــــه مــــې واچــــوې بېباكه به درووځم
نــــاله به شـــم د خپل زړګي له چاكه به درووځم
د ســــترګو سياه مستې كه دې نور لږ لېونى كړم
له هـــــوشه به روپوش شم له ادراكه به درووځم
هغــــه وعده دې هېره شوه كه څنګه چې ويل دې
خــــوله بــــه د حيا شمـــه او پاكــــه به درووځم
كه ستا دعشق په لاره كې مې خاورې شول هډونه
انګــــور به شـــــم باده به شـم له تاكه به درووځم
ريدى به شمــــه داغ په زړه او سور كفن په غاړه
كــــه زمـــا بهاره راغلې نو له خاكه بـه درووځم
سپرلى به شم هرپل كه ږدې په غره او كه په سمه
ګــــلان به درنـــه ګـــرځوم بېــــواكه به درووځم
یادونه،،
پورتنۍ غزلي مي داستادله شعري ټولکي (دنی کوڅي )نه رانقل کړې