دزړونو او فکرونو اشغال.
ديموکراسي او د امريکا بهرنئ سياست.
د ديموکراسۍ وقفي وسايل.
ولې دا صندق ؟
پايله.
ولې د امريکا متحده ايالات نن په افغانستان او منځني ختيځ کې د ديموکراسۍ شعار پورته کوي ، ولې پخواني جمهور رئيس پر افغانستان باندې لومړۍ امريکايي حمله چې په کال ۲۰۰۱م د اکتوبر په اوومه پيل شوله د دايمي آزادۍ عمليات نوموي ، او ولې جمهور رئيس جورج بوش په خپلو بيانيو او ويناګانو کې دا خبره تکراروي چې د افغانستان اشغال يوازي د ديموکراسۍ د ارزښتونو د پلي کولو لپاره تر سره کيږي ، او ولي جمهور رئيس اوباما هم همدا پاليسي خپله کوی او د خپلو تيروشويو په پله پل ايږدي ؟ "ولې امريکا د ديموکراسۍ خپرول غواړي ؟" او وروستۍ پوښتنه ديموکراسي په اشغال پوري څرنګه تړاولري ؟ پهاسلامي او عربي نړۍ کې دا پوښتني د ديرو خلکو په ذهن کې راتاويږي .
دزړونو او فکرونو اشغال
که د امپراتوريو د تاريخ پاڼې واړوو نو هيڅ يو داسي نړيوال قوت به پيدا نکړو چې د خپلو ځواکونو معنويات يې په روحي او نظامي شعارونو باندي نه وي لوړ کړي او په عين وخت کې يې د خپلو دښمنانو په زړونو د مقاومت اراده نه وي ځپلی . د جنګونو په تاريخ کې چنګيز خان د بې منطقۍ اتل ګنل شوی دی ، او دزماني لوبځاي تر ده بل وحشتناکه شخصيت ندي پيژندلی ، د انساني تمدن او پرمختګ پر ضد يې خپل د وحشت نه ډک جنګونه پدې تبريرول چې ګواکې دا دالله تعالی د ارادې تمثيلول دي ، او خپل اوامر به يې پدې عبارت ختمول (منجو تنجري جوكندور) چه معنی يې دا ده "دا د الله تعالی د ارادې تمثيلولو دي".
د سياسي اهدافو او اقتصادي مصلحتونو او استراتيژيکو موخو د لاسته راوړنو لپاره نن ځينې اصطلاحات استعماليږي او په پای کې د نورو په کارونو کې د مداخلت لپاره استعماليږي، او دخپلو لاسته راوړنو لپاره برلاسي هيوادونه خپلو دښمنېزه پلانونو ته د اخلاقي اصطلاحاتو پوښونه ورکوي ترڅو وکولي شي فکرونو ته لاره پيدا کړي ، زړونه اشغال کړي ، دوجود اطراف شل کړي ، ضميرونه ذليل کړي ، روح ناپاکه کړي او وجدانونه مړه کړي .
لنډ پرون لويديځ راغي ترڅو د استعمار اصطلاح چې د رغوني او پرمختګ پر مدلول دلالت کوي پربيوزله ولسونو باندي د تسلط او دهغوي د ثروتونود غارتولو لپاره استعمال کړي ، چې د دې تګلارې په پايله کې د استعمار قرآني ټکي بد مفهوم ته واړول شو اود وژنې ،غارت ، برلاسي او اشغال معنی يې خپله کړه .
که ديموکراسي د انساني تمدن او پرمختګ توليد دی او ددې لپاره يې ځان ورته رسولی دې ترڅو په خپله پر ځان حکومت وکړي او دحکومت کولو اړوند استبدادي ډولونه له منځه يوسي ، خو نن له هغو سياسي اصطلاحاتو ځني شميرل کيږي چې تر ټولو ديره د تحريف او تشويه سره مخ ده آن تر دې چې اشغال او ديموکراسي ديوې سکې دوه مخونه ګرځيدلي .
ديموکراسي او د امريکا بهرنئ سياست
د امريکا سياسي شخصيتونه د جمهوريخواهانو او ديمکراتانو په ګوندونو کې سره لدې چې په ځيني مسايلو کې سره اختلاف لري خو پدې سره متفق دي چې په دريمه نړۍ کې د خپلو پلانونو د پلي کولواود برلاسي توب لپاره د ديموکراسۍ رواجول پلمه کړي چې په مقدمه کې يې اسلامي نړۍ او دمنځني ختيځ هيوادونه دي ، ځکه چې د ديموکراسۍ شعار د لويديځ ولسونه په داخل کې تير ايستلي شي او د ولسونو په نظر کې اشغال تبريروي ، همدا رنګه د اشغال قوتونه کولي شي لدې لارې د خلکو زړونو او فکرونو ته ورسيږي .
په کال ۱۹۷۰ م کې په کانګرس کې د ديموکراسۍ ګروپ وکولي شول چې د بهرنيو چارو د وزارت په چوکاټ کې د ديموکراسۍ او دبشر دحقوقو دفترپرانيزي ، همداراز پخواني ديموکرات جمهور رئيس جيمي کارتر هم د خپل بهرني سياست لپاره د ديموکراسۍ خپرول يوه مرسته وګڼله .
لدې وروسته جمهور رئيس رونالد ريګان راغي او د ديموکراسۍ لپاره يي دوقف ملي صندق تاسيس کړ، تر څو د بهرني سياست پر منګلو د وريښمين دستماغي رول ولوبوي ، لدې وروسته جمهور رئيس کلنټن راغي اود ديموکراسي خپرول يې د امريکا د پراختيا د استراتيژۍ له څلورواهدافو څخه دنړۍ په کچه وټاکه ، او رئيس جورج بوش خو د دې اصطلاح په استعمال کې اسراف وکړ ، په کال ۲۰۰۵ م د خپلې دويمې دورې په افتتاحيه وينا کې اعلان وکړ : د امريکا د متحده ايالاتو د ځمکې پر مخ د آزادۍ پاتي کيدل په ژوره توګه د ځمکې د سيارې د نورو برخو د آزدۍ له مصير سره تړلي دی ، او زموږ په نړۍ کې د سولې لپاره تر ټولو ښه هيله د آزادۍ خپرول په ټوله نړۍ کې دي . د دې حقيقت په اساس امريکا په هر هيواد او هرکلتورکې د ديموکراتيکو حرکتونو او مؤسسو سره مرسته کوي ، او زموږ وروستۍ هدف دا دی ترڅو استبداد له خپلې نړۍ نه ورک کړو (بوش۲۰۰۵/۱/۲۰) م اولدې وروسته ديموکرات جمهور رئيس اوباما راغي او ادارې يې د بهرنيو چارو وزارت په ممبر او په خپله رسمي پاڼه کې اعلان وکړ چې په نړۍ کې د ديموکراسۍ خپرول د امريکا د بهرني سياست له اساسي بنسټونو څخه دی .
د ديموکراسۍ وقفي وسايل
دامريکاحکومت يوازي د حکومتي او رسمي مؤسسو له لارې د ديموکراسۍ په خپرولو کفايت ونه کړ بلکه خصوصي مؤسسي يې جوړې کړې چې په خپلو کارونو کې د خپلواکۍ داوه کوي او هغه نړيوالې دندې تر سره کوي چې د امريکا رسمي او ديپلماتيکې ادارې ېي نشي تر سره کولای ،او هغه مؤسسې چې پدې هکله مشهورې شوې دی هغه : نړيوال جمهوري انستيوت ، د ديموکراسۍ ملي انستيوت ، د صناعتي مؤسسو کنفرانس ، او دنړيوالو خاصو پروژو مرکز ، او د ديموکراسۍ لپاره د وقف ملي صندق ، او دا وروستۍ تر ټولو ديره مشهوره مؤسسه ده .
د دېموکراسۍ لپاره د وقف ملي صندق خصوصي مؤسسه ده چې په کال ۱۹۸۳م کې دکانګرس د پرمان په اساس تاسيس شوه ، دا هغه دستګاه ده چې دعامې څارنې تر بنديزونو لاندی نده . او فرانسوي ژورنالست تيري ميسان پدې عقيده دي چې د دې مؤسسه غړي د امريکا د استخباراتو د شبکې پخواني غړي دي . او دا مؤسسه يو کال له تاسيس نه وروسته په هغو فعاليتونو کې ورګډه شوه چې افغنستان ته متوجې وو دا هغه مهال چې سړه جګړه ديره تنده وه .
په کالفورنيا کې د سنتا بار بارا په پوهنتون کې د ټولنيزو علومو يو نيکاراګوايي الاصل امريکايي استاذ واېې : دا مؤسسې په ټوله نړۍ کې اکثرا پيسي د ټاکنو د پايلو په تزور او دنظامي انقلابونوترسره کولو لپاره مصرفوي او دا هر څه د ديموکراسۍ د خپرولو د پلمه په اساس تر سره کيږي .او په وينزويلا کې د ځنينو وينزويلايي مؤسسو د نظرپه اساس ، د ديموکراسۍ لپاره د وقف ملي صندق په وينزويلا او هايتي کې د خصوصي مؤسسو سره مرسته وکړه تر څو د شافيز او ارستيد پر ضد انقلاب تر سره کړي ، د يادونې وړ ده چې د ديموکراسۍ لپاره دغه د وقف ملي صندوق په کال ۲۰۰۴م کې خپله بوديجه په افغانستان او عراق کې د ديموکراسۍ د پروژو دتمويل لپاره دوه برابره کړله .
ولې دا صندق ؟
د واشنګټن پوست ورځپاڼې په هغه ګڼه کې چې په ۱۹۸۲/۳/۱۴م خپړه شوي ده د امريکا د استخباراتو پخواني مسؤل وليم کولبي يو ځل دديموکراسۍ دترويج لپاره د ملي صندق د فعاليتونو اړوند دا خبره په ډاګه کړه چې "هغه څه چې پخوا موږ په پټه ټوګه ترسره کول اوس د دې موسسې له لارې هغه په ښکاره ډول تر سره کولای شو" . "او آلن وينشټاين په کال ۱۹۹۱م کې چې د ديموکراسۍ د خپرولو د ملي صندق څارونکئ دی اعلان وکړ نن دير داسي څه موږ تر سره کوو چې ۲۵ کاله وړاندي د استخباراتو د شبکې دنده ګڼل کيده".
د ديموکراسۍ لپاره د ملي صندق رئيس کارل جرشمن په يوه خبري ناسته کې چې ۱۹۸۶/۸/۲۹م ترسره شوه په روښانه ډول داسي څرګندونه وکړه : د تمدن او پرمختګ او دمعلوماتو په عصر کې ممکنه نده چې يوازي د نظامي قوت له لارې ثبات ،استقرار، امن او ملي مصلحت تر لاسه کړو بلکه په تشويق او ترغيب چې پدې زمانه کې مؤثر رول لري او پکار ده چې د نورو خلکو فکرونو او ارادو ته د رسيدلو لپاره خپل قدرتونه پياوړي کړو .. پکار ده چې په نړۍ کې د ديموکراسۍ د خپرولو شعار زموږ د مهارتونو بنسټ وي .
دبهرنيو چارو په وزارت کې د پلان ګذارۍ او پروګرام ايښودلو د دفتر نايبه بار بارا هيج کانګرس ته په يوه ناسته کې چې په ۲۰۰۳/۱۱/۱۹م تر سره شوه وويل : " د ديموکراسۍ لپاره دوقف ملي صندق هغه افکار ، ارزښتونه او ډوډونه پياوړي کوي چې په افغانستان کې د بازار ديموکراسۍ تضمين کړئ شي – د امريکايي برلاسي توب لپاره په نړۍ کې نن دوې پاليسۍ دي يوه ديموکراسي او بله د آزاد بازار سياست ، او د بازار ديموکراسي په افغانستان کې هم د دې مفهوم په رڼا کې څرګنديدلي شي ـ او اضافه يې کړله : زموږ موخه د هغو ګروپونو سره مرسته کول دي چې مالومات نقل کړی شي او د ښو خلکو سره پيژندګلونه پيدا کړي ! .
پايله
موږ نشو کولی چې د امريکا په بهرني سياست باندې يوازي د رسمي څرګندونوله لارې چې د سپيني ماڼۍ او د بهرنيو چارو له وزارت نه صادريږي ځان پوه کړو ، خو د امريکا د بهرني سياست د پوهيدو لپاره اساس دا دی چې موږ هغه څه وګورو چې امريکايان يې په عملي توګه تر سره کوي نه دا چې د دوي خبرو ته غوږ کيږدو . د امريکا دبهرنيو چارو په وزارت کې د پلان ګذارۍ د دفتر پخوانی رئيس جورج کنان وايي : د امريکا په بهرني سياست کې ديموکراسۍ د حقيقي مفهوم په اساس يوه ورځ هم کوم ارزښت نه درلود .
په لاتيني امريکا کې د ديموکراسۍ انقلاب دکتاب مؤلف هاورد ويراد وايي : " د ديموکراسۍ ژبه د يوه پله په څير استعماليږي چې زموږ د استراتيژيکو مصلحتونو او امنيتي انديښنو تر منځ رابطه جوړوي ... دديموکراسۍ دخپرولو اجنډا يوازي يوه سرپوښ دی چې موږ کولي شو خپل استراتيژيک اهداف ترې لاندې پټ کړو" .
ديموکراسي او اشغال دوه ضدونه دی چې نه سره يو ځای کيږي لکه خير او شر لکه رڼا او تياره نو دا دوه متناقض بنسټونه نشي يو ځای کيدلی . ديموکراسي هغه بنسټ دی چې د ارادې آزادي پکښي راښکاره کيږي ، چيرته چې اشغال دا آزادي کلابندوي . ممکنه نده چې ديموکراسي د ولسونو په ذليلولو او سپکولو او دولسونو د ارادې په سلبولو پلې شي .
د امريکا متحده ايالات غواړي خپلو استراتيژيکو اهدافو ته د ديموکراسۍ د خپرولو دشعار په ذريعه چې دير جذاب شعار دی ځان په کم لګښت او لنډه لاره ورسوي . نړۍ نن ديوه بل ډول جنګ سره مخ ده ، داسي جنګ چې پکښي د ولسونو د زړونو او فکرونو اشغال د ځمکې د اشغال لپاره اساسي ګام ګڼل کيږي .
دا ديموکراسي چې امريکا په سيمه کې ورنه خبري کوي او په نړۍ کې يي د خپرولو لپاره هڅه کوي دا دمداخلت او داشغال دپروژې يوه داسي برخه ده چې د بې ۵۲ الوتکو او توماهوک ټوغونديو څخه زياته نړونکې وسيله ده .
د ديموکراسۍ د خپرولو بنيادي موخه دا ده تر څو داسي نوي سياسي شخصيتونه پيدا شي چې د خپلو امتونو له تمدن او فرهنګ نه پردي وي او دوی ته حکومتونه په سيمه کې وسپارل شي ، او داسي رسنيۍ ايجاد شې چې همدوی ته ډول ووهي او ولسونه دې ته تيارکړي ترڅو د دوی د چپني تر سيورې لاندی ټول شي ، او يوه طفيلي طبقه پيدا شي ، او يوه مؤدبه او بلده مدني ټولنه جوړه شې ! او په پای کې کلتوري ټولنې او سياسي احزاب او ميرمنيزې مؤسسې جوړې شې چې مسؤليت يې د ديموکراسۍ په تمثلي پارچه کې د ديکور يشن نه پرته بل څه نوي .
دا ممکنه ده چې د ديموکراسۍ د خپرولو شعار د اشغال دمشروعيت لپاره او د هغه نظام لپاره چې ددې اشغال په پايله کې منځ ته راځي د يوه پوښ په څير استعمال شي ، همدا راز کيدلای شي چې د حاکم نظام پر ضد د حقيقي او رښتيني مقاومت مخنيوی وکړی . اود ديموکراسۍ شعار کيدلای شې چې په نړيوال اقتصادي نظام کې د ورګډيدو لاره اواره کړي او په نړيوال راسمالي نظام کې ټول ذوب شي .
نو آيا د نړۍ آزاد خلک به د اشغال د ديموکراسۍ حقيقت په ډاګه کړای شې ، اود اشغال نه به ديموکراسۍ ته نجات ورکړاي شي ، څرنګه چې دوي د خپلو ځمکو د آزادۍ لپاره زيار باسي ؟ .
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني .
داشغال له ديموکراسۍ نه دديموکراسۍ تراشغاله
داشغال له ديموکراسۍ نه دديموکراسۍ تراشغاله