خپلواكه نړۍ په افغانستان كي هم خپلواكه ده
خپلواكه نړۍ د هغه استعماري هيوادونو نوم دي چى د تاريخ په اوږدو كي يى د انسانيت په ضد بي شميره جرمونه كړي دي , خپلواكه نړۍ هغه نړۍ ده چى په وروسته پاتي هيوادونو كي خپل ارزښتونه په هر قيمت خپروي , خپلواكه نړي هغه نړي ده چي كه څوك په مسالمت آميزه شكل د دوي ارزښتونو ته غاړه كي نږدي نو د الوتكو او توپونو اوبمونو په زور خپل ارزښتونوپرې پلي كوي , خپلواكه نړي هغه نړۍ ده چى د انسانيت په ضد دځمكه په مخ په وژنه او هر ډول جرم كي خلاص لاس لري , سپين ژيرى – ښځي كوچنيان په بيرحمانه ډول وژني , خپلواكه نړي د نورو هيوادونو ترځمكه لاندي ثروتونه د خپل اقتصاد د پياوړتيا لپاره غارت كوي , خپلواكه نړۍ ولسونه له خپلو استوګنځايونوڅخه ليږدوي لكه چى په فلسطين ويتنام- عراق- افغانستان .......كي.دا تګلاره پلى شوه ترڅو بي وطنه او بي پناه خلك پيدا كړي او بيا يى پالنه او روزنه په غاړه واخلي, په دښتوكى ورته كيږدى ودروي اود خپلى لويه موسسه (( ملګري ملتونه )) له خوا يى پالنه په غاړه واخلى ځكه چى خپلواكه نړۍ په بي وطنه او بي پناه خلكو زړه سوى لري , د خپلواكى نړۍ تاريخ له جرمونو ډك دي خو بيا هم په ځان باندى د خپلواكى نړۍ نوم ايږدي !! .
خپلواكه نړي اوس مهال په اسلامى نړۍ كى له خلكو څخه خپله خپلواكي اخلي تر چو په بدل كى ورته د لوديځ ديموكراسي ډالى كړي , هغه ديموكراسي چى له خلكو څخه فكري او روحي آزادي اخلى , هغه ديموكراسي چي په ټولنه كى له خپلو ارزښتونو سره سم ټولنيز پوهنيز او كلتوري مركزونه جوړوي , او د ټولني قلمونه ورځپاني او رسني په خپله قبضه كى راوستل غواړي , او په ټولنه كي د يونسكو له لارى كار كوي .
كه په افغانستان كى د خپلواكى نړۍ جرمونه او كرغيړنه تګلاره وڅيړو نو كيدي شي چى د ا مقاله ديره اوږده شي چى عادتا خلك اوږدى مقالي نه لولي , خو په مختصره توگه هغه اته كالونه چى افغانستان د لوديځ د ديموكراسى په كرغيړنه غيږ كي تير كړل دير د كړاو نه ډك او ځورونكي كالونه وو , پرته له بربادي څخه د افغانستان درديدلى ملت نورڅه ونه ليدل , شپه او ورځ د افغانستان په ملت باندي درانه درانه بمونه راوريږي , د خپلواكى نړۍ ځواكونه هر وخت چى وغواړي د خلكو كورونو ته ور ننوځي , او به بيرحمانه شكل د خلكو ژوند تهديدوي .
خو دا جګړيزه تګلاره دومره خطرناكه نده چى په افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو كي په لاره اچول شوي ده , او دا دي هغه ستر پلان يو وړه برخه ده چي د استعمار دولتونو د اسلامي نړۍ په ضد برابر كړي ده , ځكه چى د ا جګړيزه تګلاره خود بخود د مقاومت احساس په خلكو كى را ژوندى كوي , څرنګه چى اشغالګر ځواكونه اوس مهال په افغانستان عراق ......كي ور سره لاس ګريوان دي , او هغه ولسي پاڅون را ژوندى كوي چى د يرغلګرو خوزښت نا شونى كوي .
د خپلواكى نړۍ ديره خطرناكه تګلاره هغه فكري او كلتوري يرغل دي چى غواړي د ټولنى فكري او ټولنيز بنسټونه د خپلى موخى لپاره استعمال كړي , او هغه مطبوعاتي وسايل په خپله ولكه كى راولي چى د ټولنى په جوړښت كى خورا د اهميت وړ دي , دامريكا دالر نن په دي رابطه په افغانستان كي دير كار كړى دي دير قلمونه او ورځپاني او رسني يي اخيستى دي , هغه خوبونه چى د ديموكراسي پلويانود افغانستان كړيدلى ملت لپاره ليدلي وو د اتو كالونو په اوږدو كي پرته له بربادى او وحشت څخه بل تعبير نلري .
خپلواكه نړۍ ولي په اسلامي هيوادونو او وروسته پاتى هيوادونو كي جګړيز كشمكش په لاره اچوي؟ سره لدي چى دا جګړيزه تګلاره يي له ستونزو سره مخ شوى ده , خو په دي تګلاره كى يوه خورا مهمه پايله نغښتى ده , طبيعي خبره ده چيرته چى جګړيز كشمكش وي له هغه هيواد څخه خلك مهاجر كيږي , او دا هم د يادونه وړده چى انسان د نفسي خواهشاتو په اساس د ژوند په اسنتياوو پسي لالهاند وي , او هغه د ماديت د ارتقا له امله چى كومي دروازى د بشريت په مخ په لوديځ كى خلاصى شوي , او له همدى امله د لوديځ ماده پرست تهذيب او تمدن كشش اوجاذبيت پيدا كړي , نو د ټولو مخه لوديځ ته شوي ده , زموږ د ټولنه پوهان – وتلي انجينران – وتلي داكتران ...... و توانمنده ځوانان ټول د لوديځ په پرمختګ كى مشغول دي او د غرب د پرمختيا لپاره كار كوى ځكه چى زموږ په ټولنه كى امنيت نشته , او زموږ او د اسلامى نړۍ امنيت هم همدغى خپلواكى نړي ګډوډ كړي دي , تر څو زموږ فكري تواناي د دوي په ګټه مصروفه وي پځاي د دي چى په خپلواسلامي ارزښتونو فكر وكړو , او خپل هويت اوشناخت ولرو .
عبدالرحمن فرقاني