افغانستان يوځل بيا د روسانو اوغرب دآزمايښت ډگر

 

 

 

د رياست جمهورى د ټولټاكنود رانييږدى كيدو سره سم دافغانستان په سياسي فضا كى دبدلونونوبهير هم گړندي كيږي, چه دهرى ورځى په تيريدو سره د كانديدانو تر شا ولاړ خارجي قوتونه هم پيژندل كيږي او ډيري شمير هغه كانديدان چه رياست جمهوري ته نومول شوي د تلويزوني مركو په ترڅ كي كومي مشخصي او روښانه تگلاري نشي ولاندي كولاى , آن تردي چه د سياسي پوهي له لحاظه دومره ناتوانه دي چه د اكثريت سياسي  مفاهيموله څيړلو عاجزوي , چه ورو ورو به د هغو كانديدانو په سياسي خوزښت كي مضمحل شي , چه د غرب يا روسانو پلويان دي , او د روسيه او غرب حما يت يي تر لاسه كړي دي .

په ظاهري شكل عام تصور دا  دي چه گواكي روسانو له افغانستان څخه د وتلو په مهال خپل شتون ته په افغانستان كى د پاي ټكى كيښود , او د افغانانود پياوړي مقاومت په نتيجه كى د افغانستان څخه وتلو ته مجبور شول .

خو دي يو شمير سياسي كارپوهانو په اند روسانو په افغانستان كي خپلي مورچلي آبادي او ژوندي ساتلي دي , او د غرب دي ښكار لپاره يي په افغانستان كي خپل سياسي امتداد ژوندى ساتلي دي , او د دي امتداد نښي نښاني د هغو كانديدانو سياسي خوزښت دي چه د روسيه ,هند , ايران د سياسي مثلث  له مادي او اقتصادي حمايت څخه برخمن دي او دغرب پلووه كانديدانو په وړاندي رياست جمهوري ته نومول شوي دي

كه څه هم د روسانو له وتلو وروسته غرب د افغانستان سياسي واك د خپلو پلويانو په ولكه  كى راوستي دي , خو د تيرو شويو څو كالونو نظامي اوعسكري خوزښت او لاسوهنه په اسلامي ملكونو كي غرب له كړاونو سره مخ كړي دي , چه په ښكاره توگه عراق افغانستان پاكستان يادولي شو.

 

يوشمير سياست پوهان په غربي نړي كى راولاړ شوي اقتصادي بحران چه په دير سرعت اوچټكيا دنړي نورو ملكونوته وغزول شو ,هم د دي عسكري او نظامي خوزښت پايله ښي , اوپدي هكله د هغو مادي لگښتونو هغه رپوتونه په گوته كوي چه د غربي څيړنيزو مركزونوڅخه خپاره شوي دي , د ياد وړده چه په كومه كچه دغربي نړي اقتصادي سيستم د اقتصادي بحران له امله كمزوري كيږي په هغه كچه روسيه د خپل اقتصاد د پياوړيدو هڅه كوي , چه ظاهري شواهد هم د روسيه د اقتصاد د ودي پخلي كوى .

 

دا خو ښكاره ده چه د غرب د مادي او نظامي كمك اومرستى په نتيجه كي چه له افغانانو سر يي وكړ روسان په افغانستان كي له كړاونو سره مخ شول او بالآخره وتلو ته اړ شول , نو خامخا به روسان دى  انتقام فكر په سر كى پالي او دي هدف ته د رسيدو لپاره يى د افغانستان سياسي گردآب په ديره سادگي غرب ته په ظاهري شكل پريښود , او په ديره اوښياري او زيركي يي خپل پلويان وروزل , د وتلو سره سم يى په هغو ډلو كي چه د دوي په وړاندي يى مقاومت كاوه پلويان پيدا كړل , او تر خپل سياسي مادي او نظامي پوښښ لاندي ي راوستل  .

 

روسان كوښښ كوي تر څو په روانو ټولټاكنو كي يو بل گام د غرب دي راپزولو په هكله واخلي, او خپل سياسي پلويان تر خپله توانه په دي ټولټاكنو كي و گماري , او كوښښ كوي ټول هغه امكانات ورته برابر كړي چه د دوي رسيدل واك ته او يا شريكيدل په كښي نغښتي وي , او غرب ته د افغانستان ديرغلگرو په مقبره كي يو بل قبر وكني  .

ديو شمير كار پوهانو په اند غرب په افغانستان كي د روسيه له پلان سره سم ښكيل شوي دي , او غرب ته په افغانستان باندي يرغل او تجاوز له تظامي لحاظه دير گران اودروند تمام شوي , د هرى ورځي په تيريدو سره له ستونزو سره مخ كيږي , پدي هكله هغه د نظامي اكمالاتو لاري غرب ته ديرى د اهميت وړ دى چه دروسيه دسياسي تحرك له امله ورته پكښي خنډونه را برسيره شوي دي , كله چه روسان وتوانيدل په قرغيزيستان كى د امريكايانو هوايى اډه وتړي ,  چه غرب ته ديره د اهميت وړ وه .

بله هغه د اكمالاتو لاره ده چه د پاكستان د خاوري په اوږدو كي افغانستان ته د دولت د مخالفينو تر نظامي بريد لاندي ده , او ددي لاري په اوږدو كي غربيانو ته دير زيان اړول شوي دي , دا هغه سياسي لاملونه دي چه د روسيه د سياسي خوزښت په نتيجه كى غرب ته خلق شوي دي , او غرب يي له يوه حقيقي گواښ سره مخ كړي دي.

 سربيره په دي داسي تصور هم شته دي چه گواكى روسان توانيدلي دي چه دغرب پلوه كانديدانو په سياسي او اداري جوړښت كي خپل پلويان ورگډ كړي , تر څو د سياسي لحاظه د افغانستان د سياسي نقشي څخه وتلي نوي , او د راتلونكي سياسي اداره په تصميم كي شريك يا څه نا څه خبر وي .

 دغرب پلويان چه دتيرو 8 كالونوپه اوږدو كي دافغانستان په سياسي چاپيريال دغربي ديموكراسى په پلي كولو كي پاتي راغلي  له يوه حقيقي گواښ سره مخ دي , چه دهرى ورځى په تيريدو سره دافغانستان دمظلوم ملت اعتماد له لاسه وركوي .

 

د بيوزله افغانانو هيله له كانديدانو څخه دا ده چه نور ددي باتور ملت بچيان پردو ته گرو نكړي او د خپل ملت په حال ورحميږي , او دي وطن ته اخلاص او صداقت وښي , ا ود خپل ملت سره دي دوستي او خپلوى وكړي چيرته چه له پردو سره دوستي كوي .

 

                                     

 

                        ليكنه : عبدالرحمن فرقاني