لوی څښتن په نړۍ کې په میلیاردونو خلک پیدا کړي دي. په لکونو قومونه یې د نړۍ پر مخ خواره کړی دي او په میلیاردونو څېرې یې یو له بله توپیر کړی دي، تر څو یو له بله یې توپیر وشي. 

دغو خلکو او قومونو بیا د نړۍ جغرافیه د قوم او ملت پر بنسټ سره وویشله، سلګونه هېوادونه یې پکې جوړ کړل او هغوی ته یې د خپل ملت او یا قوم نوم ورکړ. د بېلګې په ډول که موږ د ارمنستان نوم اخلو نو سم د لاسه پوهیږو، چې د ارمنیانو هېواد ارمنستان یادوي، یا هم څوک د روسیې څخه بحث وکړي نو، پوهیږو چې د روسانو هېواد ښیي. 
همدا شان ، تاجکستان، قرغززستان، سعودي عربستان، هنوستان، بنګله دېش، مالیزیا، جرمني، انګلستان، مصر... 
دلته مطلب دا دی، چې هېوادونه د قومونو او ملتونو په نوم جوړ شوی دي، چې ځان ته جغرافیه، تاریخ او ویاړنې ولري.  
اوس راځو دې ټکي ته، چې ( پاکستان کا مطلب کیا هې )، پاکستان په کومو اصولو او په کوم بنسټ جوړ شوی دی، دا نوم څه مانا لري، ولې ورته پاکستان ویل کیږي؟ 
د ۱۹۴۷ کال د مخه چې ګاندي او نور ملګري یې د هندوستان د خپلواکۍ هڅې کولې، محمد علي جناح هم د انګریزانو په اشاره د دوی ملتیا کوله. هندوستان چې ازادېده، په سیمه کې انګرېزانو خپل زهر وشیندل او څو هېوادونو ته یې سم سردردی پرېښود. د هندوستان یوه برخه خاوره یې د پاکستان په نوم ونوموله، کشمیر یې دوه ټوټې کړ، نیم یې پاکستان ته ډالۍ کړ. بنګله دېش یې په پاکستان پورې وتاړه او د افغانستان په زړه راښکل شوې فرضي کرښې کوزه برخه یې هم په پاکستان پورې وتړله چې په اوس کې یې د هندوستان او افغانستان لپاره د یوه ناعلاجه رنځ په ډول په سیمه کې نه یواځې دا دوه هېوادونه دردوي بلکې د نړۍ لپاره هم د زړه درد جوړ شوی دی. هغه وخت چې انګریزانو دغې اوسني پاکستان ته نوم لټاوه، د قوم او ملت نوم یې ځکه نه شو ورکولی چې د دې خاورې خلک او خاوره هندوستان او افغانستان  ته منصوب وو. چې دواړه جلا هېوادونه دي. توافق پدې شو چې پاکستان به یو ډېر ښه نوم ځکه وي، چې دا خاوره پاکه شوه، خو له چا پاکه شوه؟ 
په همدې خاوره کې همدا خلک اوسېدل، د دوی پلرونه او نیکونه پکې اوسېدل، ایا دوی ناپاک وو؟ 
که ناپاک وو نو د نیکونو او پلرونو اولاده کله پاکه بللی شو؟ 
د ناپاکې چینې ناپاکې اوبه راوځي او همدا بنسټیزه خبره صدق ځکه کوي، چې پاکستان تر اوسه هم په سیمه کې ناپاکي او رنځونه پاشي. د ترهګرو ډلو د روزنې، تجهیز، پاللو، اوبه او خواړه ورکولو منځی کوم بل ځای نه، پاکستان دی، په یو پاک هېواد کې ناپاک کارونه کله کیږي، که کیږي نو ناپاکستان یې بللی شو. 
د کعبې او د ټولو عربي هېوادونو امامان د افغانستان جګړه فتنه بولي، خو د پاکستان ناپاک ملا یې جهاد بولي، دا کار یو پاک ملا نکوي، ملا ته یې هم ناپاک ځکه ویلی شو، چې اسلامي نړۍ یوه کوي او د ناپاکستان ناپاک ملا بل څه. 
اسلامي نړۍ مسلمانان په یوه ورځ په متحد ډول روژه او اختر کوي خو د پاکستان ملایان دا کار نه کوي، دوی، دواړه نورې ورځې ټاکي، اوس دا کړنه پاک خلک کوي؟ 
۷۱ اویا کاله کیږي چې پاکستان په جعلي ډول د نړۍ په نقشه تپل شوی دی، یو اویا کاله یې یو د شریعت مطابق اساسي قانون جوړ نکړ، چې اوس هم د انګریزانو د وخت قانون پکې پلی دی. اوس هم د جمعې ورځ نلري، دوی یې د ناسلامي تفکر زېږنده، یکشنبه یا یونۍ رخصت وي. 
اوس یې په پنجاب کې څوک روژه نه پیژني او د نیولو خلک یې پټانان یادوي، ایا دا غیرې شرعي کارونه پاک خلک کوي؟ 
اوس هم د هېرا منډيي قانوني فعالیت کوي، ایا په یو پاک هېواد کې داسې د فحاشۍ منځځایونو ته د فعالیت اجازه ورکول کیږي؟ 
په سینما ګانو کې یې لوڅ او بربنډ فلمونه د ټولو په مخ کې لیدو ته وړاندې کیږي، ایا په یو پاک هېواد کې داسې کړنې کیږي؟ 
ملایان یې په رڼا ورځ د شرابو په نشو کې په ټلوېزیونونو ښودل کیږي، سړي یې د یو او بل سره رسمي ودونه کوي او په تصویري رسنیو کې ښودل کیږي. نایټ کلبونه، ډیسکو ګانې، د شرابو کارخانې.... یې شمېر نلري. 
بله مسله د تاریخ ده، چې هر هېواد باید تاریخ او تاریخي ویاړنې ولري. دوی زموږ تاریخ او تاریخي ویاړنې تدریسوي، ځکه دوی خپل کوم تاریخ او ویاړنې نه لري، که نه په راکټونو به یې د غوري، ابدالي او غزنوي نومونه نه ایښودل.  
اوس نو ویلی شو، چې هغه هېواد، چې نه په اسلامي اصولو برابر وي، نه په انساني قواعدو ژوند کوي او نه هم تاریخ لري، نه هم ویاړنې لري، بس یواځې یو څه لري، هغه دا چې د سیمې او نړۍ لپاره د ناپاکو موادو تولید کوي، نومولی یې شو ناپاکستان.