د قلندر مومند د یوه نظم تنقیدي تجزیه ــــــــــــــــــ فیصل فاران
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لکه یو ستړی مسافر تکه توره شپه کښې
د خپل منزل په تکل سترګې د سبا ته ګوري
او ناڅاپي توري وریخې په اسمان خورې شي
اطراف ترې ورک شي شپه یې واخلي هرې خواته ګوري
یا د صحرا یو جل وهلی د اوبو په تمه
د مارغه پرپسې رادرومي نخلستان ته راشي
چې ناګمانه بیا سته وشلېږي بوکه ډوبه شي
او څو ازغي یې د زړګي تل نه زبان ته راشي
دغسي ستا د رفاقت په باچایي لاره کښي
زه بې اسرې بې وسیلې او بې اشنا پاته شوم
چي د امېد آب حیات یې په جهان وېشلو
لکه د خضر په ظلماتو کښي تنها پاتي شوم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لومړي بند کښي تکه توره شپه راغلې ده چې پښتو کښې د (تک) ټکی د انتهايي کیفیت یا حالت ښکارونه کوي لکه تک سور،تک زېړ،مطلب بېخي سور یا بېخي زېر ځکه تکه توره شپه مطلب شوه بېخي توره شپه،لکه د اردو والا وايي (هات کو هات سجهایې نهی دیتا).دې ته د اماوس شپه ویلای شي چې ستوري ،سپوږمۍ هیڅ هم په اسمان نه وي لکه غني خان چې د تکي توري نه هم د کمي درجې یانې د تورې شپې په پاب لیکي:
دا توره توره شپه راغله نه ستوري نه سپوږمۍ شته
نو بیا داسې شپه په اسمان وریځي خورېدل لیدل د واقعیت له رویه غلطه ده.دلته شاعر په دې هم سر نه دی خلاص کړی جې د سبا سترګه محاوره لمر د پاره استعمالیږي،نو تکه توره شپه کښې د منزل په تکل لمر ته کتل بېخي د عقل او فهم نه لري خبره ده .البته پخوا به د ستورو نه ضرور قافلو د سفر د سمت تعین کولو،خو چونکه دلته شپه د وړومبي سرنه تکه توره ښودلې شوې ده ځکه د دې مناسبت هم نه جوړیږي.دلته د( شپه یې واخلي) ژبه هم د ځان نه تندې په مخه واخیسته تناظر کښي جوړه شوې ده او هم دغه وجه ده چې د تلازمه خیال له کبله دویم بند کښي د تبارو او شپې له مخه یې د تندې او صحر ذکر راغلی دی.
په دویم بند کښې د(رادرومي) په ځای (وردرومي) لیکل پکار وو او دغه تناظر کښي نخلستان ته راشي غلط دی.دا داسې ښکاري لکه خبره کونکی دلته د خپل کیفیت په ځای د بل مشاهده بیانوي حالانکه ړومبی او اخري بند کښې لیکونکي خپل کیفیت بیانول غواړي.خو دلته دې بند کې واضحه د قافیې او ردیف جبر ښکار شوی دی.دې کې نخلستان ته د ورتلو نه پس د بوکې غورځېدو ذکر بېخي ناڅاپه راغلی او مینخني کړی صورت په کې ښکاري خو ددغې بې ربطې وجه دا ده چې په دې نظم کې شاعر په ځان دا فرض کړي دي چې هر بند کښې به څلور څلور مصرعې وي،نتیجه کښې دغه هنري پابندي پوره شوه خو دې سره د دویم بند واقعه نیمګړې شوه او بې ربط انداز کې راغله.هم دغسې (زبان ته راشي) هم د ګلستان ته راشي په مناسبت محض قافیه پیمايي ده چې په کې د ( ژبه ازغي ازغي شوه) موشاده ورانه کړې شوې ده.دا محاوره د ډېري تندي په وخت ویلی شي.اردو کې هم د دغه قبیل محاوره(حلق مې کانټې پړنا) ده.دلته قلندر مومند صیب ته هغه د (ازغي زړه کې ماتېدو ) والا شعر هم رایاد شوی دی.ګوندي دلته د زړه د تل نه زبان ته د ازغو د راتلو هیڅ موقع مناسب نه ښکاري.(زبان ته راشي) بېخي داسې ژبه ده لکه څوک هندکو ویلو والا نوې نوې پښتو ژبه زده کوي.
دریم بند کې وړومبی مخاطب موجود ګڼلی شوی خو بیا غایب ښکاري.دې کښې بې اسرې ،بې وسیلې او بې اشنا محض د سېلابي بحر کوټه پوره کولو دپاره راوړل شوي ترکیبونه دي.بې اسرې او بې وسیلې :: ځان له روزمره ضرور ده خو بې اشنا سره په یوه معنا کښي په لګېدو روزمره نه ده پاتې شوې.دغسي (اب حیات وېشلو) بېخي غلطه ژبه ده.پښتو کې داسې ترکیب چې په کې مخکې مذکر واحد او وروسته مونث جمع ټکي وي، د امروزې ژبې له رویه یې صیغه په وروستي ټکي راوړلې شي.لکه د سیند اوبه دي،د چینې دېوال دی،د کور دروازه ده،د نجلۍ کتاب دی،د اوبو چینه ده،د ګل وږمه ده او د دې او عام اصول په رڼا کښي آب حیات ویشلو ژبه غلطه ده،چې واحد مذکر صیغه په کښې مذکر آب ټکي ته اوړېدلې ده یانې دلته د وېشلو په ځای ویشلي په کار و او که په دې د چا زړه اوبه نه څکلې نو د شعري ژبي له رویه په قاعده کښي راوستولو له پاره دا مصرعه داسې هم کېدای شوای چې ( د امید آب حیات به یې ویشل په جهان).
دغه بند په تلمیحاتي حواله هم غلط دی یاني دې کې دا تصور دی چې خواجه خضر په ظلمات کښې ولاړ ی او په خلګو باندې آب حیات وېشي حالانکه خبره دومره قدرې ده چې هغه مجمعه چې کوم ځای د جیوان چینه وي،د دې نه دا مطلب اخیسته چې هغه دلته عشره محرم کښې د شیعه ګانو غوندي آب حیات سبیل لګولي وي بېخي غلط تصور دی.
د دې نظم دولس مصرعو کښي وولس مصرعې (لکه،د،او،یا،چې،دغسې،زه،چې لکه په شان) غیر مجرد تعقل لرونکي ټکی خبره په زور په مخکي بوتللو له پاره راوړلې شوې چې د شاعر کمزوری تخیل په ګوته کوي.
ــــــــــــــــــــــــ
دا لیکنه د ښاغلي فیصل فاران له اثر ( تنقیدې فیصلې) څخه راخیستل شوی.