زما مينه شهيده شوه ناول يولسمه برخه
ليکوال او رالیږونکی : شکورالرحمن حميدي دولس غږراډيودنشراتومدير
وړانګه چې کورته دننه شوه زړه مې ډير تنګ شو يوه شيبه مې زړه د وړانګې څخه جدايي نه غوښتله وړانګه اوس له مانه ډېره لرې نه ده يواځې دکور په ديوالو رانه پناه ده دهغې هره خبره مې په زړه د سپوږمې د وړانګو په څير د خنجر په څير لږيږي د وړانګې هغه خبره خو مې بيخي زيات زړه تخنوي چې جانه اى جانه زه له تاسره مينه لرم يوه شيبه خو مې له ځانه سره غلي غلي وژړل ما ويل وړانګه خو دا دوه شپې دلته ده سبا يا بل سبا به ځي بيا به څه کوم.
د وړانګې بيلتون اوس راته ډېر سخت وو له ما يې هرڅه اوس هير کړي وو کله به مې سر په زنګون کيښود کله به پورته شوم په حجره کې بۀ مې قدم واهه زړه مې هيڅ قرار نه کاوه يو ځل بيا په دواړو پښو کښېناستم سر مې د زنګنو په منځ کې کيښود بې اخيتاره مې دخولې دا لنډۍ را بهر شوې.
زړ مې نري درزونه وکړل
لکه ديوال چې زلزلې وهــــــــــــــــــلى وينه
زړه مې دورانې کلا برج دى
دغم چنچڼې په کې ځـــــــالي جوړوينه
تنور چې تود شي اخر سوړ شي
زړه چې مين شي هميشه لمبې وهينه
مينې دې داسې ليونی کړم
لکه سوالګر ديوال ته شپې سبا کومه .
ماته به د وړانګې سپوږمۍ ته ورته څيره، لمر ته ورته تندى ،له نشې ډکې سترګې ،پسرلي ته ورته موسکا، تکې تورې شپې ته ورته زلفې،له خماره ډک باڼوګان سترګو سترګو ته کيدل يوه شيبه مې هم له زړه او ذهنه ايخوا ديخوا نه کيده وړانګې زه د ژوند په معنى پوه کړم وړانګې ماته مينه اوښوده وړانګې زه د ژوند په خوږو ترخو پوه کړم زه لا په همدې سوچونو کې وم چې عبدالله او زاهد دواړه حجرې ته را دننه شول ما جيب ته لاس کړ دسمال مې راويست سترګې مې پاکې کړې خو بيا هم زما سرې سترګې دوي وليدې که له اوښکو مې پاکې کړې هم له زاهد نه عبدالله پوښتنه کې مخکې شو او ويې ويل حميده بيا دې سترګې ولې سرې دي خير خو دى؟ ما يواځې وويل خير او خيريت دى عبدالله وويل چې خيراو خيريت وي زه ستا سرې سترګې نه شم ليدى ولې ژاړې ما دا ځل ورته سرخوږي پلمه کړ چې سرمې هم خوږيږي او بيګاه شپه مې خوب هم نه دى کړى عبدالله غوښتل چې نور څه هم ووايي خو ماسترګې ورته ټينګې کړې چې ګني زاهد دى پوه بۀ شي عبدالله سمدستي د خپلو ټولو پوښتنو ځواب پيدا کړ غلى شو نور يې هيڅ ونه ويل.
لسم څــپرکی
د وړانګې سره مې دا څو شپې ډېرې ښې تيرې شوې هيڅ په ځان نه يم پوهيدلى چې دا درې څلور ورځې څنګه تېرې شوې لکه يو ساعت داسې ، شپې وې چې د ژوند ټولو خوږو اوترخو نه ماته زياتې بختورې وې، نن هغه سهار راغى چې وړانګه به بيا رانه دخوست د ښکلې سيمې په لور يوسي خو مګر افسوس چې دا ښکلى سلوک ،او د زړه رپيدل پاى ته ورسيدل ، د سترګو جنګ خلاص شو، دوړانګې په هره خبره کې هرڅه وو اررزو وه ، مستي وه ، ځواني وه، هيله وه ، جذبه وه ، فکر او خيال وو ، مينه وه او بيا هم مينه ،
خدايه تا په دنيا کې هر څه پيدا کړي تاسره ديو شي کمی هم نشته ،خو يو شى کم دى، خدايه چې مينه د راليږله خدايه چې عاشقي د راليږله خدايه نو بيلتون د بيا ولې راليږه بيلتون د زړه سمسور باغ په خزان وهلي باغ بدلوي ،بيلتون د زړه په سمسوره دښته په شنه اسمان ګلۍ اوراوي ،
بيلتونه کور دې نغرى شه
چې پښتانه درباندې باندې کړي ديګونه
د سهار٧:٣٠ اوو نيمې بجې وې چې زاهد وويل حميده که خوښۀ مو وي نوره بۀ مونږ لاړ شو ماوويل چې زما په خوښې پورې به اړه ونه لري خوښۀ وړانګې ته ورکړه، که وړانګه روغه وي لاړ بۀ شئ که روغه نه وي يو څو ورځې ايسار شئ، ما دا خبره ددې لپاره وکړه چې وړانګه ګوندې ووايي چې يو څو ورځې د نور هم دلته پاتې شو خو له وړانګې نه زاهد په ځواب کې مخکې شو او وويل وړانګه چې ګورم اوس روغه ده ، ماله ځانه سره ووې ظالمه څه خبر يې اوس خو خود هم روغه ده خو چې کله يې خوست ته ورسوې کورته له خيره ورسېدې بيا بۀ درته معلومه شي چې وړانګه روغه ده که ناروغه ،څوک چې کوم طبيب ته ناروغ ورولي طبيب ورته درمل ليکلي نو ناروغ درمل له ځانه سره وړي، خو ته ناروغ بيايي او درمل همدلته پريږدې ،زه په سوچونو کې وم چې زاهد راباندې غږ وکړ چې حميده! بيا کومې خوا تللى يې په مونږ ناوخته کيږي ما هيڅ ځواب ورنه کړ زما ورخطايي ته دعبدالله او وړانګې دواړو فکر وو زما پرځاى عبدالله ځواب ورکړ ورته يې وويل چې سمه ده بسم الله کړئ، چې پاتې کيږى نه بيا در باندې ناوخته کيږي دوي پاڅيدل د دروازې په لورې روان شول زه لا همغسې ولاړ وم لکه په ځاى پورې چې ميخ شوى وم عبدالله د څنګل په سر وخوځولم .
دفکرونو او خيالونو له دنيا څخه يې رابهر کړم زه هم په بيړه د دروازې په لورې روان شوم زه عبدالله او زاهد له دروازې څخه د باندې راوتو دروازه خلاصه وه امنې ادې چې وړانګې ته رخصت ورکوو دوه ځلې يې په تندي ښکل کړه د امنې ادې سترګې له اوښکو ډکې وې کله چې پلوشې رخصت ورکوو دواړه په ژړاه شوې تر ډېره يې ديوبل په اوږو سرونه ايښي وو کله يې چې رخصت سره واخيست يوې او بلې ته يې ډېر څه په سترګو کې وويل زه ,عبدالله او زاهد يو ځاى روان وو وړانګه
په موږ پسې شاته روانه وه ما به چې کله شاته مخ واړوو پلوشه لا همغسې په دروازه کې ولاړه وه زمونږ په لور يې راکتل وړانګې په هم زر زر مخ وراړوو او لاس بۀ يې ورته پورته کړ کله چې د سړک غاړې ته ورسېدو يو تکسي موټر يې ودراوو
ورته يې وويل چې دټل اډې په لورې ځو.
موټروان هم موټر راتاؤ کړ زاهد دموټر په وړاندې سيټ کښېناستو وړانګه چې کله موټر ته ختله پښې يې سستې سستې کيدې غلى يې راته وويل جانه د خداى په امان کله چې موټر حرکت وکړ ماته سمدستي هغه سندره ياده شوه چې وړانګې په ليک کې راته ليکلي وه بې اختياره مې له خولې ووتل
هى هى يار مانه وړي زما دلدار مـــــــــانه وړي
زړګى مې چوي زما د خوږ زړګي قرار مــانه وړي هى ، هى يارمانه وړي زما دلدار مــــــــــــــــــانه وړي .
نور نو زه په ځان نه يم پوهيدلى چې څه وشول خو چې کله مې سترګې پرانيستې ګورم چې سرته مې امنه ادې او پښو ته مې پلوشه او مخامخ راته عبدالله په چوکۍ کې ناست دي ماغوښتل چې پورته شم خو چې لاس ته مې پام شو د سروم ستن چې په لاس کې وه د امنې ادې او پلوشې دواړو په سترګو کې اوښكې وې عبدالله چې زما سترګې خلاصې وليدې غلى موسکى شو په ماباندې دوهم ځل بيا بې هوشي يا خوب غلبۀ کړې وه خو چې په دوهم ځل مې سترګې پرانيستې نه عبدالله وو نه د عبدالله مور يواځې مې خوا کې د عبدالله خور پلوشه ناسته وه غلي يې راته وويل :
حميده وروره! اوس څنګه يې زه له ځان سره غلى موسکى شوم لږ وشرميدم ورته مې وويل چې اوس شکر دى روغ او جوړ يم پلوشې وويل حميده وروره خفه کيږمه ستا ټوله کيسه ماته وړانګې وکړه وړانګې راته ستا په نوم يو ليک هم راکړى ما وويل نو بياڅه ته ګورې ليک راکړه پلوشه پاڅيده المارۍ نه يې ليک راواخيست او ماته يې راکړ کله چې پلوشې ماته ليک راکوو راته يې وويل ليک بۀ درکړم خو په يو شرط ما وويل يو نه دوه شرطونه خو اووايه پلوشې وويل وړانګې که په ليک کې زما په باره کې څه ليکلي وي هيله کوم چې نه يې وو مني ما وويل په دواړو سترګو پلوشې زما چې له وسه کيږي انشاءاله ته بې غمه اوسه مونږ لا خبرې کولې چې عبدالله او دعبدالله مور امنه ادې هم راغله عبدالله چې روغ وليدم زيات خوشاله شو د ليک لوستلو موقع مې د لاسه ورکړه ليک مې په جيب کې کېښود دا ورځ ټوله په ما په بې هوشي کې تېره شوې وه د ماخوستن د ډوډۍ وخت وو عبدالله راته وويل چې راځه عاشقه اوس خو بۀ روغ يې ډوډۍ وخوره دسهار راهيسې دې څه نه دي خوړلي .
ما وويل سمه ده د باندې په انګړکې تيار دسترخوان اوار وو ماته پلوشې لاسوته او به راواچولې کله چې په ډوډۍ کښېناستو امنې ادې وويل چې زويه نن درباندې څه شوي وو مور او پلار درياد شول؟ د زاهد او وړانګې په تګ که كومه بله خبره وه ؟ما وويل نه ماته همدلته خداى مور هم راکړې او ورور يې هم راکړى ،
چې عبدالله دى او خورکۍ يې هم راکړې چې پلوشه جانه ده امنې ادې وويل چې مور پلا روروڼه خوندې هم د راته نه وې يا دى شوي نو بيا ولى يو ناڅاپه په تا داسې وشول ما ورته وويل چې امنې ادې انسان نيمګړى دى انسان په يو حال نه دى کله مو چې ډوډۍ وخوړه نو د لمونځ او استراحت لپاره حجرې ته لاړو لمنځونه مو وکړل او څملاستو ماته خوب چيرې راتلو خوب چيرې وو توره تياره شوه خلک ټول دخوب درنې فريښتې د وزرونو لاندې ويده شول په خوب کې دهر چا برخه وه ما هم په تلورار سره ددې درنې سپيڅلي او مهربانه فريښتي په لورمنډه واخيسته خو مګر هلته زما برخه نه وه هلته زما لپاره ځاى نه وو ټوله شپه خيالونه او سوچونه وو ،
وړانګه کومه کوډګره او که جادوګره وه نه پوهيږم چې وړانګه به مور دې دنيا زما لپاره راوړي وي که د کوم بل چا لپاره کداى شي وړانګۀ خداى زما لپاره پيدا کړى وي بيابه مې وويل نه نه هغه وړانګه نه شي کيداى زه دومره بختور نه يم زه ، زه ډېر بدمرغه يم زه لا په همدې سوچونو او خيالونو کې وم چې د سيمې ملا آذان وکړ ډېر مينان بۀ يې دخپل محبوب له غيږې بيل کړي وي د ملا آذان سره ماته هغه لنډۍ ذهن ته راغله .
آذان په ځنډ کوه طالبه
زه د جنان غيږې له اوس رغلى يمه
ټوله شپه مې سترګه پټه نه کړه د سهار لمانځه او چاى څښلو نه وروسته د پوهنتون په لور روان شوم پوهنتون ته په لاره وم چې د وړانګې ليک مې ذهن ته راغلو ليک مې له جيب څخه راويست د ليک په سر ليکل شوي وو
جانه غواړې څه درته وليکم ،
جانه څه غواړې څه درته ووايم ،
جانه نه پوهيږم چې له کومه يې راپيل کړم
جانه تامې روح ته خوشالي راکړي،
ته مې روح يې، ته مې ساه يې، ته مې ژوند. ته مې مينه ،او ته مې په وجود کې خوره وينه. په تامې ټول رګونه شريانونه او وريدونه چليږي، جانه زه پنځه وخته لمانځه څخه وروسته لاسونه خداى تعالى ته پورته کوم،
خدايه ما او جان دواړه يو ځاى کړه، دا سوال کوم دخداى نه چې موږ هيڅکله له يو اوبل څخه مه جدا کوه، نه په ژوندانه او نه پس له مرګه، کاش کې جانه چې ته پوه شى چې زه څومره مينه درسره لرم، ته څه پوهيږې جانه که دا زړونه د سينې څخه بهر واى، تا ته به هر څه معلوم واى جانه ته زما د وجود په ررګ رګ او دروح پرڅپه ،څپه او د زړګي په اړخ، اړخ انځور شوى يي، پرته له تا څخه زه په هيڅ نه پوهيږم ،له خدايه هيله لرم چې ما او تاسره يو ځاى کړي، تا زما د غاړې هار کړي چې هميشه مې په غاړه کې وي، له خدايه هيله لرم چې ستا ژوند زما ژوند، ستا مرګ زما مرګ، او ستا ابديت زما ابديت کړي،
ستا وړانګه .
دوړانګې نوم لاندې ليکل شوي وو، دويمه برخه جانه ستا اود عبدالله دپام وړ، هيله کوم چې پام ورته وکړى،
جانه په لنډو الفاظو کې وايم ډېريې نه اوږدوم ،
جانه د عبدالله خور پلوشه چې تا همداشان ما هم خپله خور او بلله پلوشه د ترور په زوى باندې مينه ده او له هغې سره مينه کوي پلوشه غواړي چې خپل ژوند يو ځاى له هغه سره تېر کړي، عبدالله او مور يې
غواړي چې پلوشه کوم بل چاته ورکړي پلوشه نه شي کوي چې مور او ورور ته دا خبره وکړي شرميږي هيله کوم چې د پلوشې سره په دې کار کې مرسته وکړى په ورستيو کې د پلوشې د مين نوم درته ليکم چې پلوشې مينه ورسره لرى او ورسره واده کوي د پلوشې محبوب ايوب
پاى ستا وړانګه
کله مې چې ليک پاى ته ورساوه ما غوښتل چې له همدې ځايه ستون شم او له عبدالله سره دا خبره شريکه کړم، پوهنتون له دروازې نه څو قدمه لرې زړه نه زړه ولاړ وم چې پوهنتو ته داخل شم او که بيرته ستون شم ما لا فيصله نه وه کړې چې د ليک پوهې استاذ راباندې غږ کړ حميده! څنګه په دې درسي وخت کې د باندې ولاړ يي ټولګي ته ولى نه ځې ما چې ساعت ته وکتل ريښتيا رسمي وخت وو ما ډېر وخت په لار کې د ليک په لوستلو تېر کړى وو.
اخير مې دا فيصله وکړه چې پوهتون ته داخل شوم اول ساعت نه تر اخير ساعت پورې په دې نه يم پوه شوى چې استاذ څه راته وښودل او څه يې وويل کله چې له پوهنتون نه رخصت شوم بهر لاړم د خپل دفترپه لورې کله چې د يونيسيار دفترته ورسېدم انجينر صاحب ډېر وختي راغلى وو کله يې چې زه وليدم راغږ يې کړ حميده زماکمپيوټر د جوړ کړى کنه؟ ما ورته وويل چې په همغه ورځ مې جوړ کړى هره ورځ يې له ځان سره راوړم او بيرته يې وړم ځکه چې کمپيوټر به مې راوړ ته به نه وې او بيا به مې له ځانه سره يووړو،
کمپيوټرمي انجينر ته ورکړ او ورته ته مې وويل چې انجينر صاحب زه که يو څو ورځې رانه غلم هيله ده چې بې پروا مې وه نه بولې لږ مصروفيت لرم ،انجينر صاحب وويل ولى خير خو دى؟ رنګ د هم داسې بدلون کړى ما وويل خير او خيريت دى، انجينر صاحب وويل تر هغې چې د کار خلاص نه وي هيڅ کله هم مه راځه ،کله چې کار خلاص کړې بيا راشه زه زيات خوشاله شوم
او بيرته له خپل دفتر څخه کور ته تګ په لاره کې مې درې څلور ځلې بيا د وړانګې ليک ولوست په هر ځل لوستلو کې به يې بيل خوند پروت وو زه چې کور ته ورسېدم پلوشه او امنه ادې هم پاڅيدې له ستړمشي وروسته يې وويل حميده زويه نن څنګه دومره وختي راغلې خيريت خودى ما وويل خيروخيريت دى هيڅ نه شته نن په دفتر کې دومره زيات کار نه وو هغه مې خلاص کړ او راغلم .
کله چې عبدالله راغلو د عبدالله سره مې ټوله کيسه شرکيه کړه کوم څه چې راته وړانګې په ليک کې ليکلي وو عبدالله غلى وو هيڅ يې نه ويل ما وويل عبدالله که ما په ريښتيا د ځان ورور ګڼې بايد زما خبرې ځمکې ته ونه غورځوې عبدالله که نور نه پوهيږې
وړانګۀ خو دې پخپلو سترګو وليده چې دهغې څه حال دى عبدالله وويل مور, همداشان ما خو ورته کوم بل انتخاب کړى وو خو چې ته وايې زه بۀ يې خبره له مور سره شريکه کړم چې هغه څه وايي عبدالله ته مې وويل عبدالله په دې برخه کې ستا زياته پاملرنه غواړم وروسته له خبرو نه مې د وړانګې ليک هم ورکړ ورته مې وويل دادى ليک په خپله ولوله عبدالله چې ليک ولوسته سر يې وخوزاوه ماښآم د لمانځه نه وروسته کله چې د ډوډۍ وخت شو پلوشې لاسوته اوبه اچولې د پلوشې په لاس کې کوزه رپ رپي اخيستې وه .
دلوستونکودپام وړ
ډيرى لوستونکي وايې چې له مانه دناول نورې برخې پاتې دي نه دي مې لوستلي هغه لوستونکي چې له چادناول کومه برخه پاتې وې کولى شې چې دګوهربلاګ دنثرپه برخه کې پيداکړي
ګرانواوقدرمندوليکوالانو،شاعرانو،اود ادب دباغ ګلانولومړى خومې سلامونه اونيکې هيلي ومنى وروسته له سلامه که زماپه ناول ليکنه کې کومه نيمګړتياوې تاسوپه ګوته کړي وي نودمهربانى اولطف له مخې په لاندې بريښناليک اوتليفون شميره له ماسره اړيکه نيولى شى ځکه دازمالومړنى ناول دى چې ليکم يې که نيمګړتياوې راته په ګوته کړى زيات به خوشم
shokoor.hamidi@gmail.com
0793454742/0774858987
په درانښت شکورالرحمن حميدي
نثر