مهتر لام بابا ادبي ټولنې دروژې مباركې په فضيلت ځانګړې غونډه وكړه
((۱۳۹۰ لمريز د زمري ۷ مه ))
جنرال عبدالصمد مومند دغونډې صدارت وكړ انجنير داد الله ، داسلامي فرهنګي مر كز مشر قاضي محمد حسن اسلامي او استاد عبدالظاهر اثري ځانګړي مېلمانه ټاكل شوي وو.
مهتر لام بابا ادبي ټولنې د اونيزو غونډو په لړۍ كې خپله دوه اويا يمه غونډ...
ه د بورډ زيارتمځي تر شا په پي ، سي ، ايس كالج كې د جنرال عبدالصمد مومند په مشرۍ تر سره كړه – انجينير داد الله ، استاد عبدالظاهر اثري ، قاضي محمد حسن اسلامي د مشرانو مېلمنو په صف كې ناست وو د كور به په توګه د مهترلام بابا ادبي ټولنې د كورنيو چارو مسول حا جي ګل اغا شهباز ناست وو غونډه د استاد تحسين الله تحسين لخوا د كلام پاك د مباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه - د وياندو يي چار ې عبدالوهاب څاروان تر سره كولې د تېرې اوونۍ ګزارش نظير الحق قريشي واوروه پرانسته وينا حاجي ګل اغا شهباز وكړه او د تېر و تر سره شوو غونډو په اړه يې رڼا واچوله – د ويناو په ترڅ كې قاضي محمد حسن اسلامي ، عبدالظاهر اثري ، محمد نور افريدي ، جنرال عبدالصمد مومند او ځينو نورو مشرانو د روژې مباركې په فضيلتونو هر اړ خيزې خبرې وكړې او د مهتر لام بابا ادبي ټولنې دغه هڅه يې په زړه پورې وګڼله په غونډه كې يو شمېر ژورنالستانو هم بر خه اخستې وه اود جمعت اصلاح افغانستان د ځوانانو د څانګې لخوا د روژې مباركې په اړه چاپ شوې پاڼې (( رمضان د ايمان مدرسه )) ووېشل شوې همدا راز د (( پيلوزى )) او (( بورا )) مجلې هم ګډونوالو ته ور كړل شوې .
پرېكړه وشوه چې مهتر لام بابا ادبي ټولنه به د روژې په مباركه مياشت كې خپلې غونډې ځنډوي او د كوچني اختر نه وروسته به خپلې غونډې جاري ساتي . په غونډه كې يو شمېر ليكوالانو شاعرانو او د ادب مينه والو هم برخه اخستې وه .