قیادت
لیک : جاوید چودهري
ژباړه : انعام الله ګوهر
اصلي نوم خو یې له مانه هیر دی خو دومره
راته معلومه ده چې یو ښه پوه او پرهیزګاره عالم وه .خلک به د فتوای لپاره له خورا
لري لري ځایونو ورته راتلل او ده به دقران او حدیث په رڼا کی هغوۍ ته د مسلو حل
ورښوده.یوه ورځ دی د شاګردانو په منځ کې ناست وه درس یې ورکاوه، په خپله لمن د
نجاست کوچني داغ ته یې پام شو. سمدستي ولاړ شو او هغه یې په اوبو ومینځه. یوه
شاګرد وپوښتل :استاذه ، دا داغ خو د شریعت له نظره په نجاست کې نه راځي،تاسو ولي
دومره شک وکړ؟
مولي صیب په خندا کې ورته وویل ،ما دا
داغ د فتوی له وجي نه بلکه د تقوی په خاطر ووینځه.ټولو شاګردانو بیا وپوښتل ،نو په
تقوای او فتوای کي څه فرق دی ، استاذه ؟
مولوي صیب ورته وویل . ګورئ، فتوی د
عامو خلکو لپاره وي او تقوای د فتوی ورکوونو دپاره، ده زیاته کړه تر څو پوری چې یو
عالم او فتوای ورکوونکی پوره د تقوای په مقام برابر نه وي ،باید فتوای ورنه کړي،
زه هغه نورو خلکو ته د جامو د پاکوالي امر کولی شم هر کله چې زما خپلی جامی په
مکمله توګه صفا وي.
اوس دا عالم څوک وه، په کوم مذهب وه او
د کوم ځای وه ، زه په دې اړه بحث کول نه غواړم ،زما هدف دا دی چې زمونږ مشرانو او
حاکمانو او هغه چې د دولت وګي یې په لاسو کې دي ،باید یو وار د تقوای او فتوی په
فرق ځان پوه کړي ،ځکه چې دا هغه خلک دي چې زمونږ د هیواد نظام چلوی او که دوۍ
اصلاح وي نو د هیواد نظام سمیدلای شي.
مونږ اکثره وخت له یو بل نه پوښتنه کوو
چې یاره دا مشری او رهبري کول (لیډر شيپ ) څه شی دی؟
ایا دا د یوه لوی ګوند جوړول ، د زیاتو
رایو اخیستل او که د په بانک کې زیاتي پیسې جمع کول دي؟
نه هیڅکله نه . په قیادت کې چې تر څو پنځه ځانګړني نه وی، په
پوره مانا قیادت نه شو ورته ویلی.
اوله ځانګرنه او خوبی یې مونږ ته نبی
علیه السلام هغه وخت راښولې وه کله چې دی نبي شو او ټول قریش یې راوغوښتل ، پوښتنه
یې ترې وکړه :ما ستاسو په منځ کې څلویښت کاله تیر کړي دي، ایا ما تر ننه دروغ ویلي
؟
ټولو په یوه غږ ورته وویل : نه بلکه ته
یو صادق او امین یې.
د قریشو دې اعتراف د قیادت لومړنۍ
ځانګړنه په نښه کړله ،رښتیا ویل.
د قیادت دوهمه خوبي با په بله مانا اصول
هغه وخت څرګند شو ، کله چې قریشو ده ته د سرو زرو،سپینو زرو،مشري او شایسته
ښځو ترغیب وکړ.
نبی علیه السلام ورته وویل :زما دي په
خپل رب باندي قسم وي ،که چیري دوۍ زما په یوه لاس لمر راکیږدي او په بل سپوږمۍ
،بیا به هم زه له خپلی خبري نه په شا نه شم.
د نبي علیه السلام دې ځواب د قیادت او
مشري دوهمه قاعده بیان کړ چې قیادت او مشري خرڅیږي نه او نه دا په غرض او شخصی
اهدافو کیږي.همدا راز د قیادت دریمه ځانګړنه او قاعده نبي علیه السلام مونږ ته د
بدر په میدان کي هغه وخت راوښودله کله چې نبي علیه السلام په داسي حال کې د زورور
دښمن مقابلي ته ورواته چې د ټولو کسانو شمیر ۳۱۳ وو او وسله او خوراکي توکي یې هم
نه لرل ، تر دې پوري چي په پښو کي یې څپلۍ
هم نه لرلې ، خو بیا یې هم د هغه وخت د قریشو سوپر فاور ته ماته ورکړه.د قیادت دا
قاعده مونږ ته راښیي چې هر کله انسان ریښتینی وي او په خدای یې پوره یقین وي اګر
که دی مادي لحاظ کمزوری هم وي ،الله ده ته بریا ورپه برخه کوي.
د قیادت او مشري څلورمه قاعده د مکې د
فتحي په وخت کې مونږ ته معلومه شوه. یو وخت د مکې د خلکو له وجي د شپې نبي علیه
السلام هجرت ته مجبور شوی وه ،په ده باندې د کورونو نه نعوذبالله مرداري او خاشاک
راغورځیدل او دده په لارو کې خلکو اغزي اچول ، په بازار کې په ده پوري ټوقي
کیدلې.د فتحې په ورځ هغه ټول خلک چوپه خوله ولاړ وو او ټولو ته خپل یویو ظلم
وریادیده. په داسي وخت کې نبي علیه السلام ټولو ته د عامي عفوي اعلان وکړ. ټول خلک
حیران وو او هر یوه داپوښتنه کوله چې ایا زه دي هم وبخښلم. په دې خلکو کې هغه هنده
هم وه چا چې د نبی علیه السلام د تره مبارک حضرت امیر حمزه ،ینه خوړلې وه . د حضرت
حمزه رضی الله عنه قاتل ، حبشي نبی علیه السلام ته راغی او په حیراني یې وپوښتل چې
اېا زه دي هم وبخښلم. نبی علیه السلام ورته وفرمایل چې هو ته مې هم وبخښې خو زما
تر مخ ډیر مه راځه ځّکه بیا ماته خپل تره حمزه رضی الله عنه رایادیږي. دا وه د
قیادت څلورمه قاعده او دا مونږ ته د عفوي او بخښني درس راکوي ، دا مونږ ته دا
راښیي چې خلک وبخښه تر څو ټولنه او نظام مخ په وړاندي لاړ شي.
د قیادت پنځمه او اخري قاعده او ځانګړنه
نبي علیه السلام په خپل اخري وخت کې راښودلې،هغه وخت چې ده مبارک له دې دنیا نه
رحلت وکړ، د ده د کفن او دفن دپاره پیسې نه وې، د ده زغره په ګرو ورکړل شوه او بیا یې کفن پرې واخیست ، نبي علیه
السلام هیڅ کوم جاییداد هیڅ کوم دولت نه دی پریښی.دې پنځمي قاعدي مونږ ته راوښودله
چې مشر هغه دی چې له مړ کیدلو وروسته هیڅ کوم جایداد او بانک بیلینس نه پریږدي.
دا وو د قیادت او مشري هغه قاعدې چې د
دې نه پرته هیڅ مشر په پوره مانا مشر نه دی. تر هغه پوري یو مشر قیادت نه شي کولای
تر څو چې ټول خلک د ده د صدق ګواهي ورنه کړي ، تر څو دی د خپلو شخصي اعراضو او
اهدافو نه تیر نه شي ، تر څو د نورو قوتو له ویري ازاد نه شي ، تر څو د خپلو
دښمنانو د بخښلو حوصله ونه لر ي او تر څو له دې دینا خالي لاس لاړ نه شي.
تاسو که د نړۍ ټول کامیابه مشران وګورئ
هغه به ضرور له دې اصولو او قاعدو برخمن وي.
اوس راشئ اوسني مشرانو ته ایا دوئ هم دا
قاعدې په ځان عملي کړې . زه پوره باور لرم چې ځواب به په نفي کي وي.
زه له خپلو مشرانو نه غوښتنه کوم چې د
خدای دپاره ځان د د تقوی دې مقام ته ورسوئ چې ستاسو د خولې هر ه کلیمه د خلکو
دپاره د فتوا ځای ولري .او خلک په هغه خبره د یوه مذهبي امر غوندي عمل وکړي تر څو
ستاسو نوم په نړئ کې ژوندی پاتي شي.
که تاسي سیاست او نظآم هم د یوې کارخاني
یا کاروبار په څیر چلوئ نو په راتلونکې کې به ستاسي اولادونه د نورو قومو اړ وي
ولي چې الله پاک هر څو ک بخښي خو له خپل قوم او ملت سره ټګي کوونکي مشران نه بخښي.