ځيني داسي وايي چي شعر يو الهام دی .

ځيني بيا داسي وايي چي شعر د انسان د مشاهداتو يوه نمونه ده .

ځيني خو دا خبره بلکل نه مني او وايي چي شعر د وخت د نيمګړ تياوو يو انځور دی .

ځيني بيا داسي وايي چي شعر د محروميتونو يو آواز دی .

 پوهان وايي چي شعر يوه داسي غريضه ده چي انساني عواطف ښکاره کوي .

 ځيني بيا په دې عقيده دي چي دغه يوه انساني غوښتنه ده چي د سړي په وس کښي نه راځي چي وې دروي .

ځيني پوهان وايي چي هر سړی شاعر دی خو ځيني ګونګيان وي او ځيني بيا يو څه ويلای سي شعر ځکه هر چا ته خوند ورکوي چي هغه هم داسي خبري کول غواړي خو ويلای نه سي نو چي بل څوک يې و وايي نو هغه ته ښه خوند ور کوي ولي چي د ده دزړه خبري دي .

پو هان وايي چي شعر بايد چي معجز، مخيل او موذون وي نو بيا و هغه ته موږ شعر ويلای سو چي د يو چا پر غوږو باندي ښه ولګيږي نو هغه شعر دی.

 کله چي داخبره ښکاره سوه چي شعر يو د انساني فطرت سره پيدا سوی يو شی دی نو بيا پر هغه باندي د انسان وس هم هيڅ کار نه کوي .