پرون يې په بوتل او جام کښي اوبه نه څښلې او و ګړي به يې هم له دې څخه منع کول چي دا کار ونه کړي ولي چي ده خو دا اورېدلي ول چي انګريزان په جام او بوتل کښي شراب څښي زموږ په ټولنه کښي خو هيچا تر اوسه پوري په هيڅ يوه مسئله کښي څېړنه نه ده کړې هر څه د اورېدلو پر بنسټ باندي قياس وي دلته که ملا دی که پير دی ټول هغه څه وايي کم چي و ده ته او هم د ده وګټو ته زيان ونه رسوي دلته دوی د دين په اړه هيڅ خبر نه دي او نه غواړي چي د دين په اړه خلګو ته معلومات ورکړي ولي چي په دې کښي د ده شخصي ګټي له منځه ځي نو دی نه غواړي چي داسي کار تر سره کړي چي هغه د ده د ګټو مخنيوی وکړي دلته هر څه او هر شی هر څوک په خپلو ګټو پوري تړلی بولي دلته هيڅوک هم اسلامي ااو ملي ګټي په نظر کښي نه ساتي دلته هر څه او هر شی تر خپلو ګټو قربانيدلای سي او په دې اړه هيڅوک هيڅ هم نه وايي يوازي په ړندو سترګو آمين وايي په دې کښي هيڅ شک هم نسته چي موږ ټول د دې ټولني غړي به خپله پړه د بل پر اوږو نه ور اچوو خپلي نيمګړتياوي به په خپله يو او بل ته ور په ګوته کوو که چيري داسي وسي نو بيا به ټولنه د دې ناخوالو څخه د خلاصون لاره پيداکړي يوازي او يوازي په خبرو او بې ځايه بحثونو باندي دا د پېړيو پېړيو جوړ سوي خرافات زموږ د ټولني څخه نه سي ټولېدلای او پر دې باندي چي څونه موده کار سوی دی د هغه څلرمه برخه کار خونو بايد چي موږ هم وکړو او دا ټوله کار موږته پردو کړی دی اوس نو موږ ته په کار ده چي خپلي ټولني ته موږ په خپله کار وکړو پردو خو د خپلو ګټو په خاطر دغه کار کاوه موږ بايد د خپلو وګړو او خلګو په خاطر دغه کار مخ ته بوزو نو هلته به بيا زموږ ټولنه سوکاله او خوشحاله وي خبره راڅخه اوږده سوه ويل مي يوڅه او هغه بل څه ځنې جوړ سوه هغه خلګ چي پرون يې دغه کار ناروا باله نن خپله جام څه بوتل څه چي آن په خوم کښي لمبېدل غواړي او خمار يې نه ماتيږي خو بيا هم زموږ عام وګړي لا دا فکر کوي چي دغه کار دوی نه دی کړی ااو لا يې هم پر سپېڅلتيا باندي له نو روسره غاړي شنې کوي ااو وايي چي د لويو خلګو لوی کارونه دي په دې باندي زموږ سر نه خلاصيږي او لا هم نه غواړي چي په دې باندي د دوی په ااصطلاح ځان ګنهګار کړي او لا يې هم پر سترګو تر او سه هغه د جهالت پټۍ تړلي دي نو دا ټولنه به څرنګه پر مختګ وکړي ولي چي هر څه په خپلو سترګو باندي ويني لا يې بيا هم پر خپلو سترګو يقين نه راځي او لا يې تر او سه هغه شعور په ځان کي نه دی پيدا کړی او يا يې هم تر اوسه په ځان کښي هغه جرائت نه دی پيدا کړی چي دا خبره په ډاګه وکړي چي دا خو ټول زموږ د غولولو لپاره اسبابونه دي چي کار ځني اخلي ااو په دې کښي خو هيڅ هم داسي شی نسته چي هغه دي د دې ټولني او يا هم د وګړو په ګټه تمام سي نو بيا راسی چي دغه د جهالت پر دې له خپلو سترګو ليري کړو او نړۍ ته په هغو سترګو و ګورو کم چي د دې نړۍ خالق پيدا کړې ده او د هغو خلګو مخنيوی وکړو څوک چي زموږ د پر مختګ مخه نيسي.