يارانو دا څو ورځې د رېستلنګ په ليدو ورځ تېروم. باور وکړئ سل په سلو کې خره دي، هماغه آيت مې ناڅاپي خولې ته راځي (اوليئک کالانعام بل هم اضل) او سر ورته خوځوم چې دا خو ريښتيا له خرو هم بد تره دي، خره خو ښه دي عاجز څاروي دي خپل کار کوي، خپل منځ کې يوه او بل سره داسې ورانى نه کوي!
زه بيا حيران دېته يم چې دوى اسلامي اساساتو ته لکه څلور ښځې کول او داسې نورور ته وحشت وايي، په داسې حال کې چې دا د انسانيت لپاره د حل معقولې لارې دي، تاسې پر خداى باور کړئ چې که اسلامي اخلاق د دوى په څېر رېسټلنګ يا داسې وحشت په تصور کې هم نه شي راوستلاى دوى بيا ځان متمدن هم بولي، زه خو وايم چې د دوى خرتوب له منځنيو پېړيو اوس لا ډېر زور کې دى، هماغه د عربو د جاهليت کيسې چې خلک به يې په جنګ اچول او دوى به پرې پيسې کېښودې، دوى اوس راتازه کړې. 
اسلام خو انسان ته انسانيت ورکړ، بايد ټول يو وار بيا په خپلې مسلمانۍ له الله جل جلاله مننه وکړي.
خبره رانه اوږدېږي، په دې خبره به يې پاى ته ورسوم چې، همدې رېسټلنګ کې چې کله ښځې راميدان ته شي، يا سيلانيانې ليدل کېږي له يوه نري سينه بند او نري نېکر نه پرته يې ځان کې هېڅ هم نه وي، يعنې دوى ته د بدن له همدغو درې وړو ځايو پرته نور هېڅ څه ښکارول عيب نه ښکاري، تاسو او خداى چې دا دومره خو د څاروي هم پټ وي، د دوى له نېکره خو د څاروي لکۍ ډېره ښه پرده ده.
خدايه شکر چې مسلمان يم

د رېسټلنګ په اړه يوه خاطره