اسلام د ضعيفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو تر منځ (څلورمه برخه)

مؤلف: شهيد عبدالقادر عوده
ژباړن: شهيد مولوي محمد يونس خالص

چاڼکوونکئ او اضافه کوونکئ: احمدشاه امين

د مسلمانانو د اوسني حالت مسئولين: دا، چي اسلام اوس له موږ څخه و دې مرحلې ته را رسېدلئ دئ، مسئوليت يې د ټولو مسلمانانو دئ او ستر څښتن به يې حتمي پوښتنه را څخه کوي.
د عوامو مسئوليت: دوئ له اسلامه ځانونه بې خبره اچولي دي او اسلام يې يوازي ملايانو صاحبانو ته ور پرېيښئ دئ او هيڅ اسلامي زده کړه نه لري او بل دا، چي له اسلام څخه ليريوالي دوئ(له خپلو حقوقو څخه د ناخبرتيا له اسيته) د بډايانو او زورواکانو مريان او غلامان ګرځولي دي او خپل عزت يې له لاسه ور کړئ دئ او پخپله يې د غلامۍ پړي خپلو غاړو ته ور اچولي دي؛ نو د دوئ مسئوليت دا دئ، چي له اسلامه ځانونه خبر کړي او ځانونه د کفارو له مزدورۍ او غلامۍ څخه خلاص کړي.
د اسلامي حکومتونو مسئوليت: اسلامي حکومتونو د کفري حکومتونو او خپلو اجنبي بادارانو د خوشاله کولو له پاره اسلامي ارزښتونو ته اور ورته کړ، اسلامي علماء يې پرې نه ښوول، چي عوام و پوهوي او د هغوئ هر راز بې عزتي يې و کړه او حتا د کفارو په اجنډا يې و سوځل، په ټوله نړۍ يې بربنډ و ليدل او د کفارو سره څنګ پر څنګ يې د خپلو ريښو د ټينګولو له پاره پر اسلامي شعايرو په بې شرمۍ تجاوزونه و کړه. دوئ و کفري حکومتونو ته د دوستئ لاسونه ور کړه، په داسي حال کي چي شريعت دا کار ور باندي مطلق حرام کړئ دئ او که دا کار څوک و کړي اسلام يې د دوئ له ډلي بولي؛ نو دوئ دي بيا د مسلمانۍ دعوې نه کوي او نه دي د مسلمان په نامه ږغ کوي. د دې له پاره، چي سبا مو خداى تعالْى ته مخ تور نه وي اوس لا توبه و کاږئ، خداى مهربانه دئ تر تيرو به در تېر سي او په وچ کلک ايمان او غيرت د کفري هيوادونو څخه سرکښي غوره کړئ او د خداى تعالْى په زولنو کي ځانونه بند کړئ.
د اسلامي رئيسانو مسـئوليت: دا ډله د اسلام د ساتني د ملا تير دئ، دوئ ډېر واک لري او ډېر مــسئوليت هم د دوئ دئ. دوئ دي خپله حکمراني د عوامو په ځورولو او د کفارو د خوشاله کولو له پاره نه کوي، ځکه د دغي حکمرانۍ او غلامۍ مسلمانان دونه ذليله او کمزوري کړه، اسلامي روحيه يې پکښي کمزورې او عدم کړه، د مسلمانانو د دونه ډېروالي، سره د دونه پراخو هيوادونو او سره د دونه زياتو کارګرو او خامو موادو لا بيا هم د نړۍ پر مخ ملامت، ذليل، کمزورۍ، سپک او ورک قوم دئ او هيڅ دولت اعتبار نه ورکوي او د نړۍ ټوله واک له خدايه اغوا سوو چټلو حيوان الاصله-انسان الشکله کفارو په لاس کي نيولئ دئ، تاسي نو کم نه ياست خبر، هغه کانې، چي دا اوسنيو ستاسي دوستانو کفارو په مسلمانانو وکړې په تاريخ کي هيځ ځناور ځواک نه دي کړي، داسي بې عزتۍ، چي په ويلو يې زما زړه لوېږي او هيڅ مي په وسه نه کېږي، چي ځان ته ځواک ور کړم او د دوئ له حيواني افعالو څخه څه وليکم، خو هر څوک کولاى سي، چي دا حقايق پخپله په نيټ کي و ګوري او بيا په ګرېوان سر دننه کړي، چي اسلام اوس په څه حال کي دئ؟! څوک، چي قوت لري هغه برى او فتح هم حاصلوي، تاسي خو پوره واک لرئ او دا حکمراني او امارت مو امانت دئ، که مو ښه او د خداى تعالْى د رضا کارونه پکښي وکړه په آخرت کي به سرلوړي ياست او که نه نو د آخرت ذلت، خوارۍ او عذابونه د دې دنيا په ماڼيو او چوکيو مه سودا کوئ، ځکه امارت او حکومت، چي څونه خوږ دئ هغونه تريخ او بده نتيجه لري او د آخرت لويه بدنامي او رسوايي لکه په حکومت کي چي سته په بل څه کي نه سته. 
د اسلامي علماوو او پوهانو مسئوليت: که و وايو، چي د دغو ناخوالو ټوله مسئوله دوئ دي هم نه يو تېروتلي، ځکه دوئ دي، چي کله د استعمار ملاتړ کوي او کله يې ځانونه غلي نيولي وي، عوام يې د اسلام له اصله خبر نه کړه، ډېر مسايل يې ور څخه پټ وساتل، اسلامي روحيه يې پکښي و نه روزله. د کفارو د استعمار په مقابل کي يې سترګي پټي کړې، ګوتي يې په غوږو کي و نيولې او د اسلامي امت له حاله بيده پاته سول، ټوله عالم اسلام يې په ښکېلاکي مزو کي را تاو کړئ، خو بيا يې هم عوام له حال څخه خبر نه کړه او نه خپله په قهر سول او هر وخت يې په دې نامه ځانونه خلاص کړي دي، چي موږ په سياست کي لاس نه وهو، همدا علل دي، چي په ټوله نړۍ کي يو اسلامي عالم او پوه د ځان او مال واک لا نه لري. هر کله به چي يوه ګډاګي حکومت ته اوبه خړي سوې؛ نو دوئ به اسلامي علماوو او پوهانو ته مخه کړه، دوئ به هم پخپلو تقريرونو او ژړوونکو ويناوو خلګ ور ايل کړه او بيا به يې څه نه څه امتيازات ورکړه؟! د هغو مسائلو سره يې هم مخالفت و نه ښووئ، چي له شرعي احکامو سره يې ټکر درلودئ، دا موده ډېره اوږده سوه!!! د دوئ دا مفروض وو، چي له استعمار چيانو سره يې مقاطعه اعلان کړې واى او عوام او خواص يې د هغوئ د استعمار په مقابل کي را پاڅولي واى.
وروستۍ نتيجه: آخر څه وسوه؟ ټوله اسلامي اُمت د کفارو په منګولو کي ولوېدئ، د زنا او فحشاء له پاره په ټوله اسلامي اورشو کي موردګو خانې جوړي سوې، حراميان زيات سول، چي د ټولو بد بختيو په سر کي دوئ قرار لري، د ښځو او نرو د وصال له پاره پارکونه او نندارتونونه جوړ سول او د يو ځاى کار کولو له پاره په نړۍ واله سطحه مبارزه پيل سوه، اسلامي علماء په بې پرې او عامه توګه سپک کړه سوه او انځورونه او ويډيوګاني يې د نيټ پر صفحه ټولي نړۍ ته ننداره سوې، عوامو په ډېر فسق او فجور کي د اخته کېدلو او نه پوهېدلو له اسيته دا فکر و کړ، چي ګواکي دا به ګناه نه وي اوس، چي هر څونه ورته وايې، چي دا کار مو غلت دئ! دوئ په جواب کي وايي(دا دونه وخت اسلام او عالمان نه وه، چي زموږ پلرونو او موږ دا کارونه کوله ولي هغوئ نه ترې منع کولو، ځکه په هغه وختو کي پلانى دوني تکړه مُلا وو ولي يې نه منع کولو؟) په هر صورت اوس په ډېرو علماوو کي دا احساس پيدا سوئ دئ او انشاءالله اوسني جريانات داسي برېښي، لکه چي حالات بدلون کوي او اسلام بيرته خپل پخوانى برم مومي.
زما خبره: په پورتنۍ مقاله کي يوازي د مسلمان اُمت د غم غوړني له پاره دا هر څه کښل سوي دي، د هيڅ چا د سپکاوي او د هغه و موقف او حيثيت ته د سپکاوي په نيت قلم نه دئ چلېدلئ.
اخيستنځاى: اسلام د ضعيفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو تر منځ، مؤلف- شهيد عبدالقادر عوده، ژباړن- شهيد مولوي محمد يونس خالص او ډېر ځايونه له نورو شيانو څخه هم اضافه کووني پر سوي دي.
پاى