اسلام د ضعيفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو تر مينځ(درېيمه برخه)

ليکوال: شهيد عبدالقادر عوده

ژباړن: مولوي محمد يونس خالص

زيار: انجينير احمد شاه امين
درېيمه برخه:
ادعاوي او د هغو ترديد:
ړي دا فاسده مفکوره په اسلام کي هم مدغمه کړي، مګر دغه بې معلوماته پوهان نه پوهېږي، چي اسلام خو يوازي قرآن نه بلکه احاديث او د هغه څخه را وتلې فقه هم اسلام دئ، چي که څوک مطالعه پکـښي و لري په تمامه معنا به ورته څرګنده سي، چي اسلام يوازي دين نه بلکي پوره دولت داري يې يوه بشپړه برخه تشکيلوي، ځکه اسلام دولت او دين سره يو کوي او دين لا په دولت ساتي؛ د خوني، زناکار، غله، جګړه مار، بد ويونکي او تور تړونکي او نورو بديو او دعوو له پاره يې پوره پوره مجازات ټاکلي دي، چي د برپايه کولو له پاره يې دولت مسئول او حاکم ټاکلئ دئ. او دواړه يې د قرآن څخه برعلاوه په احاديثو کي هم په مفصله توګه مشرح کړي دي.
دوهمه ادعاء: اروپايان بېله کوم دليله وايي، چي اسلامي شريعت له معاصر وخت سره سمون نه لري، په داسي حال کي چي اسلام څوارلس سوه کاله پخوا د انسانانو تر منځ د مساوات او برابرۍ اعلان کړئ دئ، چي: موږ تاسي له يوه نارينه او يوې ښځي څخه پيدا کړئ او بيا مو پر ډلو ډلو و وېشلاست دا د دې له پاره، چي يو له بل سره و پېژنئ او بهتر هغه څوک دئ، چي متقي او خداى پال وي، مګرد اروپايانو اوس و دغي موضوع ته پام سوئ دئ، خو تر اوسه نه دي توانېدلي، چي خپله دا نظريه پر خلګو عملي کړي او د ښځو حقوق دي له نارينه وو سره برابر په خلګو ومني. اسلام په عدل کي د خپل او پردي، زورور او کمزوري فرق نه کوي، که څه هم د چا مور او پلار وي لا هم د اعتدال په ميدان کي شرعي حدود پر عملي کېږي، د حاکمي قوې قوت يې مقيد کړئ دئ او د اجتماع او ملت نائب يې بللئ دئ.
د شريعت درې ګوني اصول:-اسلام حريت، مساوات او عدالت څوارلس سوه کاله پخوا وړاندي کړي وه، شراب يې حرام او طلاق يې رواه کړئ دئ، خو اروپايان اوس په دې موضوع کي لا په اختلاف کي دي، چي ځيني يې شراب مطلق حرام او بعضې يې لږ حرام، ځيني قوانين د طلاق اجازه ور کوي او ځيني يې تر قيد لاندي بولي. شريعت و غريبانو ته د زکات او خيرات برخه ور کول خپله ټولنيز توازن راښيي، مګر سوسيالستان اوس په دې کار اخته دي، خو لا بريالي سوي نه دي، شريعت رشوت حرام کړئ دئ اورپايانو په معاصر وخت کي د دې کار د تريد له پاره قوانين وضع کړه. نو څوک، چي په دې کي شک لري، اسلامي شريعت، چي د معاصري نړۍ سره برابر نه دئ د هغوئ پر پوره بېعقلئ، ناپوهۍ، نه معلوماتو او شيطاني مفکورې دلالت کوي. 
دريمه ادعاء: ځيني اروپايي پوهان، چي د شريعت قوانين مني، خو ځيني احکام يې مؤقت ګڼي او په معاصر وخت کې عملي کول ناشونۍ بولي؛ لکه رجم، لاس پرې کول او داسي نور، چي په اروپايي وضعي قوانينو کي يې هډو اثر لا نه معلومېږي، په داسي حال کي، چي دوئ د خپلو خبرو د اثبات له پاره کوم دليل نه لري او په دې نه دي خبر، چي کله اسلام تکميل سو، الله پخپله و فرمايله، چي اوس مي ستاسي دين مکمل کړ او نور د منسوخېدلو او انحاف را وستلو حق پکښي څوک نه لري او دا احکام به ابدالابد دوام وکړي، لکه تر اوسه، چي قرآن رشتيا هم بې له تحرفه و موږ ته را رسېدلئ دئ.
څلرمه ادعاء: په اروپايي مفکوره روزل سوي پوهان که څه هم شرعي احکام مکمل مني، خو وايي، چي د ځينو شرعي احکامو عملي کول اوس امکان نه لري، ځکه اسلامي حکومتونه اوس کمزوري دي. په قرآن کريم کي الله د دې خبرو و ادعاء کوونکو ته څونه ښه جواب ورکوي، چي تاسي د الْهي احکامو په عملي کولو کي له هيچا څخه مه بېرېږئ، بلکه زما څخه و بېرېږئ او څوک، چي د دنيوي امتيازاتو او اروپايانو د خوشاله کولو او د هغو د سوغاتونو په مقابل کي زما احکام پرېږدي او د هغوئ احکام عملي کوي، دا خلګ کافران دي. پاته دي نه وي، چي اسلام هر څه احکام پر يوه تاداو وضع کړي دي، د زنا کوونکو رجم کول که څه هم ډېر نادر او عاجب کار دئ، خو اسلام دغه موضوع تر اعترافه پوري محدوده کړې ده او يا د څلورو مصلحو او رشتيا ويونکو مسلمانانو داسي شاهدي، چي زنا کوونکي يې د تار او ستن په څېر پېيلي سره ليدلي وي او بيا هر يو دغه مشاهده بيان کړي او هيڅ شبه ورسره نه وي. که څه هم دا په ظاهره فساد او ظلم دئ، خو په اصل کي ټولنه له ډېرو لويو بدبختيو لکه حراميانو له سته والي څخه پاکوي، چي اوس يې په ټوله نړۍ کي له ډېرو جنايتونو له کولو څخه خلګ تر پزي راغلي دي او تر ټولو مهم علت يې د ايډز ناروغي ده. 
پنځمه ادعاء: دوئ ته په ذهن کي ور کړل سوي دي، چي د اسلامي فقهي زياته برخه اسلامي فقهاوو له ځانه جوړه کړې ده او دا د دوئ د افکارو او ابتکار محصول دئ. د اروپا د ځينو پوهانو څخه ګاى وخت داسي اورېدل سوي دي، چي د مذاهبو امامانو له بشري سويې څخه لوړه سويه درلوده، ځکه دوئ پخپل فکر کي د بشريت څخه ديارلس پېړۍ سبقت ګټلئ دئ. په داسي حال کي، چي نوره نړۍ اوس کرار کرار دا موضوعات درک کوي او د تبعيض او بغض له امله خاشه پر اچوي او پر خپله قريحه نوري پالتو لاري ور ته جوړوي زموږ د امامانو اقوال را اخلي او بې له کومو تاريخي شواهدو څخه يې پر خپلو فيلسوفانو تړي او زموږ ځيني ښويېدلي فرهنګپال ځوانان يې هم ور سره تايدوي او په هر ځاى کي په لوړ آواز ګډ وي، چي پلانى فيلسوف داسي وايي، خو خبر نه دئ، چي دا د چا وينا ده او پر چا تړل سوې ده؟! 
اسلامي فقهاوو د شريعت ټوله عمده مسائل سره را ټول کړه، د هر حکم ټوله افراد يې تر هغه حکم لاندي را وستل او هره مبداء يې پر خپلو جزئياتو تطبيق کړه او ډېر احکام، چي په قرآن او حديثو کي صرف نغوته ور ته سوې وه هغه يې په مفصل ډول موږ ته بيان کړه، دا چي په اسلامي فقه کي کوم افتکار او لوړتيا ښکاري دا د شريعت هغه امتياز او لوړتيا ده، چي له انساني فکر څخه يې لري؛ نو ځکه هغه مسائل، چي دوئ درک کړي دي له ځانه يې نه دي بيان کړي، بلکه هر يو يې په شريعت کي خورا پوخ تاداو لري.