چینجي او پتنګ

راليږونکی : صفي الله

چینجي او پتنګ
یوه شپه کتابتون کې پتنګ له چینجي سره خبرې کولې ...

چینجي پتنګ ته وویل:
ما ډیر وخت د بوعلي سینا او فارابي په کتابونو کې تیر کړ،دبو علي سینا په شان اوچتې پایې شاعر او دفارابي په شان اوچتې درجې فلسفي کتابونو مطالعې سره هم زه د ژوند په راز پوه نشوم او په تیارو کې تپیږم ،زما دبخت ورځې دحقیقت له لمره د بې برخې کېدو له امله دشپې په شان تاریکه دي.
پتنګ په ځواب کې وویل:
ملګریه !
دا خبرې له کتابونو نه زده کیږي، که په دې راز پوهېدل غواړې عشق اختيار کړه او د عشق له تندو سره اشنايي پيدا کړه، د عشق اور ژوند په صحیح معنا ژوندی کوي او د پرواز طاقت وربښي.
له ،،حکیات اقبال٬٬ څخه