ماشومان او ليکوالي

ګلونو ماشومانو!

ليکوالي د دې عصر يو له اساسي غوښتنو څخه شمېرل کيږي. څوک چې ليکوالي نشي کولى هغه ته بشپړ باسواد ويل هم يوه جفا ده. زموږ د ټولنې له مصيبتونو څخه يو دا هم دي چې له ليکوالي څخه مو سمه يوه پوهنځۍ جوړه کړې، يعنې زموږ په ټولنو کې ليکوالان مشخص کسان دي، موږ وايو چې فلانى، فلانى او فلانى ليکوالان دي او نور نه او يا که څوک چاته ووايي چې د فلانۍ موضوع په اړه يو څه وليکه هغه ورته وايي چې زه ليکوال نه يم! په داسې حال کې چې پوهنتون يې هم ويلى وي او يا له دولسم ټولګي څخه خلاص شوى وي.

په پرمخ تللو ټولنو کې دا نشته چې فلانى او فلانى ليکوالان دي نور نه. هلته چې هر چا وخت پيدا کړ که هېڅ نه وي خپله خاطره خو ليکي او بايد چې همداسې وي، هرڅوک بايد يوه څه وليکلى شي (هغه څوک چې ليک او لوست کوى شي) دا نه وي چې زه ليکوال نه يم او فلانى ليکوال دى.

زموږ په ټولنو کې له دوو شيانو څخه خلکو ځانته په اصطلاح بلاوې جوړې کړي، چې يوه ليکوالي ده او بله يې تقرير او يا د خلکو په وړاندې وينا کول، داسې ډېر کسان شته چې درس يې هم ويلى وي ښه پوه هم وي خو د ستېچ سر ته به نه خيژي او وايي به چې زه تقرير نشم کوى. دا په اصل کې د خپل استعداد پر سر وهل او له منځه وړل دي په داسې حال کې چې که په معاصره نړۍ کې څوک د تقرير لپاره د ستيچ سر ته ونه ختل ډېره مشکله به وي چې په خپل ژوند کې پرمختګ وکړي. ليکوالي هم همدارنګه ده. بايد ورته په دېره لوړه سترګه ونه ګورو، بايد حقيره يې وګڼو بيا کولى شو پر مخ ولاړ شو او بريا لاسته راوړو.

داهم بايد هېر نکړو چې هرڅه ځانته يوه طريقه لري، ليکوالي هم يوه طريقه او ځنې اصول لري، چې له دې اصولو څخه لمړى او اساسي غوښتنه دا ده چې ليکوال بايد(که مسلکي موضوع وي، نه په خاطرو او دې ته ورته موضوعاتو کې) مطالعه يا ولري او يا يې پيل کړي.

په ليکوالۍ کې بله مهمه خبره دا ده چې ليکوال بايد د خپلې ژبې (هغه ژبه چې ليکنه ورته کوي) په اصولو ځان خبر کړي.

که څوک غواړي چې ليکوالي پيل کړي او ښه ليکوالي وکړي بايد د هغه څه ليکل پيل کړي چې په هماغه ورځ کې پرې تېر شوي وي او يا د ژوند کومې خاطرې يې وي هغه وليکي دا په ليکوالۍ کې مهمه اغېزه لري.

ګورئ ماشومانو!

هر کار چې کوو بايد نيت مو ښه وي، اخلاص پکې وي، د دين مطابق او ورڅخه اصلي موخه د خداي جل جلاله د رضا ترلاسه کول وي. که ليکوالي هم کوو بايد موخه مو پکې د خداي د رضا ترلاسه کول وي، نه کوم بل هدف. کله چې هدف د خداي جل جلاله د رضا لاسته راوړل وي، بيا الله جل جلاله هم په دې لاره کې زموږ سره مرسته کوي او لاس مو نيسي.