په روژه کې په تنده څنګه برلاسي شو؟!

ژباړه او ټولونه: زاهد جلالي

کله چې روژه په اوړي کې راشي نو ورځ تقريبا څوارلس ساعته وي، پدې وخت کې کې هوا هم ډيره توده وي او ورځ هم اوږده، هر په روژه کې تږى کيږي په ځانګړې توګه هغه څوک چې، دروند کار کوي، خو بيخي له دغه مشکل سره مخ کيږي. دا بايد څوکهيره نکړو چې غذا د تندې په ماتولو او مخنيوي کې مهم نقش لري، د دې لپاره چې په روژه کې په تنده بريالي شئ لاندېيني سپارښتنو ډيره پاملرنه وکړئ:

١ – د اوبو ځښل، اوبه د ټولو مشرباتو اساس ده، نو هيڅ کوم بل داسې مشروب نشته چې د اوبو ځاى ونيسي، پوهان وايې چې په روژه کې بايد د ورځي يو  او يا يونيم ليتر اوبه وڅښل شي، ښه به دا وي چې معدني اوبه وڅښل شي، ترڅو هغه څه جسم ترلاسه کړي چې للاسه يې ورکړي.

د اوبو لپاره بايد لاندينۍ لارښوونو ته پام وکړو:

-د اوبو سر بايد تر ډيره خلاص پاتې نشي، ځکه د زموږ د خولې او محيط باکترياوې په هغې کې فعاليږي او په عفونيت بدليږي.

-بوتل پاک مينځئ، دننه اوبيرون، که کولى شي بوتل هره ورځ تبديل کړئ ښه به وي.

-که ممکنه وې هغه اوبه چې څښي پکې د ځنې څيزونه لکه ليمو او نعناع او داسې نور شيان واچوئ.

٢ – د پشنمي ځنډول، ښه به دا وي چې پشنمى وځنډول شي لکه څنګه چې سنت موږ ته امر کوي، ښه به دا وي چې پشنمي د شپي په دريمه برخه کې وکړل شي، ترڅو په روژتي ورځ ونه ځنډول شي، او که په پشمني که خوراک لږ وشي بيخي ښه ده.

 ٣ – د منبهاتو لږول، چاي، قهوه او ټول هغه څه  چې د اوبو د بديل په څير استعماليږي، بايد تري ځان وژغورل شي، ځکه دا په جسم کې د اوبو د لمنځه وړلو عامل ګرځي.

٤ – د لمر له مستقيمو وړانګو څخه ځان ساتل، لمر د انسان له وجود څخه اوبه وباسې او له تندې سره يې مخامخ کوي، ځکه خو بايد د لمر له شعاعو څخه ځان وژغورو.

 

٥ – له هغو خوړو او څښلو څخه چې کيمياوي دواګانې پکې په ډيره کچه استعمالې شوې وي ځان ژغورل، په ځانګړې ډول د پشنمي په وخت کې، ځکه داسې خواړه ډيرو اوبو څښلو ته اړتيا لري.

٦ – کوښښ وکړئ، د شپې له خوا ډيرې او به ونه څښۍ.

٧ - کوښښ وکړئ، په پشنمي او روژه ماتي کې سبزيجات او تازه ميوه ډيره وخورئ، ځکه داسې خواړه له ځانه سره د اوبو ډيره اندزه لري او په معده کې د ډير وخت لپاره پاتې کيږي، چې تنده لمنځه وړي.

٨ – په غذا او په ځانګړې توګه په سلاطې باندې له ډيرې مالګې اچولو ځان وژغورئ، ښه طريقه خو دا ده چې د مالګې لپاره ليمو استعمال شي، ځکه ليمو د ماګې ځاى نيوى شي او له هر هغه څخه ځان وژغورئ چې د مالګې په څير دي.

٩ – له هغو خوراکونو او غذا ګانو څخه بايد ځان وساتو چې پخپله مالګين وي، لکه مالګين ماهي، ځکه دا په خپل ذات کې مالګين يا (شور) دي او د اوبو څښلو ته د انسان اړتيا پکې ډيره وي.

١١ – ځنې خلک په دې فکر کې دي، چې په پشنمي کې ډيرې اوبه څښل انسان ته ګټه رسوي او په ورځ کې يې اوبو ته ډيره اړتيا نه پيدا کيږي، دا غلط باور دى، ځکه کومې اوبه چې د انسان وجود کې اضافه وي پخپله څو ساعته وروسته له جسم څخه ورځي.

١٢ - په روژه کې د ځنو مايعاتو لکه جوس او ځنو غازي اوبو (پيپسي، ډيو او ...) په شدت سره په معدې اغيزه کوي او د ډوډۍ د هضم مشکلات رامنځ ته کوي، په معده کې ځنې اضطرابات پيدا کوي. د روژه ماتي په وخت کې د ډيرو يخو اوبو څښل د انسان معدې ته ضرر رسوي او سمې هاضمې ته يې نه پريږدي، د دې لپاره بايد ډرې يخې اوبه ونه څښل شي او د دې پرځاي معتدلې او برابرې او به وڅښل شي. او اوبه بايد په يو غړپ ونه څښل شي، مګر په غور سره ورو ورو وڅښل شي، د ډوډۍ خوړو پرمهال بايد په تيزي سره اوبه ونه څښل شي ځکه دا هم معده سمې هاضمې ته نه پريږدي.

١٣ - همدارنګه ويل کيږي چې په روژه کې د مصنوعي جوسونو له څښلو څخه هم بايد ځان وژغورل شي، څکه داسې جوسونو کې له خوږو څخه ډيره ګټه پورته شوې وي او دا هم د تندې عامل ګرځي، اوسني طب ثابته کړيده چې په ځانګړې توګه ماشومانو ته مصنوعي جوس ډير تاوان لري، داسې جوسونه ماشومانو ته حساسيتونه پيدا کوي، د دې پرځاي ډاکټران توصيه کوي چې د تازه ميوې له جوس څخه دې ګټه پورته شي.