پر اسلام د غرب يو بل ګوزار
ليکوال: زاهد جلالي

د امريکې د فلوريدا په ايالت کې د ډوف په نامه يوه کليسا اراده لري چې د روان کال د سپتمبر په يوولسمه د شپې له شپږو بجو څخه تر نهو بجو پورې د ( د قرآن سوزونې نړيواله ورځ) په نامه رسمي مراسمو کې د يو عشاريه شپږ شپيته بليونه مسلمانانو مقدس کتاب قرآن وسوځوي.
دا کليسا چې د دوف نړيوال مرکز په نامه ده، غواړي په سپتمبر د يوولسمې د قربانيانو د ياد د تازه کولو لپاره په همدې ورځ د قران د سوزولو مراسم جوړ کړي، د دې کليسا مشر جونز تيريله سي ان ان سره په خبرو کې وويل چې موږ په دې باور يو چې اسلام د شيطنت دين دي او له دې لارې غواړو د اسلام د خپراوي مخه ونيسو، که دا کليسا څه ونه کړي، بله کليسا څه ونه کړي، نو د اسلام د خپراوي په مقابل کې به څوک ودريږي، دا کليسا په خپل داسې غير منطقي دلايلو غواړي د اسلام د خپراوي مخه ونيسي، ځکه دوى ويره لري چې حتى د امريکې د متحده ايالاتو قانون ورو ورو اسلامي شريعت نشي.
د نوموړې کليسا د ويب پاڼې په لمړۍ پاڼه کې يوه ويډيو ده په هغې کې ډيره هڅه شوې چې غرب د اسلام د خپراوي او دوي ته يې له خطره وويروي، په دې ويډيو کې د انګلستان مسلمانان ښيې چې مظاهره يې کړې او د الله اکبر نارې وهي، بله خوا په يوه غونډه کې يو مسلمان وايې چې په راتلونکى کې به د انګلستان ټول پارلمان مسلمانيږي، بيا د حزب الله مشر ښيې چې د مرګ په امريکا نارې وهي، بله لور د ايران جمهور رئيس ښيې هغه وايې چې اسلام به ټول غرب فتح کوي، بيا په غزه کې مسلمانان ښيې چې د امريکې او اسرائيل په ضد د جهاد اعلان کوي، دوي په دغه ويډيو ګانو کې ډيره هڅه کړې چې ټول عيسايان له ځان سره د قران په سوځولو کې موافق کړي، خو دا ويډيو که هر عاقل انسان وويني په دې به اعتراف وکړي چې دا هسې بيځايه د پروپاګند لپاره دي، دا کوم منطق مني چې اسرائيل دې مظلوم فلسطينيان په بمونو ولي خو فلسطينيان دې د خپل ځان دفاع هم نکوي!!! کله چې اسرائيل فلسطينيان په هرډول بمونو ولي، فلسطينيان دې د خپل غږ د اوچتولو لپاره يوه مظاهره هم نکوي. که داسې نه وي نو جونز ولې د فلسطينيانو پر يوې مظاهرې هم انتقاد کوي؟
دا کليسا چې د ټولو مسلمانانو او حتې د ځنو عيسايانو غصه يې راپارولې وايې چې له دې لارې غواړي د سپتمبر د يوولسمې د وژل شويو د ياد د تازه کولو او په غرب او په ځانګړى توګه په امريکا کې د اسلام د خپراوي د مخنيوي لپاره تقريبا ١٥ پنځلس ورځي وروسته د سپتمبر په يوولسمه د قرآن سوزولو رسمي ورځ وګرځوي. ډوف کليسا او په ځانګړې توګه جونز تيريپه ډيره احمقانه ډول استدلال کوي چې د سپتمبر په يوولسمه دوي ډير عيسايان ووژل، په داسې حال کې چې تر اوسه پورې د سپتمبر د يوولسمې د حادثې عاملين نه دې ښکاره شوي، ډيړى سياسي مبصرين په دې اند دي چې د سپتمبر يوولسمه هم د اسلام د نوم بدولو او د اسلامي هيوادونو د اشغال پلان و، دا موضوع ډيرى مسلمان پوهان هم ردوي او وايې چې دغه حادثه دوي د دې لپاره پر مسلمانانو تپي چې په غرب کې د اسلام رنګه بده کړي، همدا وه چې له دې حادثې وروسته ډيرى خلکو کې د اسلامک ترورستس نوم پيدا شو، چې دغه نوم د مسلمانو مفکرينو له لورې په ډير شدت سره رد شو.
ډيرى غرب ميشتي مسلمانان هم د سپتمبر له حادثې سره موافق نه و او هغوي په دې اند دي چې دا حادثه خپله د غرب له لورې د اسلام د خپريدو د مخنيوي او د مسلمانانو څخه د نفرت پيدا کولو لپاره شوې، هغوې وايې چې  په دغه حادثه کې مسلمانان هم ووژل شول چې تعداد يې تقريبا دوه سوو ته رسي. په غرب کې داسې ډير مسلمانان شته چې له امريکې سره مينه لري ځکه هغه يې ټاټوبى دى او د سپتمبر له حادثې څخه خوښ نه دې.
مسلمان داعي او مفکر دکتور ذاکر نايک د سپتمبر د يوولسمې په اړه وايې: ٧٥% پينځه اويا فيصده غربي ساينس پوهان په دې اند دې چې د سپتمبر د يوولسمې حادثه د امريکې د حکومت له لورې يوه پلان شوې حادثه وه او دا کار امريکايې انجينيرانو پلان کړى او د دغه کار اصلى لامل په ځنو غني هيوادونو باندې د کنترول او د سلطې د پيدا کولو لپاره و، ذاکتر نايک د جون په نامه د يو امريکايې پروفيسر خبره را اخلي چې وايې: موږ په دې باور يو چې له افغانستان څخه پينځه او شپږ کسه نشي کولې په امريکې کې د نړۍ تجارتي تعميرونه وران کړي . دلته خپله بمونه نصب شوې و ځکه دا تعمير کيناست کنه دا تعمير به چپه شوى و. په دې اړه ډيرو مسلمانو مفکرينو ډير داسې معقول دلايل وړاندې کړي چې د سپتمبر د يوولسمې حادثه د امريکې د حکومت له لورې يو تنظيم شوى پلان و.
 په يو بل ځاى کې جونز تيري په ډير احمقانه ډول ادعا کوي چې اسلام د سولې دين ندى، په داسې حال کې  چې د دوي دا ډول عمل د دوي نهايت تعصب ښيې، اسلام هيڅ کله هم د نورو اديانو په مقابل کې له داسې لارو څخه د استفاده نه مني، اسلام بشريت ته ديني آزادي ورکړې، الله تعالى فرمايې: لا اکراه في الدين.
 جونز تيريبې له دې چې حقايقو ته وګوري وايې چې اسلام داسې دين دى چې ښځه ته حق نه ورکوي، دا د تيري له اسلام سره نا اشنا يې ښيې او يا هم له ډيره تعصب څخه د هغه بيځايه ادعا ده، کله چې تيري په اسلام انتقاد کوي او اسلامي اساساتو ته په سپک نظر ګوري بايد خپله ټولنه له هغې اسلامي ټولنې سره چې اسلامې قانون پکې عملي کيږي په مقايسوي نظر وګوري، تيري په سعودي عربستان انتقاد کوي چې اسلامي قانون پکې يو اندازه عملې کيږي، کله چې هغه دا انتقاد کوې دا يې هيره کړې وي چې سعودي عربستان په داسې حال کې چې اسلامي قانون پکې په ټوله معنى نه عملې کيږي په نړۍ  کې ترټولو با امنيته هيواد دى او د دې په مقابل کې د امريکې متحده ايالات په نړۍ کې يو له هغو هيوادونو څخه دى چې د جرم او جنايت اندازه پکې ډيره زياته ده.
يوه امريکايې چينل چې جونز تيرياو امريکا ميشتى مسلمان يې راغوښتى و، تيري د مسلمان ځوان د منطقي استدلال په مقابل کې بې ځوابه و،  په داسې حال کې چې تيري غوښتل ځان له خبرو وباسي وويل: موږ په دې باور يو چې موږ به له دې لاري د مذاکرې ميز پرانيزو. د ده په مقابل کې مسلمان ځوان په يو ډير معقول ځواب هغه لاځوابه کړ مسلمان وويل: تاسو دا ډول له تعصب او تبعيض څخه ډک کار به نه يواځې داچې د مذاکرې ميز پرانيزي مګر د مذاکرې پرانستل شوي ميز به ختم کړي، ماته مې وراره وويل چې کاکا دا امريکايان ولې زموږ مقدس کتاب سوځوي؟ داسې ضد انساني کارونه حتى په ماشومانو کې تعصب منځ ته راولي.
دا د دې کليسا لمړۍ ځل ندې چې د اسلام په وړاندې خپله دښمنۍ ښکاره کوې مګر د دې کليسا مشر جون تيري پخوا هم يو کتاب د(اسلام د شيطنت دين دى) په نامه ليکلى، همدارنګه دا کليسا يو ډول زيرپيرانيانې هم خرڅوي چې په هغې کې يې ليکلې وي (اسلام د شيطنت دين دى)، د خپلو مراکزو په شواخوا سيمو کې يې لوحې ليکلي (اسلام د شيطنت دين دى)، څو څو وارې تيري په خپلو مرکو کې له امريکايې مختلفو چينلونو سره ويلي: اسلام د دروغو او جګړې دين دى د اسلام سولې ضد کارونه څو څو وارې ښکاره شوي.
 دغې کليسا په يوټيوب کې هم خپلې ويډيو ګانې خپرې کړي او د دې ترڅنګ يې په فيس بوک کې هم د خپل فعاليت او د داسې موقف د خپرولو لپاره يو ټولګى پرانستى چې تر اوسه ١٦٠٠ يو زر او شپږ سوه علاقه مندان لري، د دوي  په مقابل کې بيا په د فيس بوک يو بل ګروب چې د دوي پر ضد جوړ شوى او تر اوسه پورې ٣١٠٠ درى زره او سل کسه علاقه مندان لري او دوي له فيس بوک څخه غوښتي چې د نوموړې پاڼې د فعاليت مخه ونيسي. د ډوف کليسا له دغو وسايلو څخه په استفادې غواړې د ټولې نړۍ عيسايانو ته خپل پيغام ورسوي ترڅو ټول په نوموړې ورځ قرآن وسوزوي.
 د دوې په مقابل کې د سلامي ډلو څخه د ملاتړ شورى چې د اسلامي نړي او امريکې د اړيکو په اړه فعاليت کوي له مسلمانانو غوښتي چې په دغه مياشت کې د قران کريم ويشل ګړندي کړي ترڅو د اسلام او د قرآن په ضد د داسې فعاليتونو مخه ونيول شي چې تر اوسه پورې يې يولک نسخې قرآن چاپ او ويشل يې پيل کړي. د دغې موسسې وياند ابراهيم هوپر وايې: مسلمانان بايد هڅه وکړي، د اسلام اصلي بڼه خلکو ته وښيې او د داسې اسلام ضد فعاليتونو مخه ونيول شي.
له داسې اسلام ضد فعاليتونو سره نه يواځې مسلمانان مګر ځنې مسيحيان هم مخالف دي د پروتستانت انجيل ملي شورى چې په امريکې کې يو له با نفوذه شورى ګانو څخه ده په خپله يوه بيانيه کې له ډوف څخه غوښتې چې له خپلې ارادې څخه دې منصرف شي.
دا لمړى ځل ندى چې د اسلام دښمنان د اسلام په مقابل کې خپله دښمني ښکاره کوي او داسې له تعصب څخه ډک کار ته لاس اچوي، مګر پخوا هم داسې ډيرې هلې ځلې شوي چې يو له هغو څخه د اسلام د پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د کاريکاتورونو ويستل او بيا په دې وروستيو کې د دغو کاريکاتورونو په نامه ورځ نومول او هر څوک دغسې کار ته هڅول شوي دي.
خو دا هر يو کار د خداي په فضل ناکام دى او اسلام تر پخوا ډير په غرب کې د خپريدو په حال کې دى، د سپتمبر د يوولسمې حادثه کې مسلمانان ډير وځپل شول خو دغې حادثې غربيان د اسلام مطالعه کولو ته وهڅول چې په پاى کې د زرګونو خلکو په مسلمانيدو تمام شو، همدارنګه کله چې په ډنمارک کې او په دې وروستيو کې د نړۍ په ميډيا کې نبي کريم صلى الله عليه وسلم د کاريکاتورونو د ويستلو دښمني هم د اسلام په ګټې پاي ته ورسيده، له دې حادثې څخه هم وروسته د نړۍ هغه خلکو چې د اسلام په اړه يې معلومات نه لرل مطالعه پيل کړه او ډير کسان د اسلام مبين دين ته راواوښتل.
اوس د دوي دا دښمني هم انشاء الله د دوې په ضرر تماميږي، د خپل کتاب حفاظت او ساتنه به يواځې الله کوي، لکه څنګه چې الله تعالى فرمايې:انا نحن نزلنا الذکر و انا له لحافظون.. دا کتاب الله تعالى نازل کړى او الله به يې ساتونکى وي. دوى پرځاي د دې چې خلک اسلام ته له اوښتو وساتي نور هم اسلام ته هڅوي او انشاء الله دا به هم د نورو په څير د اسلام او مسلمانانو په ګټه پاى ته رسي.