د ملګرو ډولونه

 
ليکوال: علي طنطاوي ژباړن: زاهد جلالي
 

اى ځوانه!  قلم او کاغذ راواخله، کوښښ وکړه چې د ټولو ملګرو نومونه دې پرې وليکې، بيا دې ملګري په څو ټولګيو وويشه، ځنې د دو به داسې وي چې حقيقت کې ملګري ندي، لدوي څخه به ځنې داسې وي چې هره ورځ يې په موټر او يا بس کې وينې، هغه پر تا سلام اچوي او ته هم پرې سلام اچوې. ځنې به د دفتر ملګري وي او په کار کې به درسره يوځاى وي، د يو ميز مخې او شاته به سره ناست وۍ.
که غواړې چې ملګري دي اصلاح او ښه خلک وي، نو د ټولو ملګرو او دوستانو نومونه وليکه بيا په هر يوه کې فکر کوه چې: آيا دى په خپل نفس کې صالح دى او که غير صالح، آيا خپل ملګري ته مخلص دى او که يواځې د ځان په فکر کې دى او خپله ګټه ګوري د بل چا په فکر کې ندى. آيا د خپل ملګري سات تيروي او که هسې خسته کن دى؟ کله چې دى دا کار وکړ نو ملګري به لانديني څو ډوله وي:
-ځنې د دوي به داسې وي چې لمونځونه به کوي، روژې به نيسي او د متقيانو سمت به يې ځانته اختيار کړى وي، مګر دا ټول به د دنيا لپاره کوي، دا کارونه به د دنيا د لاسته راوړلو لپاره د زينى په څير استعمالوي او د مال د لاسته راوړلو لپاره به يې کوي، د ده حقيقت له ظاهر سره ډير توپير لري، کله چې درسره وعده وکړي خيانت به کوي او کله چې ورسره معامله وکړې چل به درسره کوي.
-ځنې د دوي به داسې وي چې په معامله کې به صادق وي او امانتکار به وي، مګر لمونځ به نه کوي او روژه به نه نيسي، يواځې د دين نوم به پکې وي نور هيڅ هم نه، داسې خلک ستا دين فاسدوي.
-ځنې د دوي به داسې وي چې صالح به وي او عابد به وي، مګر ډير شهوتى به وي، بې له شهوته به بله خبره نه لري، داسې کس ستاسو مړ رغبت راژوندي کوي.
-ځنې د دوي به داسې وي چې په معامله کې به صادق وي او امانتکار به وي، مګر ملګري ته به ګټه نه رسوي او ملګرى به نه خوښوي.
-ځنې د دوي به داسې وي چې ملګرى به خښوي او خدمت به يې کوي، دى به د ملګرتيا داسې پولې ته رسيدلې وي چې د ملګري لپاره به د خپل دين په کيسه کې هم نه وي، داسې خلک د ملګرى لپاره خپل امانت خيانت کوي، داسې ملګري دې لځانه سره دوزخ ته بيايي.
-ځنې د دوي به داسې وي چې دينداره به وي، له ملګري سره به ښـه وي، د خداي حقوق به نه ماتوي، مګر د ژوند په اصولو به نه پوهيږي.
-ځنې د دوي به احمق او فاهش وي.
-ځنې د دوي به داسې وي چې ستا د منصب او وظيفې په خاطر به درسره ملګرتيا کوي، داسې ملګري تاسې د خپل ورځنې زينت په څير استعمالوي او تا به د زيور په څير چې ديوال پرې ښايسته کوي استعمالوي.
-ځنې د دوي به داسې وي چې په خپل نفس کې به صالح وي، معاملې کې به امين وي، په خبرو کې به ريښتېنى وي، ملګري ته به ګټه رسوي او ملګرى به خوښوي، په داسې ملګري منګولې ولګوه.
په لنډ ډول ملګري پنځه ډوله دي: ځنې ملګري به د هواء په څير وي چې بې له دينه ژوند ممکن ندى. ځنې ملګري د ډوډي په څېر وي چې انسان بې له ډوډې څخه ژوند نشې کوى، کله ناکله به يې خوند خراب وي يا به يې هضم مشکل وي. ځنې ملګري به د دواء په څير وي خوند به يې خراب وي خو بې له دينه هم کله نا کله ژوند ممکن ندى. ځنې ملګري د شرابو په څير وي خوند به يې ښه وي خو صحت خرابوي او شرافت لمنځه وړي. ځنې د بلا‌ په څير وي.
هغه څوک چې د هوا په څېر دى هغه دې هم دين ته ګټه لري او هم دنيا ته. هغه څوک چې د ډوډۍ په څېر دى هغه دې هم دين ته ګټه لري او هم دنيا ته مګر لږ خسته کن غوندې به وي، کله ناکله به دې په خپل سخت طبيعت خسته کوي. هغه څوک چې د دواء په څېر وي هغه ته به کله کله سخته اړتيا پيدا کوئ او ګټه به ترينه پورته کوئ، خو نه به دې دين ته ګټه رسوي او نه به ورسره ناسته خوند درکوي. هغه څوک چې د شرابو په څېر دي، هغه ډير خوند درکوي او رغبت به دې در رسوي مګر اخلاق به دې فاسدوي او آخرت به دې تباه کوي. هغه څوک چې د بلا په څير وي هغه دې نه دين ته ګټه رسوي او نه هم دنيا ته، نه به ورسره ناسته خوند درکوي نه خبرې، مګر مجبور يې چې ورسره خبرې وکړې.
دين بايد د ملګرتيا اصل وګرځوئ او د الله رضا تله، هغه څوک چې ستا دين ته ګټه رسوي ځان ورسره ملګرى کړه، که څه هم هغه سره ناسته پاسته مشکله وي. هغه څوک چې تا نه راضي کوي پريږده يې، مګر که خبرو ته يې اړتيا لرى نو دا خبري يو ضرورت کيدى شي، پدې شرط چې دا خبرې له حده ډيرې نه شي. هغه څوک چې ستا دين ته ضرر نه رسوي او دنيا ته دې ګټه نه لري مګر يو څه ورسره وي چې ته ورته محتاج وې، نو له هغه څه څخه چې دى يې لري ګټه پورته کړه، پدې شرط چې له نورو کارونو دې ونه باسي او عبث کارونو ته دې ونه کاږي.