ادبي شجاعت
 

ليک: محمود سالم

ژباړه: زاهد جلالي

 

يواځې جګړه د شجاعت ډګر ندى...او نه هم وهل او ټکولو ته شجاعت ويل کيږي...ادبي شجاعت هم شته چې په ځنو سختو مواقفو کې ښکاره کيږي. د ادبي شجاعت په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: (افضل الجهاد کلمة حق عند سلطان جائر.)
ژباړه: تر ټولو ښه جهاد د ظالم پاچا په وړاندې حق ويل دي.
د ادبي شجاعت له قيصو څخه يوه هم دا قيصه ده چې د عباسي خليفه منصور په وخت کې تيره شوې، منصور خبر شوى و چې له يوه کس سره د بني اميه ځني اموال او اسلحه ده....امير المومنين منصور امر وکړ چې دا سړى ده ته راولي، د ده عسکر ولاړل او هغه يې ده ته راوست.
منصور هغه سړي ته وويل: داسې مو اوريدلي چې لتاسره د بني اميه ځنې اموال شته، نو ته هغه ټول دلته راوړه چې بيت المال ته يې تسليم کړو... سړي وويل: اي امير المومنينه! ته د بني اميه وارث يې؟. امير المومنين منصور وويل: نه. سړى وويل: نو ته ولې د هغه مالونو پوښتنه زما څخه کوي او وايې چې دلته يې راوړه؟. منصور يو اوږد فکر وکړ او بيا يې وويلي: بني اميه له خلکو سره ظلم کړى و، د مسلمانانو مالونه يې په زوره غصب کړې وو... دا زما مسوليت دى چې هغه مالونه واخلم او بيا يې بيت المال ته تسليم کړم... سړي وويل: د دې خبرې د رښتيا کولو لپاره امير المومنين دليل ته اړتيا لري اول دا چې دا مالونه د بني اميه دي، که چيرته دا ثابت شو، دوهم دا چې دا مالونه بني اميه له خلکو څخه غصب کړي، هغه وخت کې خو له بني اميه سره ډير مالونه و، بې له هغه مالونو څخه چې امير المومنين وايې چې له خلکو يې غصب کړې و.
منصور ځمکې ته وکتل بيا يې سر راپورته کړ او خپل وزير ربيع ته يې  ويلي: دا سړى رښتيا وايې، بيا يې هغه سړي ته وکتل او ويې ويل: ته څه اړتيا لرې چې زه يې درته پوره کړم؟ سړي ځواب ورکړ: هو امير المومنينه، منصور وويل: څه ضرورت لرې وايه؟ سړي ځواب ورکړ: زه غواړم هغه کس زما سره مخامخ کړې چې تاسو ته يې دا خبره کړې، بيا يې امير المومنين منصور ته مخه کړه او ويې ويل: په الله جل جلاله قسم دى اي امير امومنينه چې نه زما سره مال شته اونه هم سلاح.
منصور د سړي په خبره حيران شو او ورته يې وويل: نو دا خبرې دې څنګه وکړې؟ سړي ځواب ورکړ: کله چې د امير المومنين  مخې ته حاضر شوم. زه پدې وپوهيدم چې امير المومنين عادل سړى دى، حق مني او له باطل څخه ځان ساتي..زه پدې ډاډه شوم چې څه چې وايم د حق د ثابتولو ښه لاره ده.
منصور د هغه سړي په راوړلو امر وکړ چې دوي ته يې دا جاسوسي کړې وه... کله چې يې هغه کس راوړ متهم پدي وپوهيده چې هغه څوک دى او ويې ويل: دا زما خادم دى، هغه څوک چې زما څخه يې پنځه سوه ديناره اخستې و او وتښتيد... منصور خادم ته وکتلې، خادم وويريد او اعتراف يې وکړ چې ده له هغه څخه پنځه سوه ديناره تښتولي و او ويې ويل: ما دا کار ځکه وکړ چې تاسو دى بندي کړئ او دى به زما څخه دا پيسې ونه غواړي.
منصور هغه سړي ته وويل: ته څه غواړې؟ له ده سره څه وکړو؟ سړي ځواب ورکړ: اي امير المومنينه! د الله لپاره يې معاف کړى او ځکه چې دۍ د امير المومنين مجلس ته حاضر شوى. منصور د ده دا کار او خبره  وستايله..او هرکله به ي ويلې: ما هيڅ څوک په مجادله کې د ده په څير نه و ليدلي.