ماشومانو ته ليکنې:

د بلال چرگه

 
ژباړن: زاهد جلالي
 

يوکس بلال نوميده، يوه چرګه يې لرله چې ډيره پري ګرانه وه، بلال به ويلي چې چرګه يې د لمانځه لپاره  پاڅوي، غله کور ته نه پريږدي او داسي نور اوچت صفات لري.
 اختر راورسيد خو له بلال سره پيسې نه وي چې پري پسه واخلي، حلال يې 
کړي او د ځان لپاره څه خواړه برابر کړي، دي ډير فقير و، هيڅ يې هم نه لرل چې خرڅ يې کړي او د خوړلو لپاره پيسي لاسته راوړي او په چرګ خو يې زړه نه کيده چي حلال يې کړي، نو له يوه اوږده فکر څخه وروسته يې ښځي ته وويل: مجبور يو چرګه حلاله کړو، زه جومات ته ځم ته چرګه حلاله کړه!.
کله چې د بلال ښځه د چرګ د حلالولو لپاره راپاڅيده او چرګي ته يې لاس ور اوږد کړ، چرګه وتښتيده، د ګاونډيانو کور ته ولاړه، همداسي بام په بام د خلکو په کورو اوښته، کله چي ګاونډيانو چرګه وليده، د بلال له ښځي يې پوښتنه وکوله چې ولي يې حلالوي؟ د بلال ښځي ورته وويلي چې د خوړلو لپاره څه نشته. هغوي چې دا حال وليد، هر يوه د خپلي وسي مطابق ورته خواړه نور شيان وروليږل، يوه پسه ورته و راوليږه، بل چرګه، بل غوا، تردي چې کور يې ډک شو. کله چې بلال کورته راغي، په حيرانتيا يې له خپلي ښځي څخه پوښتنه وکوله دا څه دي؟ ښځي يې ورته ټوله کيسه وکوله. هغه چې کيسه واوريده، د الله جل جلاله شکر يې وويست او ډير خوښ و چې چرګه يې ورسره ملګري پاتې شوه.