غزل

درخو ته ګوره د ادم په نظر
نه د دنيا نه د عالم په نظر
جام به دا بيا درته هر څه وښائ
که ورته وګورې د جم په نظر
دې خالي ډول کښې ده دنيا د مستۍ
لږ خو ئې و ګوره د ډم په نظر
زرينو وړانګو ته د لمر مو کله
کتلي هم دي د شبنم په نظر؟
دا کړېدلي ،ژړيدلي ياران
هر څه ته ګوري اوس د غم په نظر
و دې ساده اشنا ته څه ووايم؟
راهزن ته ګوري د همد م په نظر
نورو ته بت اوسه د تيږې، مګر
مين ته ګوره د صنم په نظر

پيښور

م٠ق٠مين

  ٤/٨/٢٠١١