شکوه: پرده څه ده؟؟؟
پرده څومره لوی دروغ دي
ستا پر مخ را غوړېدلي
پرده وایي تر ما لاندې
داسې څه نشته چې ته دې
ورپسې له کاره ووځې
پرده، څومره لوی دروغ دي
ستا پر مخ را غوړېدلي
که ستا حسن حقیقت و
نو پرده خو
پټول د حقیقت دي
پرده بس له جنتیانو
پټول د
نعمتونو د جنت دي
پرده څومره لوی دروغ دي
ځواب:
نه پرده دغسې نه ده
پرده لا تاییدول د حقیقت دي
پرده بل رنګه ویل د حقیقت دي
پرده څه ده، له بدسترګو نه ساتل د حقیقت دي
پرده نه معنا چې حسن ګواکې نشته
خو دا ده چې کله کله
د لیدلو یې جوهر په تا کې نشته
پرده بل رنګه ویل د حقیقت دي
پرده څه ده،
له بدسترګو نه ساتل د حقیقت دي
مجيد قرار
په شعر کې منطقي استدلال
شرر ساپی
له پخوا راهیسې ترننه خلک هڅه کوي چې شعر د تعریف په غړوندي وتړلي ، خو ولې هیڅ کومې مثبتې نتیجې ته ونه رسیدل ، ځکه چې شعر تل د نوښت او ابداع په حالت کې دی او هرشی چې د هميشه لپاره د نوښت په حالت کي وي د تعریف په چوکاټ کې نه بندیږی ، هغه شیان د جامع اومانع تعریف په چوکاټ کې راځي چې ثابت وي او یاهم لږ ترلږه تل د نوښت په حالت کې نه وي ، که د شعر لپاره کوم جامع او مانع تعریف وای نو دومره سرخوږی به نه و، ژر ترژره به مو د لیمتس کاغذ ورمنډه او د رنګ په تغیر به مو پرې پریکړه کوله چې قلویات دی که حمضیات ، له دې مقدمې نه مې موخه دا ده چې د شاعر فکر ازاد دی ، د شاعر خیال ازاد دی ، د شاعر لفظونه د مروجې ژبې نه زیات دي ، د شاعر ترکیبونه د روانې ژبې نه پیچلي دي ، د شاعرتورې او کلمات زرین کبان دي ، چې د عادي خلکو د لاسونو څخه په اسانۍ خویږي خو ماهي نیونکي ترې خوند اخلي ، د شاعر نړۍ له دې نړۍ نه پراخه ده ، د شاعر په نړۍ کې په چا ظلم نه کیږي ، هلته عدل دی ، هلته زړه سوی دی ، هلته هرڅه شاعرانه دي ، هلته هر څه درته په خپله ځان درپیژني ډبرې درسره خبرې کوي ، چنار درسره خبري کوي ، د اوبو په سندرو پوهیږې ، د مرغانو په نغمو پوهیږئ، خو دغه نړۍ بې منطقه نه ده ، بې تسلسله نه ده ، څنګه چې دغه نړۍ د شاعر تخلیق دی باید هرڅه د شاعر د خوښي او نفسیاتو سره سم وړاندې شي ، شاعرد خپلو نفسیاتو سره سم د شیانو ابعاد راپیژني که دغه خبره لږه روښانه کړو نو شاعر د ډبرې فیتاوې ته هم کیني او کله چې پرې لمر زور شي بیا یې سیورې ته کیني د لمر نه یې هم خوند اخلي ، او له فیتاوې نه یې هم خوند اخلي ، کور ترې هم جوړوي ، سنګر ترې هم جوړي او که کیماګر شاعر پیدا شي بیا ترې توتیا هم جوړولی شي خو دا هرڅه د خپلو نفسیاتو سره سم ترسره کیږي ، شاعر یوې ډبرې ته تکیا کړې لمر ته ناست دی ، خولاروي چې ډېر مزل یې کړی دی ستړی ستومانه راورسید خولې پرې بهیږي ، د ډبرې بل اړخ ته کیني څوک په سمه دی ؟ شاعر او که لاروي؟ که دواړه؟ شاعر پریږدې چې د خپلو نفسیاتو سره سم خبرې وکړي او شیانو ته د خپل نظر نه وګوري ، چې خبره رانه وږده نه شي نو دا ټولې خبرې مې له دې امله وکړې چې نن مې په فیس بوک کې د ښاغلي قرار صیب یو شعر چې د شکوه ترعنوان لاندې و ولوست ، ملګرو پرې بيلابیلې تبصرې کړې وې ، ځینې ستړي ستومانه راغلي و او په شاعر بیچاره یې د لیونی ګومان کړی و چې ولې لمر ته ناست دی باید چيرته سیورې ته کیني ، خو زه وایم چې شاعر کوم ثابت عدد درته نه وایې چې د ځمکې په هره برخه کې همدغه یو شان وي ، راځې د شاعر نړۍ ته ورننوځو پکې وګرځو او خوند ترې واخلو که موږ یوه شین ځنګل ته ورننوځو او پکې وګرځو له ټولو شنو ونو څخه به خوند واخلو ، که چيرته وچي وني پکې ووینو هغه به ځانګړی خوند راکړي ځکه چې ښکلا نه پوره کیږي ، په شنه ځنګل کې وچه ونه ډېره ښکلې ښکارې ، ډېرې خبرې لري ، ډېرې کیسي لري د ټول ځنګل کيسي یوې خواته او د دغه وچې ونې کیسي بلې خواته ، راځې چې د شاعر د شعر په شنه ځنګله کې له وچو ونو هم خوند واخلو ، ښاغلي قرار په پورتني شعر کې د پردې په ابعادو خبرې کړي ، په لومړي سر کې یې د پردې یو مخ خلکو ته برسیرین کړی دی ، چې پرده دروغ ده ، پرده د حقیقتونو پټول دي ، د پردې تر شا ښکلا نشته . په پټو شیانو پسې هڅه بیځایه ده شاعر په داسې منطقې استدلال دغه خبره کړې ده چې زړه ته غورځيږي او او وریدونکی اړ باسي چې ورسره یې ومني ، خو بیرته د پردې بل مخ در څرګندوي او وایې چې پرده داسې نه ده لکه شاعر چې یې څنګه یادونه وکړه ، پرده په خپله د حقیقت تاید دی ، پرد ه په بل ډول د حقیقت ویل دي ، هغه دا چې پرده له بدو سترګو نه د حقیقت پټونه ده چې په دې سره ترې وژغورل شي ، پرده داسې نه ده چې ګواکې حسن نه شته حسن شته دی خو په تاکې یې د لیدو جوهر نشته ته یې نه شي لیدلی
پوښتنه داده :
ایا پرده دومره مخونه لري؟
پرده له دې هم زیات مخونه لری خو دلته شاعر یواځې دا نه غواړي چې تا ته د پردې دماهیت او حقیقت په اړه یو ثابت فورمول درکړی بلکې غواړې چې له یوې خوا د شیانو بیلا بیل اړخونه په بیلا بیلو نفسیاتو کیفیتونو کې په ګوته کړي ، او له بلې خوا درته خپل منطقي استدالال په ډاګه کړي ، که قرار د خپلې شکوې ځواب نه و کړی نو هم سمه وه او یو ژور نفسیاتي کیفیت یې په ډاګه کړې و ، خو دا چې غواړي د شیانو تناقض درباندې هم ومني بیرته یې خپله خبره بدله کړې هغه وایې پرده د حقیقت تاید دي ، اوس په دې منطقي خبره پوهیدل هم اسانه نه ده چې پرده څنګه د حقیقت تاید دی ، ځکه چې سبب بې مسببه نه وي چې پرده موجوده وي نو تر شایې داسې یو حقیقت موجود دې چې پردې شتون یې په خپله تاید دی ، پرده په بل ډول د حقیقت ویل دي ، ماته ددې بیت سره د یوچا کیسه رایاده شوه : د چا یوڅوک مړ و نو یوتن یې پسې واستوه چې فلاني په کنایه کې خبره کړه چې پلار دې مړ دی هغه چې ورغی ورته یې وویل که په کنایه پوهیږي نو پلار دې مړ دي ، د حقیقت اصل روښانتیا ده خو پرده ورته د یو ځانګړې کیفیت له مخې استعاره شوې ده ، حقیقت موجود دي خو پرده له بدو سترګو نه د حقیقت ژغورنه ده ، نه د حقیقت پټونه ،په دې بیت کې بله خبره دا ده چې شاعر د ښکلا په اړه د خپلې ځانګړې فلسفې یادونه کړې هغه په ذات کې د ښکلا وجود دی ، وایې چې پرده د دې معنا نلري چې ښکلا نشته ښکلا شته دی خو ته یې د لیدو جوهر نه لري په دې به وروسته خبرې وکړو چې د ښکلا فلسفه څه شی دی خو دلته د پردې وجود د ښکلا نفې نه بلکې د ښکلا اثبات دی حمزه بابا وایې : پیغلې نجونې خلک په کاله ساتي. او که موږ د طبعیت خلقت ته ځیر شو نو دوه ډوله شیان لیدلی شو یو ښکلي بل ارزښتناک ښکلي شیان ډېر کم ځلې پردو کې راځي او هغه شیان چې هم ښکلي وي او هم ارزښتناک هغه تل د پردو لاندې وي ، ملغلرې ښکلي دي خو د سمندرونو په تل کې ، قیمتي ډبرې ښکلې دي او ارزښتناکې دي تل د غرونو په منځ کې دي ، ملغلري په انفرادي ډول ارزښتناکې دي ، خو که امیل شي نو ښایسته شي ، او چې د یوې پیغلې تر غاړې ورسیږي بیا یې څوک په ارزښت پسې نه ګرځي په ښکلا پسې یې ګرځي سره له دې چې خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي ، هرڅوک یې بیا نو نشي لیدلی او دا په دې مانا نه ده چې زه یې نه شم لیدلی نو ښکلا وجود نلري ځکه یې زه نه شم لیدلای چې په ماکې به یې د لیدلو ځواک نه وي .
یوه خبره چې په سر کې مې وکړه او بیا ځلې یې کوم په شعر کې د شاعر منطقي استدلال ډېر پیاوړی دی او زموږ کلاسیکو او معاصرو شاعرانو دا کار ډېر کړی دی هرچا د خپل ځواک او ذوق سره سم کړی ، حمید بابا راباندې دا منی چې له غمه هم سړی خاندي او وایې :
لکه سر د پسه په اور غاښونه سپین کا
هسې زه له ډېره غمه په خندا یم
او اجمل د جنت په اړه د خلکو تصورات ډېرښه روښانه کړي دي چې هرڅوک له جنت څخه څه برداشت لري غني خان خو په خپل منطقي استدلال راته له سپین څخه تور جوړ کړی دی چې وایې سپین سره مې نه لګي ، سپین دی د ریا رنګ ، سپیني د سپی سترګې دي ، سپین دی د ملا رنګ ، سپین دی د کفن رنګ ........................په دا ډول شعرونو کې موږ ته د شاعر عقلي او منطقي ځواک په ډاګه کیږي چې شاعر څومره په اوبو کې ولاړ دی راځې چې د دغه غوندې ټول په دې اوبو کې ودریږو او خلک مو وویني اوفیصله راباندې وکړي ،په پای کې له ټلو هغو ملګرو نه هم مننه کوم چې په دغه نظم یې خبرې کړي او که دغه خبرې نه وای نو ما دا خبرې نه شو کولای