د افغان ادبي بهير ګزارش
محمد اياز جانباز

افغان ادبي بهير د بي بي مريم ليسې په انګړ کې د ښاغلي پوهنمل زاهدي احمدزي په مشرۍ تر سره کړه، د وياندوۍ  چارې عماد الدين دوران تر سره کولې، غونډه د سميع الحق علي خېل لخوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه، د تيرې غونډې ګزارش قاري محمد اياز جانباز واورولو، شهيد صيب د ګزارش په اړه وويل د تير ګزارش تنقيدي برخه راخستل پکار نه دي، باز محمد عابد ورسره همغږي نه شو زياته يې کړه د تېر ګزارش تنقيدي برخه راخستل ضروري ده او وړمه ورځ يادول زمونږ د قاموس برخه ده او د خپل قاموس کارول ډېر ضروري دي.

دوران صيب وويل: د قريشي خبره داسې نه وه پکار چې د لغمان د مشاعرې ګزارش يې واورولو بلکې داسې پکار وه چې  د ملګرو په غوښتنه يې لنډ راپور واوروه، بيا پرېکړه وشوه او  نظير الحق قريشي خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ.

مطلع يې  وه

مااوريدلي چې د ياده دي ويستلى يمه

په دې خبره باندې څومره زوريدلى يمه

عابد صيب وويل اورېدل دلته کومه معنى نه لري، سمونه يې داسې وکړه، رامعلوميږي چې د ياده ويستلى يمه او دوهم  نيم بېتى  پخپل ځاى درست دي، ټولو ملګرو د عابد صيب سمونه په زړه پورې وګڼله.

بيت:

زما زړګى د محبت له معناګانو ډک دى

يې به خبر که دى اشنا چېرته لوستلى يمه

زاهدي صيب د بيت سمونه داسې وکړه:

زما زړګى د محبت د احساساتو ډک دى

او دوهم يې پخپله ځاى درست دى ټولو ملګرو د زاهدي صيب سمونه تاييد کړه.

دوهم بيت:

هغه شپه بيرته راځي نه چې يقين دې وشي

دا ستا په تللو باندې څومره ژړېدلى يمه

زاهدي صيب وويل: په غزل کې نوښت ډېر ضروري وي او د يو لغت بيا بيا تکرار پکار نه وي، ما ته پکې ابهام ښکاري د الفاظونوښت  پکې نه شته.

عابد صيب زياته کړه د څومره کلمې ذکر کول کوم عيب نه دى جايز دى.

دريم بيت:

راغلې تا ته چې له تا ځينې پوښتنه وکړم

ځان  رانه  ورک دى،که زه  تا چيرته ليدلې  يمه

ټولو ملگروبيت  بيت الغزل  وگاڼه

چيرته  مې دوصل شپه  په دنصيب  نه شوه  اشنا

کنه د لمر غوندې خو هره ورځ راغلې يمه

زاهدي صيب وويل بهترين صنعت د التفات پکې دى، يعنى ښه جوړښت لري.

مقطع

خدايزده دا زړه  به مې  نظيره شي راټول او کنه

زه خو يو زړه وم اوس په څو برخو ويشلې يمه

دوران صيب د ويشلو پر ځاى د شيندلو کلمه شاعرانه وګڼله

قريشي صيب د ټولو ملګرو مننه وکړه، چې د ده په غزل يې ګټورې خبرې وکړې، په دوهمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې پکې سيد عمران شهيد، سميع الحق علي خېل، سميع الله عابد زى، تحسين الله تحسين، فضل مولا تورکى، باز محمد عابد، نظير الحق قريشي، عماد الدين دوران، قاري محمد اياز جانباز او پوهنمل زاهدي احمد زى ګډون درلود.

پرېکړه وشوه چې راتلونکي غونډې ته به زاهدي صيب د غزل درس  ګډون والو ته اوروي غونډه د تحسين الله تحسين لخوا به د عايه ــ کلام پاى ته ورسېده.