غزل

د خانانو به څه وايو چې خانان دي

ملنګان د پښتنو خپلو کې وران دي

مونږه هغسې د ځمکې لايق نه يو

د دنيا قامونه ستوري د آسمان دي

پښتو هغه ګنهګاره دوزخي ده

پښتانه غزا ته تللي جنتيان دي

سړيتوب وي د سړي په څو خبرو

په سړي کې خو څو نښې د انسان دي

دا يو څو ياران که نه وي بيا به نه يم

زما ژوند خو دغه څو خواږه ياران دي

                             صاحب شاه صابر