غزل
زخمونه څه و زما د زړه خو موسېدل ګلونه
ستا چې د سترګو په ککو کې غوړېدل ګلونه
ستا د يادونو اورېده چې پرې د وينو پرخه
په هر پرهر کې مې د زړه راټوکېدل ګلونه
نسيم د روح مې ترې نه ډکه کړه لمن له خوشبو
په هره څانګه دې ځوانۍ يې زنګېدل ګلونه
ګلشن وطنه څوک به څوک تر ګرېوانه رانيسي
چې هر ماليار دې پخپل لاس باندې رېبل ګلونه
تا خو خپل حُسن ته حېران د اسمان ستوري څارل
ما د احساس درته په لار کې ويړول ګلونه
زه چې د عمر د خزان په تصور کې ډوب شوم
دتا انځور د پېغلتوب پکې ټومبل ګلونه
څنګه به هېر کړمه هغه ازغي ازغي وختونه
تا د موسکا به چې اشنا پکې شيندل ګلونه
چې يې خوله په رخسار راغله پرې دلګير ولې شوې
"حسنه" څه و خو په پرخه لمبېدل ګلونه
ډاكتر حسن
شعرونه