غزل

دارتقا هرې لحظه کې اوسي
ژوند حرکت دی په ذره کې اوسي

له خپل محوره څوک وتلی نه شي
وختونه هم په دایره کې اوسي

دلته کې نښې دشعور لیدی شي
دلته رڼا په توره شپه کې اوسي

زه دژوندون په هغه پورې پړاو
تصویر مې دلته آ ينه کې اوسي

دمازیګر سېوري دوکه دې نه کړي
وړوکی قد لوې سايه کې اوسي

                    خالد پښتون