غزل

خدايه څومره ښکلي ښکا ري،په غرو واوره تکه سپينه
ځمکې سپين بخمــــــل اغوستئ،تښنوي دزړونو مينه

ونوسپين کالـــــي اغوستــــي،په زړه پورې منظره ده
هره ونه لکـــــــــــه ناوي ښکاري،ښکلــــــي مرغلينه

خدايه ته خومهربان ېې،داســــــــی واوره په مونږ وکړه
چې مــو تور زړونه راسپين کړي،چـــې نور نه تويوو وينه

زه قيام درته زارۍ کړم،خدايه سپــــــين کړه تور نيتونه
مونږه ټول سره په خولا کړه،له امـــــــــــــو تر اباسينه

                          الحاج الهام الدين قيام
                   والدورف،جرمني