په مونږ ورحمیږه خدایه!


مونږه هغه بد بختان یو،چه له مینې ناخبر یو
دنفرت په اور کې سوزو،مونږ له مینې لاس په سر یو
دلته زور دشیطانت دئ،مونږ یوبل ته ګر په سخر یو
مونږ ټول وروڼه سکنی یو، یو له بل نه مرور یو

په مونږ ورحمیږه خدایه، شیطانت له مونږه ورک کړه
دقیام داسوال قبول کړه،چه نفرت له مونږه ورک کړه

الحاج الهام الدین قیام
والدورف،جرمنی
٢٤٠١١٠٢٠١٠