له پښتون نه گيله
بيا لـــــــــــــه کـــــومه راپيداشو دا بهار
...چې په هر لوري يې ملک کړ يو گلزار
ارغوان دي، ضمپران،سوسن ،ريحان دي
يــــــــــــاسمين دي، نسترن ،نرگس، گلنار
د پسرلــــــــــي گلونه ډېر په هر رنگ شته
ولـــــــــــې سره لاله دي، لا په کې اوڅار
جونه موټى موټى گل ږدي په گــرېوان کې
د ځوانـــــــــــــــــانو گلدستې دي په دستار
مغني پـــــــــــــــــــــــه چغانه ليندۍ کېږده
په نغمو په پردو وغــــــــــــــــواړه هر تار
ساقي راشه ډکې، ډکـــــــــــې پيالۍ راکړه
چــــــــــــــې د ميو په مستۍ شمه سرشار
پښتنو زلميو بيا لاسونه سره کـــــــــــــړل
لکـــه باز منگولې سرې کړي په خپل ښکار
سپينې تــــــــورې يې گلگونې کړې په وينو
په اهاړ کــــــــــــــې شگفته شول لاله زار
ايمل خان دريا خان دواړه مرگ يې مه واى
هيڅ تقصير دواړو، ونه کـــــــړ وار په وار
د خيبر دره يې سره کــــــــــــــړله په وينو
په کــــړپه يې هم روان کــــــــــــړ دندوکار
تر کـــــــــــــــړپې تر باجوړه سمې غرونه
په لړزه په زلــــــــــــــزله شول په بار بار
په هغه لـــــــــوري چې کيږي پنځم کال دى
هره ورځ د سپينو تورو خـــــــــــــــــرپهار
چې په دا لــــــــــوري زه راغلم حبطه شوم
زه مـــردار يم ،کـــــــــــه داخلک دي مردار
په لښکر لښکر نــــــــارې شوم ورته ستړې
دا کاڼه راته نه مهيرک وايي نه چــــــــــــــار
چې احـــــــــــوال د يوسفزيو رامعلوم شول
لواغـــــــــــــــــــر و ما ته ښه وه نه دمغار
د خټکو سپي بهتر تــــــــــــــــــــر يوسفزيو
کــــــــه خټک دى هم په خوى تر سپي بېکار
درست پښتون لـــــــــــــــه کندهاره تر اټکه
سره يو د ننگ په کــــــــــــار پټ او آشکار
گــــــــوره څو جنگونه وشول په هر لوري
ولـــــــــــــــــــــې هيڅ ديوسفزيو نشته عار
اول جنگ د لـــــــــــــــــوړې شا د تهترو و
چې څلوېښت زره مغل شــــــول تار په تار
خويندې وروڼه يې پــــــه بند د پښتنو شوې
اس، اوښان، هاتيان، ولجــــــــه کتار کتار
دويم جــــــــــــنگ مير حسيني په دوابه کې
چـــــــــــــــــــــــــې وټکېده سر لکه د مار
بيا لـــــــــــــه پسه د نوښار د کوټ جنگ و
چــــــــــــې مې وکېښ تر مغلو خپل خمار
بيا له پسه جسوت سنگه، شجــاعت خان و
چې ايمل يــــــــې په گنداب ويوست د مار
شپږم جنگ مکــــــــرم خان شمشېر دواړه
چې ايمل کــــــړل په خاپښ کې تار په تار
چې زما په ياد دي لــــــوى جنگونه دا دي
د هلکوپه هـــــــــــــــر لوري نشته شمار
همېشه فتح و نصرت دى لاتــــــــراوسه
پس لـــــــــــــــه داده بيا تکيه په کردگار
اورنگزيب راته يو کال وشو چې پروت دى
په صورت حيـران پرېشان په زړه افگار
کال په کال امــــــــرايان دي چې پريوځي
چې توفان شولــــې لښکرې کوم يې شمار
خزانې د هندوستان دي راخــــورې شوې
سره مهران دي ننوځي په کـــــــوهسار
دا د هيچا په اتلس فکـــــــــــــــــر نه وه
چـــــــــــــې به دا کارونه شي په دا ديار
د بادشاه د بدنيتۍ کـــــــــــــــــمى نشته
په بد نيت يې ازار واخيست د خپل پلار
ځکـــــه اوس د چا باور ورباندې نه شي
هم بدنيت دى هم بـــــــــــد قول هم مکار
بلــــــــه هيڅ ليدله نه شي په دا منځ کې
يا مغل د منځه ورک يـــــا پښتون خوار
که گردش د آسمان دا دى چې ليده شي
کــه د خداى رضا په دا وي راغى وار
آسمان هرکلـــــه پيرى يا يکرنگي نه کا
گه په کام د گــل جاروزي گاه د خار
په دا هسې وخت چې وخت د نام و ننگ دى
دا بـــــــــــې ننگه پښتانه کړه څه رفتار
پښتانه چــــې نور څه فکر که ناپوه دي
بـــــې د تورې خلاصى نشته په بل کار
تـــــــــــر مغلو پښتانه په تورو ښه دي
کـــــــه په پوهه پښتانه واى څه اوښيار
اولسونه چـــــــــــــــــــــې سندوبله وکا
بادشاهان ورته سجود کــــــاندي اختيار
کـــــــــــــه نفاق که اتفاق که جهل پوهه
د هــــر چا د خداى په لاس ده هره چار
اپردي، مومند، شينواري گوره څه کـــا
د مغلو لښکــــــــــــر پروت په ننگرهار
زه تنها په کـــــــې په غم د نام و ننگ يم
يوسفزيه فـــــــــراغت په کښت و کار
اوس چې هسې بې ننگي بې ناموسي کا
عاقبت به ورښکاره شي خپله چـــــــار
مرگ رضا په پوهه ښه تر دا ژوندون دى
دعزت سره چې نه وي زيست روزگار
همېشه به په جــهان کې ژوندون نه وي
د خوشحــــال خټک به پاتې شي يادگار
د دريمې خور اول کال د عضو (١) و
ما چــــې وې په برمنوال کې دا اشعار
________
خوشحال خټک
(١) ١٠٨٦ ه