غزل
زنده ګي مې پرې اوږدېږي، ستا ارمان راسره ښه دى
ډېره ګټه پرې كومه، لږ تاوان راسره ښه دى
زه خو بېرته پر زړو لارو واپس شومه اختياره
تصور د خورو زلفو، تصور دې د ښايسته مخ
اضطراب راسره ښه دى، اطمنان راسره ښه دى
ايېنې مې پكار نه دي، تصويرونه مې خوښ نه دي
په دې خپل وجود مې شكر، دا خپل ځان راسره ښه دى
نن راياد يې ګلاب مخيه! نن مې زړه درپسې ژاړي
نن ورېځ په اسمان ښه ده، نن باران راسره ښه دى
هېڅ مې هغه دواړه سترګې، وځي نه له فكر و خياله
پرېږدئ پرېږدئ خيال و فكر چراغان راسره ښه دى
تګ يوازې نور ښه نه دى، څوك راوان سره ښه دى
لغمان، الفت صیب كلى