غزل

زړگيه يمه د يو چا په لټون
د پاکى مينى د وفا په لټون
بى زار له دغو هر جايى بربنډو
پلو نيولى شاليلا په لټون
دروغ فريب و څو رنگى نه ستړى
يم راوتلۍ د ريښتيا په لټون
چى درد نه ډک زړونه مرحم کړمه پرى
ځمه د هغه نى نوا په لټون
ځمه کيږدى مى غوړوم دښته کى
دخپل وطن پاکى هوا په لټون
ما لباسى دنيا ته اور پورى کړ
عزم کومه د مولا په لټون
دغه فانى دنيا ده پاتى به شى
ځمه د ژوند اصلى بقا په لټون
سکون راحت دى په سجده کى وينم
زړه مى منلى چى يم ستا په لټون
نيغ دى له سترگو غشى مه وروه
نن زړونه ټول دى د حيا په لټون


په درناوى هما ظفر احمدزى

5-8-2010