که څه هم چې زموږ ګران هېواد په وچه کې ایسار هېواد دی خو بیا هم په یوه داسې موقعیت کې پروت دی چې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه اروپايي هغو سره د منځني او مرکزي آسیا هېوادونو په نښلولو کې رغنده رول لري. د افغانستان د موقعیت په نظر کې نیولو سره، داسې انګیرل کېږي چې د ګازو د نل لیکې یا ټاپي او له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برښنا د لېږد یا کاسا – زر پروژو تر څنګ په افغانستان کې او د افغانستان له لارې د نورو سیمه یېزو او ملي پروژو پلې کېدو ته زمینه برابره شي. پخوانیو تجربو په ځانګړې توګه د ټوټاپ پروژې د مسیر د ټاکلو پر سر ناندریو او راولاړو شویو ستونزو وښودله چې د لویو ملي او سیمه یېزو پروژو له تطبیق وړاندې د مشورتي ورکشاپونو دایریدل خورا اهمیت لري. ځکه په دې ډول ورکشاپونو کې د اړوندو بنسټونو تخنیکي او د پلان د برخې استازي د یو میز تر شا کیني او خپل راتلونکي پلانونه له یوه او بل سره شریکوي ترڅو په راتلونکو کې د ستونزو له را ولاړېدو مخنیوي وکړي.
د همدې واقعیت په نظر کې نیولو سره او په راتلونکې کې د ستونزو د را ولاړېدو د مخنیوي په پار د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې د پیژندنې او د راتلونکو پلانونو د شریکولو په موخه د افغانستان برښنا شرکت د حضوري چمن د کنفرانسونو په تالار کې له اړوندو او ذیدخلو اداراتو سره مشورتي ورکشاپ جوړ شو.
ددې ورکشاپ په پرانېستې کې د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس، انجنیر امان الله غالب د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې پر اهمیت، اقتصادي او امنیتي ګټو هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي غالب د کاسا – زر پروژې موخو ته د اشارې ترڅنګ زیاته کړه: " تیرې تجربې ښیې چې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې په څیر د ملي او سیمه یېزو پروژو له تطبیق وړاندې له اړوندو دولتي ادارو سره د مشورتي ورکشاپونو په لاره اچول خورا اغېزمن واقع کېږي. ځکه چې د ننۍ ورکشاپ موخه له یوبل سره د اړوندو ادارو د اوږد-مهاله پلانونو شریکول دي چې د لا ډیرې همغږۍ لامل ګرځي او په راتلونکي کې د ستونزو د راولاړېدو مخه نیسي."
د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې مسئول ښاغلي شفیق الله شهراني ددې پروژې په اړوند معلوماتي پریزنټیشن د وړاندې کولو ترڅنګ ددې ورکشاپ د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل چې د ګډون کوونکو د تایید وړ وګرځېدل.
دغه راز په دې ورکشاپ کې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې د چاپیریال ساتنې او ټولنیزو اغېزو د مطالعې لپاره د قراردادي شرکت په استازولۍ د یاد شرکت اړوندو متخصصینو د دا ډول مطالعاتو پر اهمیت په ځانګړې توګه د کاسا – زر پروژې لپاره د چاپيریال ساتنې او ټولنیزو اغېزو مطالعې په اړوند مالومات وړاندې کړل او له ګډونوالو یې وغوښتل څو ددې مطالعې د لا بډای کولو په موخه خپل نظریات شریک کړي.
ددې ورکشاپ په اوږدو کې، د اړوندو ادارو استازو د خپلو راتلونکو پلانونو په هکله مالومات وړاندې او د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې د مزي د نهايي مسیر غوښتنه یې وکړه، ددې پروژې د اهمیت او همدارنګه د ګواښونو او موانعو د له منځه وړلو په اړه یې هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه او د ملي او بین المنطقوي پروژو پر تطبیق یې ټینګار وکړ.
د یادولو وړ ده چې په دې مشورتي ورکشاپ کې د اړوندو ذیدخلو وزارتونو، خپلواکو ادارو، د اسیا پرمختیايي بانک، د امریکا د متحده ایالتونو د نړیوالو همکاریو ادارې، د کاسا – زر پروژې پلې کوونکو قراردادي شرکتونو استازو او د کاسا - ۱۰۰۰ ټیم ګډون درلود.
کاسا – ۱۰۰۰ د لویو سیمه یېزو او کلیدي پروژو له ډلې څخه شمېرل کېږي چې د افغانستان په خاوره کې د افغانستان برښنا شرکت له لوري رهبري کېږي. دغه ګډه سیمه یېزه پروژه د څلورو مرکزي اسیا او سویلي اسیا هېوادونو پروژه ده چې له امله یې د قرغیزستان او تاجکستان هېوادونو ۱۳۰۰ میګاواټه مازاد برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالیږي.