
غزل
لکه تياره مې د رڼا ، تصوير ته ډېر وژړل
نن مې د هغې بې وفا ، تصوير ته ډېر وژړل
ما په اول ځل د يو چا تصوير کې ځان وليده
ما په اول ځل د يو چا ، تصوير ته ډېر وژړل
دلته يو څوک و چې زما د زړه تصوير يې واخيست
دلته يو څوک و چې يې ستا ، تصوير ته ډېر وژړل
تا مې د خوږ زړه په پرهار پورې خندا وکړه خو
ما دې د سترګو د مسکا ، تصوير ته ډېر وژړل
کلونه پس مې ستا تصوير وليد ، راياده مې شوې
کلونه پس مې نن شپه بيا ، تصوير ته ډېر وژړل
جلال امرخېل
جنوري 2007 ز
د ( اوس دې هم هره شپه په خوب کې وينم ) ټولګې څخه.
16.05.2010
- جلال امرخېل
دا ګل دې راکړ په خندا شوې زه دې له ګل نه په خندا خوشحاله شومه
د ټول افغان له ادارې او په تېره بيا له ښاغلي شېرزاد کامه وال نه يوه نړۍ مننه چې د ټول افغان د ملي پاڼې په لمن کې يې د خپلو مطالبو د خونديتوب لپاره د بلاګ لورورنه راباندې وکړه.
همدا ډول خپل زړه ته راتېر ملګري ،ځوان شاعر او کمپيوټرکار نجيب الله اکرامي ته هم کورودانی وايم ،چې د بېنر په جوړولو کې يې...
16.05.2010
- جلال امرخېل
کور يې په کلي کې مالوم دی د بام په سر يې کشمالي کرلي دينه
خواږه خواږه سلامونه ، نېکې نېکې هیلې او پيرزوینې !
ګرانه اول خو درته د زړه له تله د ویب بلوګ مبارکي وایمه ، خدای دې درته بختور کړي .او ډ یر خوشحاله هم شوم ځکه اوس به مو شعر په مالوم ځای کې وي ، تاسو سره به ذخیره هم وي او نور د شعر او ادب مینوال به هم خپله تنده پرې مات...