ماته په اختر کې
!!!!
ماته په اختر کې بياخيالي نکريزي راوړه
لاړ شه ننګرهار ته بوډيالي نکريزي راوړه
بيا د واړه لاسونه د بنګړو نه ډکومه زه
ځمه ګل ميلو ته ګلالې نکريزي راوړه
****
ځمه پيښور ته پښتنو ميندوته دوعاکوم
سوله ورته غواړمه زيارت دپير بابا کوم
بياچې درحمان بابا مزار کې سره وګورو
بياداخترورځوکې يو زيرۍ په اشنا کوم
****
بيا به ورته وايمه اختر کې جلالا ته ځو
بيا په ننګرهار به کې غازي امان الله ته ځو
بيادځوانيمرګ ارمان مزارکې به جنډه تړم
بيا به د همزولو سره لعل قاسم اغا ته ځو
****
خپلو هيواد والو ته دمينې څوکالي غواړم
سوله ورته غواړمه اختراونيکمرغي غواړم
بيا به د زرلښت په ارمانو باندې سوګند کوم
ښکلې ماښامونه سهارونه زرزري غواړم

زرلښت حفيظ